Search
Close this search box.
Publications: Articles

امیر عبدالرحمن خان او د ډیورنډ توافق لیک

اکتوبر ۱۹۹۵

د ډیورنډ توافق لیک او کرښې بیان په ډېرو مستندو اثارو کې په تفصیل سره شوی. دغه اثار زیاتره په اګرېزي کې د انګلستان پوهانو تهیه کړي. په دري او پښتو کې دغسې مستند اثار تر اوسه درک نه لري؛ خو د انګلیسي پوهانو په لیکنو کې د ډیورنډ موضوع د انګلیس د امپراتورۍ له نظر نه څېړل شوې او محلي واقعیتونه او د افغانستان نظر پکې لږ منعکس شوی دی. دغه موضوع ما پخ خپل یوه نوي انګرېزي اثر کې چې نوم یې دی “د افغانستان سیاسي تاریخ او باندنۍ اړیکې د امیر عبدالرحمن خان د امارت په دوره کې” له دواړو نظرونو څخه د ارشیفي اسنادو په بنا څېړلې. دغه لیکنه چې تاسو محترمو ته اوروله کېږي د همدغه ناخپاره شوي اثر د اړوند څپرکي لنډیز دی. په دغه لنډیز کې ما ریفرنسونه او مولفانو نومونه حذف کړي دي.

امیرعبدالرحمن خان د خپل سلطنت په لومړیو دولسو کلونو کې اول د سپاه سالار غلام حیدرخان ورکزي او وروسته د سپاه سالار غلام یدرخان څرخي په مرسته د مشرقي په ولایت کې چې جلال اباد کې یې مرکز و، امنیت خوندي کړ. په لغمان، خوګیاڼو او کونړ کې د امنیت خوندي کول، د لال پورې دخان، اکبرخان مومند تابع کول او د کونړ له سیند نه د سیدمحمود پاچا شړل دوی ته مشکل نه وو، مشکل د شنوارو لاندې کول و چې لس کاله یې ونیول. له هغه وروسته غلام حیدرخان څرخي خپل پوځ د کونړ له لارې اسما ته وخېژوه او هلته یې ځای په ځای کړ. مطلب یې دا و چې له هغه ځایه په باجوړ، سوات، دېر او چترال باندې همه د کابل قبضه په نېغ ډول قایمه کړي. په عین حال کې د جندول عمراخان په باجوړ کې خپل رقیب خانان یا لاندې کړل او یا یې له هغه ځایه په فرار مجبور کړل او غوښتل یې چې خپله خاني لاهم پراخه کړي. له بلې خوا د سپاه سالار پلان دا و چې اول باجوړ د پیسو، جرګو او پوځ له لارې د کابل تابع کړي او ورپسې نورې سیمې تر پېښوره پورې لاندې کړي؛ خو په دغه وخت یانې په کال ۱۸۹۲ کې د هندوستان وایسرای یا نایب السلطنه هم عمراخان او هم سپاه سالار ته په بېلو بېلو لیکونو کې په ټینګو الفاظو خبرداری ورکړ چې سره مقابله ونه کړي او له خپلو ځایونو څخه دمخه ولاړ نه شي. په دغه مهال کې پېښور او د هغه نزدې سیمې د انګریزانو په قبضه کې وې او د کونړ، مومند او پېښور ترمېنځ پراخې سیمې چې د افغانستان برخې وې پخپل سر وې.

د هندوستان انګرېزي حاکمان په افغانستان کې په دوهم جنګ کې له په شا کېدونه وروسته به دې لټه کې شول چې خپله هندي مستعمره د روسانو له احتمالي خطر نه مامونه وساتي.

د دغه منظور لپاره یې یو تجویز ونیو او په هغه یې د “علمي سرحد” نوم کېښود. دغه تجویز په واقع کې د دوی د نوي د مخکې تګ سیاست یا فارورد پالیسۍ نتیجه وه. تجویز دا و چې د روسانو د احتمالي حملې یا دننه په افغانستان کې د امیر له مرګ نه وروسته د ګډوډۍ پیدا کېدو په حال کې به دوی د کابل، غزني، کندهار کرښې نیسي او د دې لپاره چې دغه عمل یې په بیړه اجرا کړی وی، د یادو شویو یاغي سیمو غاښي او ستراتیجکي ځایونه به د خپل تصرف لاندې راولي، وسلې به هلته زېرمه کړي او د ضرورت په وخت کې به په بیړه کابل او کندهار ته د رېل خطونه غزوي. دغه تجویز لازمه کوله چې دوی به امیر نه پریږدي چې په یاغي سیمو باندې د افغانستان قبضه ټینګه کړي. دوی به په همدې ډول د افغنستان او هندوستان ترمېنځ پوله ټاکي.

د هندوستان انګلیس حاکمانو له ۱۸۸۸ نه وروسته په امیرعبدالرحمن خان باندې د دغه تجویز د منلو لپاره فشار راوړی و؛ خو امیر یې منلو ته نه خاضریده. امیر په ۱۸۹۳ کې د همدغه منظور لپاره د انګرېزانو یوه هیات منلو ته غاړه کېښوده. ده دغه کار ته ځکه غاړه کېښوده چې د روسانو په عین مهال کې د افغانستان په شمال شرق کې د پنجدې یا امو سیند نه اخوا غاړو یې د افغانستان ځنې نظامي پوستې په زو ر ونیولې او پخپل وړاندې تګ سره یې پخپله افغانستان هم تر تهدید لاندې ونیوه. امیر عبدالرحمن خان په دې ډول په شمال شرق کې د روسانو او په جنوب شرق کې د انګرېزانو تر فشار لاندې راغی.

امیر عبدالرحمن خان په کابل کې دې ۱۸۹۳ د نومبر په دولسمه د انګرېزانو د یوه هیات له مشر، سرماتمر هنري ډیورنډ سره دوه توافق لیکونه لاس لیک کړل: یو یې د افغانستان د شمال شرق یانې واخان او بل یې د افغانستان د جنوب شرق په باب و چې وروسته د ډیورنډ د توافق لیک یا کابل کنونشن په نامه باندې یاد شو.

د ډیورنډ د توافق لیک په متن کې راغلي چې یوه کرښه به چې له واخان نه د پارس تر پولې پورې اوږده وي، په نښه کیږي او دغه کرښه به د دواړو خواوو “د نفوذ سیمې” سره بېلوي. هندوستان به د دغې کرښې نه اخوا سیمو کې چې په افغانستان کې پرتې دي، مداخله نه کوي او امیر به په سوات، باجوړ او چترال کې مداخله نه کوي. په توافق لیک کې په نورو ټکو باندې هم سره جوړه وشوه. له دې وروسته زه به د ډیورنډ په توافق لیک او د ډیورنډ په کرښې تبصرې وکړم.

د ډیورنډ د توافق لیک په هکله افغاني اسناد له مېنځه تللي دي، په دې باب حتی هغه رساله چې په خاص ډول خپره شوې وه، هم لا درکه ده. یوازې په رسمي تاریخ یانې سراج التواریخ کې د ډیورنډ د کرښې ذکر شوی دی؛ خو هغه پخپله د توافق لیک د متن یا په دې هکله د امیر او د ډیورنډ ترمنځ د خبرو په باب نه، بلکې یوازې د هغې جرګې په باب دی چې وروسته جوړه شوه او په هغې کې د ډیورنډ د توافق تایید وشو، خو جرګې دغه تایید له وېرې وکړ؛ له امیر نه چې په استبداد کې یې نوم ایستلی و، ټول د جرګې د غړو په شمول ډارېدل. په اصل کې د ډیورنډ توافق لیک د ډار محصول و. که خلک له مستبد امیر نه ډارېدل، مستبد امیر له انګرېزانو او روسانو نه ویرېده. میر غلام محمد غبار وایي: “امیر… فقط در سایه تهدید و تلبیس انګلیس (معاهده دورند را) چشم پت امضا نمود. و مسوولیت عظیم تاریخی را برای همیشه در گردن خود گرفت”. امیر د ډیورنډ توافق لیک په پټو سترګو لاس لیک کړ؛ خو دی د ډیورنډ له خوا وغولول شو. د ډیورنډ له خوا نه په افغانستان کې د نه مداخلې ژمنه د عملي سرحد د سیاست په خلاف وه چې هغه په اصل کې په افغانستان کې په مداخلې بنا ده. مهمه یې لا دا ده چې د امیر سر په حقیقي نقشې نه خلاصیده چې د توافق لیک جز و. نو یې د هغې په ډېرو ټکو موافقه ونه کړه. تر هغو لا جدي خبره دا ده چې امیر د توافق لیک دري متن لاسلیک نه کړ، که څه هم ډیورنډ هغه لاسلیک کړی و. امیر د نقشې د پاسه ولیکل چې د باشګل دره د افغانستان یوه برخه ده، په داسې حال کې چې د توافق لیک په متن کې هغه د هند په نفوذي سیمه کې راغلې ده. درې کال وروسته یانې هغه وخت چې د ډیورنډ کرښه په نښه کېده، امیر پخپل ټینګار باندې دومره کل ودرېد تر څو په پای کې وایسرای لارډ ایلګین اعتراف وکړ چې هغه یوه تېروتنه وه. دا او دغسې نور ځینې مسایل وو چې د کرښې په نښه کول درې کاله نیول او د خیبر دره او د مومند سیمه په نښه نه شوه. امیر ټینګار وکړ چې ټول مومند د افغانستان په نفوذي سیمه کې دی.

د ډیورنډ د توافق لیک په متن کې راغلي چې امیر رژمنه کوي چې په هغو سیمو کې به مداخله نه کوي چې د انګریزانو تر نفوذ لاندې شوي دي. دا د دې مانا نه لري چې امیر له هغو څخه د افغانستان د سیمو په حیث تیر شوی دی، لکه چې سلطان محمد د تاج التواریخ یا د امیر عبدالرحمن خان د ژوند موقف او پخپله مارتمر ډیورنډ دغسې ادعا کوي. د سلطان محمد کتاب هغه برخې چې باندنۍ اړیکې بیانوي، په لندن کې جعل شوې دي او د ډیورنډ خصوصي لیکنې چې په دې وختو کې برالا شوې دي، د دغه توافق په باب د ده رسمي راپورنه نقض کوي. ده پخ خپل یوه شخصي لیک کې د امیر له خولې نه ویلي دي چې که د هند برتانوي حکومت په اسمار کې د ده د پوځ له پاتې کېدو سره مخالفت ونه کړ، دی به په باجوړ او چترال کې له مداخله کولو نه لاس واخلي. ډیورنډ د هغو قامونو په هکله چې د دغه توافق لیک له مخې د هندوستان په نفوذي سیمو کې راغلي لا هم په مشخص ډول ګړېدلی دی. ده په کال ۱۸۹۷ کې په یوې مرکې کې وویل چې “باید داسې ونه ګڼله شي چې کوم هغه قامونه چې د هندوستان په خوا کې راغلي دي، دننه د برتانیې په خاوره کې دي، دوی بوازې په تخنیکي لحاظ زموږ د نفوذ په ساحه کې دي یانې تر هغه ځایه چې په امیر پورې تعلق لري او تر هغه ځایه چې دوی زموږ نفوذ منلو ته غاړه ږدي او یا موږ یې پرې منو”. پخپله وایسرای لارډ ایلګین هم وویل چې امیر د ډیورنډ په کرښې سره یوازې حاضره وضع ساتلې ده. د ده خپل الفاظ دا دي: “د ډیورنډ توافق لیک هغه توافق لیک دی چې په هغه سره د برتانیې د حکومت او د امیر نفوذ ساحې ټاکلې شوې دي. مقصد دا دی چې په هغه سره د موجود حال په باب د امیر قبولي حاصله او محفوظه شي”. امریکایي مولف، لویي دوپري وایي چې: “د ډیورنډ له کرښې نه مطلب د برتانیې د حکم توسعه ده، نه د هندوستان د سرحد پراختیا”. دی وړاندې وایي چې: “دغه کرښه د هندوستان د سرحد په شان نه، بلکې په په هغه سره د امیر د قلمرو شرقي او جنوبي سرحد او د دواړو حکومتونو د نفوذ د ساحو حدود منل شوي دي”. سربېره پردې د امیر عبدالرحمن خان او د هغه د جانشینانو په فکر له مداخلې نه مطلب نظامي مداخله ده. دوی دا د توافق لیک متناقض نه بلله چې یاد شویو قومونو باندې خپل حکم وچلوي. دا ځکه چې امیر د خپلو اسلافو په شان دوی د افغانستان خلک بلل او اباسین یې د افغنستان ختیځه بوله ګڼله، خو دوی د ډیورنډ په تپل شوې کرښې سره په باجوړ، سوات او نورو سیمو باندې د خپل طبیعي واکمنۍ څخه محروم وګرځول شول. د ډیورنډ کرښه هم په بیړه په نښه شوه او هم د طبیعي، توپوګرافیکي او سیاسي اصولو له مخې ونه کښل شوه؛ نو ځکه دغې کرښې بسته قومونه سره بېل کړل، لکه شنواري، نورزي، اڅکزي، ترکلاني، بړېڅ او نور. یانې هغسې قومونه چې پخپلو کې یې ټینګ علایق لرل، بله دا چې دغې کرښې دغسې قامونه په اینده کې له افغانستان څخه د بېلولو لپاره په نښه کړل چې دوی د افغانستان لپاره د ملا د تیر په شان حیثیت لاره او دوی تر هر بل قوم نه زیات پخپله د افغانستان په جوړولو کې نقش لوبولی و. دا هسې خلک وو چې برتانوي استعمار ګران یې تر نورو قومونو څخه چې په مستعمرو کې ورسره مخامخ شوي وو، په پرله پسې مقاومت سره ناکام کړي وو. برتانویانو د دغې کرښې په کښلو سره تلپاتې کړکېچ رامېنځ ته کړ. دغسې دلیل نه و موجود چې دغه خلک دې سره ټوټه شي. مګر د امپيریلزم، سلې خپرولو او تشدد، سر زوري. دغه قومونه د یوه نسل خلک دي، په عین ژبه ګړیږي، عین دین باندې معتقد دي، د ژونهدانه ګډ ظرزونه او ګډ جهان لید لري او د مشترکو جغرافیایي او اقتصادي شرایطو لاندې ژوند کوي. تر هر څه زیات دغه کرښه هیڅ کله موثره نه وه. هیڅ حکومت د کرښې په هرې خوا باندې چې حاکمیت کړی په دې نه دی بریالی شوی چې دغه قومونه دېته اړ کړي چې هغه د بین المللي کرښې په شان ومني. سیاسي انتروپولوجست اکبر احمد د دغسې سیمې زوی، پخپل یوه نوي اثر کې لیکلي دي چې “د ډیورنډ په توافق لیک کې د بین المللي همکارۍ معصومه هیله یوازې کله کله رعایت شوې او د کرښې په دواړو خواوو کې هغه تل نقض شوې ده. دا ټول په دې دلیل چې دغو قومونو ته دغه کرښه نه پخوا د قبول وړ وه او نه اوس ده. دغه کرښه یوازې د نقشې له پاسه وجود لري.

خو څنګه چې د ډیورنډ کرښه د برتانیې د وړاندې تګ د سیاست یا په اصطلاح د عملي سرحد محصول وه، وایسرای ایلګین، د موافقې او د خپلې اولې وینا په خلاف هغه ورانه کړه او په دغسې اقداماتو یې پیل وکړ چې په هغو سره یې غوښتل په یادو شویو قومونو باندې د برتانیې کنټرول جاري کړي. دغه اقدامات او په خاص ډول د ډیورنډ د کرښې په نښه کول ، د دې سبب شول چې د هغو په مقابل کې په ۱۸۹۷ کې همدغه قومونه راولاړ شي. په دغه کال کې له توریو نه پرته ټول قومونه د ملانجم الدین اخوند، ملا مانکي او ملا پالام او یو شمیر قومي خانانو په مشرۍ د انګرېزانو پر ضد پاڅېدل. انګرېزانو دغه ستر پاڅون د اویا زره پوځ په واسطه غلی کړ. په دغه پوځ کې ونستن چرچل هم د یوه واړه نظامي افسر په حیث وظیفه اجرا کوله. انګرېزانو تر دغه وخته د اباسین نه دېخوا کې له دغومره لوی پوځ نه کار نه واخیستی.

د دغو قومونو د يپاڅون خوځوونکې قوه د ډیورنډ کرښه وه. دغې کرښې دوی ته وښوده چې دوی د پخوا په شان د خپلواک وطن اوسېدونکي نه دي، بلکې د برتانیې تر نفوذ لاندې شوي دي. په دې کې شک نشته چې امیر عبدالرحمن خان دغه قومونه پاڅون ته وهڅول. په ملکي جامو کې یې عسکر ورکړل، پيسې او وسلې یې ور ورسولې. دا پوره څرګنده ده چې امیر عبدالرحمن او سپاه سالار غلام حیدرخان څرخي د دغه پاڅون اصلي محرکان وو. امیر د هغوی د حکمران په شان بې تفاوته نه شو پاتې کېدی. دی مجبور و له هغوی سره مرسته وکړي؛ خو ډېر زر یې ځان ترېنه ګوښه کړ او څرګنده یې کړه چې دی له پاڅون او دغو قومونو سره سرو کار نه لري. ده دغه څرګندونه هغه وخت وکړه چې اوازه شوه چې انګرېزان غواړي په افغانستان هم ودانګي. امیر عبدالرحمن خان په دې ډول افغانستان او خپله حکمراني له خطره بچ کړه؛ خو پخپل دغه عمل سره یې خپل وطنوال هم بېګانه او په اوږده موده کې پخپله افغانستان هم ضعیف کړ. ده دغسې خلک له افغانستان څخه بېګانه کړل چې لکه پخوا چې وویل شول، دوی افغانستان ته د ملا د تیر په شان حیثیت لاره؛ نو د دغو قامونو لپاره طبیعي وه چې له امیر څخه شکایت وکړي، لکه چط یې وکړ او ویې ویل چې کله انګرېزانو د دوی په ملک ودانګل امیر بې تفاوتي غوره کړه او دوی یې د پیسو په مقابل کې په انګرېزانو خرڅ کړل. امیر په یوې رسالې کې چې په اصل کې یې د انګرېزانو لپاره خپره کړې وه، په ځواب کې وویل چې کله چې تاسې پاڅېدلی له ماسره مو سلا ونه کړه؛ نو اوس تاسې له مانه د ګیلې حق نه لری. امیر وروسته له دې چې د انګرېزانو په برابر کې یې د امیر شیرعلي خان سیاست چې په پای کې د هغه د کورنۍ د سقوط سبب شو، توضیح کړ، ویې ویل چې داسې فکر ونه کړئ چې زه به د امیر شېرعلي خان غوندې احمق اوسم چې ستاسې په خاطر به نور خپه کړم”. خو امیر نه غوښتل چې خپل دغه قومونه بېګانه کړي، نو یې وویل چې “که اوس هم تاسې زما خبره او امر ومنی زه به که خدای کول له انګرېزانو سره ستاسې لانجه په قانع کوونکي ډول فیصله کړم”.

د قومونو دغه ستر پاڅون، نظامي عملیاتو او د هغو لګښتونو انګرېزان هم محطاط وګرځول چې نور دغه قومونه او امیر ونه پاروي. د دوی یو لوړ رتبه مامور په دغه الفاظو هدایت ورکړ چې “سرحدي مامورانو ته ووایي چې له مخکې تګ نه نور لاس واخلي او د امیر د بدګمانۍ باعث نشي. پخوا له دې چې موږ هڅه وکړو دغه قومونه تر خپلې قبضې لاندې راولو، ښه به دا وي چې انتظار وباسو چې امیر وفات شي. زما په فکر موږ به په انتظار ایستلو سره څه شی له لاس ورنه کړو”.

په پای کې به ووایم چې د دې لپاره چې د هندوستان انګلیس حاکمان خپله هندي مستعمره له احتمالي خطر نه بچ کړي، دوی امیر عبدالرحمن خان او د هغه جانشینان پخپلو وطنوالو باندې له خبل طبیعي حاکمیت څخه محروم کړل. په دې امید چې په هغوی باندې به دوی د فارورډ پالیسي تطبیق کړي او حاکمیت به پرې وکړي؛ خو دوی سره له دې چې په مستعمراتي چارو کې پوهه او تجربه لرله او د وخت ستر نظامي قدرت و، پخپل مقصد ونه رسېدل، سره له دې هم دوی له ټینګار نه لاس وانه خیست، خو که دوی د خپل فارورډپالیسۍ په تطبیق کولو کې له ټینګار نه لاس وانه خیست، دغه پښتني قومونه هم له خپلې خپلواکۍ نه تېر نه شول. انګرېزان د دې لپاره چې دغه سر کښه او خپلواک قومونه لاندې کړي، د امیر له مرګ نه وروسته یې د دوی په سیمو کې یو وخت بل وخت لښکر کښي وکړې، په مقابل کې پښتنو هم په دوی بریدونه وکړل او حتی ټولی ټولی یې د دوی لاس لاندې ارامو سیمو باندې هم ودانګل او د مېړانې داستانونه او قیصې یې جوړې کړې. د خپلواکۍ د ساتلو په اړ کې د دوی کارنامې د نړۍ د سترو کارنامو په ډله کې حسابیږي. دا ټول د دې باعث شول چې په دوی کې د انګرېزي استعمار ضد احساس عام او قوي شي چې تلپاتې انار شي، محلي او بین المللي کړکېچ د هغه عمده عناصر ګرځېدلي دي. شاید بل هیڅ قوم د انګرېزي استعمار په مقابل کې په دغسې دوام لرونکي او مېړانې سره مقاومت نه وي کړی. د ډیورنډ د تړون او کرښې نه پیدا لانجه تر اوسه هم موجوده ده.

Share

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.