په تورانتو کې د ښاغلي روښان خادم د رادیویي خپرونې د پاره
اګست ۵ــ ۱۹۹۲
احمدشاه درانی د افغانستان له نومیالیو واکمنو او پاچایانو له ډلې څخه دی؛ اما د افغانانو په ملي ژوندانه کې د ده د کارنامو تاثیرات د نورو افغاني واکمنو تر تاثیراتو زیات او مهم دي. یو دلیل یې دا دی چې احمدشاه دراني د لومړۍ معاصرې دورې افغانستان موسس او واکمن دی. په ۱۷۲۲ کې زېږېدلی، په ۱۷۴۷ کې واکمن شوی او له هغه نه پنځه ویشت کاله ورسته په ۱۷۷۳ کې وفات شوی دی.
احمدشاه دراني په دغسې دوره کې واکمن ګرځېدلی دی چې افغانستان د غلزیو د لنډې دورې واکمني له لاسه ورکړې وه. له احمدشاه نه د مخه یو موټی مستقل افغانان موجود نه وو. د کابل په شمول په شرقي افغانستان باندې بابري مغولو قبضه لرله، کندهار، فراه او هرات د صفوي فارس تر تسلط لاندې و. له هندوکش نه اخوا سیمو باندې د ازبکانو د منګیت کورنۍ حاکمه وه. د منګیت د کورنۍ مرکز تر امو اخوا د بخارا ښار و.
احمدشاه د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې په افغانستان باندې د باندنیو حاکمیت ختم کړ. ورسته یې یوه پراخه امپراتوري جوړه کړه، د فارس خراسان یې ونیو؛ بلوچستان، پنجاب، سند او ډهلي یې اشغال کړل او کشمیر یې لاندې کړ؛ اما دغه فتوحات یواځې د نظامي یرغل او ولجو لپاره نه وو، البته یرغلونه نظامي وو او ولجې هم ترلاسه شوې؛ خو اساسي مقصد اسلام او د مسلمانې واکمنۍ ساتل وو. په ۱۷۶۱ کې ډهلي ته نزدې د پاڼي پت له غوڅوونکي جنګ نه دمخه چې په هغه کې د مرهټه وو په کراتو ډېرې لښکرې، د احمدشاه د لږ فوځ په برابرۍ ماتې شوې، هندوانو د هندوستان د مسلمانو کورنیو نزدې زر کلن حاکمیت ته اساسي خطر پېښ کړی و. د هند مسلمانانو او په هغو کې د نقش بندۍ د طریقې مشر، شاه ولي الله له احمدشاه نه د مرهټه وو په مقابل کې مرسته وغوښتله؛ احمدشاه هم په هندوستان کې د مسلمانانو د حاکمیت د استقرار لپاره د نورو اسلامي امپراتورانو په شان لکه: سلطان محمود، شهاب الدین غوري، خان جهان لودي، شیرشاه سوري، په هندوستان کې یې اسلامي حاکمیت بیرته ځای پر ځای کړ. د پاني پت د فتح د لېرې پایلو نه یو یې زموږ په عصر یانې په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د اسلامي دولت تاسیس دی. که احمدشاه په پاني پت کې د هندوانو ملي نهضت شنډ کړی نه وای، هندوان به په اغلب احتمال په ټول هندوستان مسلط وای او په هندونستان کې به د مسلمانانو حاکمیت ختم وای، لکه همدا اوس هم سل میلیونه مسلمانان د هندوستان په جمهوریت کې اوسي؛ خو ځانله حاکمیت نه لري، نو په هندوستان کې د احمدشاه فتوحات اساساً اسلامي فتوحات وو چې هغه د ټولو مسلمانانو او په خاص ډول د پاکستاني مسلمانانو له پاره اساسي اهمیت لري.
بله دا چې د احمدشاه د امپراتورۍ سیمې د هغو له داخلي واکمنو سره د قراردادونو او موافقه لیکونو له مخې اداره کېدلې. داخلي واکمن یې د خپلو سیمو په اداره کولو کې ازاد وو، افغانستان ته به یې باجونه ورکول او افغانستان به دغه سیمې د نورو له یرغلونو او تاراکونو څخه په امن کې ساتلې.
د احمدشاه د واکمنۍ غټ ارزښت په دې کې دی چې افغانستان یې د یوه خپلواک هېواد په حیث تاسیس کړ چې تر اوسه یې دوام کړی دی. د احمدشاه مستقیمه واکمنۍ د امو او اباسین ترمنځ پرتو سیمو باندې چلېده؛ خو دغه واکمنۍ د اوس په شان په مستقیم ډول د حکومت د عمالو او مامورینو له خوا نه اداره کېده.
افغانستان د لومړي ځل لپاره د امیرعبدالرحمن د امارت په دوره کې په مستقیم ډول د حکومت د عمالو او مامورینو له خوا اداره کېږي. د احمدشاه په وخت کې له ښارونو پرته، نورو سیمو باندې حکومت د ځایي سیمو او قومونو، د مشرانو له خوا چلول کېده. په هره سیمه کې والیان، قاضیان او نظامي مشران مېشته وو، خو د سیمو داخلي اداره نیمه ازاده او د هغو د مشرانو په لاس کې وه. حکومت د امنیت خوندي کولو وظیفه په غاړه درلوده، حقوقي دعوې به قاضیانو یا جرګه مارو حل کولې او مالیاتونه به قومي مشرانو د حکومت لپاره ټولول. لویې شخړې به قومي مشرانو په جرګو سره هوارولې. په دې ډول د ټولو سیمو مشرانو، ملکانو، امیرانو او بېګانو او خانانو د حکومت په کولو کې څه ناڅه برخه لرله او ولس د حکومتي عمالو له تعدي او فشار نه خلاص وو. همدغه سبب دی چې د احمدشاه د واکمنۍ به دوره کې هیڅ قوم او ولس د حکومت په ضد قیام نه دی کړی. په بل عبارت د احمدشاه د واکمنۍ په دوره کې امنیت خوندي، ولس او خلک د حکومتي عمالونو له زبېښاک او ظلم نه تر هر بل وخت نه زیات مامون وو.
د احمدشاه د واکمنۍ د دورې ستر میراث د وطن خپلواکي او د افرادو ازادي ده. احمدشاه دراني په ځینو یرغلونو او فتوحاتو سره ګاونډي هېوادونه تر دومره زیات تاثیر لاندې راوستلي وو چې د دې توان یې نه لاره چې افغانستان ته په کږه سترګه وګوري.
هو، دوی هڅه کوله، لکه څنګه چې یې توقع کېده، خپلې سیمې او ملکونه د افغانانو له تسلط نه ازاد کړي خو پخپله افغانستان مامون و. یواځې هغه وخت چې د احمدشاه د لمسیانو په دوره کې، یانې کوم وخت چې دننه په وطن کې د رقیبو شاهزادګانو ترمینځ جنګونه روان وو، ګاونډیو هېوادونو له هغو نه په استفادې سره د افغانستان په افراطي سیمو ودانګل، لکه چې د فارس د قاجار کورنۍ او د پنجاب سکانو د نولسمې پېړۍ په سرکې همدغسې وکړل. له هغه وروسته وو چې اول د افغانستان امپراتوري له مینځه لاړه او ورسته پخپله افغانستان هم ضعیف او کوچنی شو. د ډیورنډ کرښې نزدې نیم کړ؛ خو سره له دې هم د افغانانو د ازادۍ او خپلواکۍ غرور چې احمدشاه پخپلو کارنامو او فتوحاتو سره لا هم قوي او ټینګ کړ، دومره پیاوړی ګرځېدلی دی چې تر اوسه پورې د وطن د ننګ او ناموس قوي مدافع ګڼل کیږي.