Search
Close this search box.
Publications: Articles

پښتانه په جامعه کې

سان دییګو-اګست ۹- ۱۹۹۱ز

پښتانه د سیمې د زیاترو نورو قومونو په شان، د زرګونو کلونو تاریخ لري؛ خو دوی په پخوانیو مهالونو کې د غیر پښتني قومونو د لیکوالو له خوا ثبت شوي هغه هم په غیر منسجم او متشتت ډول دوی پخپله د اسلام نه د مخه دورونو کې د خپل تاریخ په باب دقیقې او منظمې لیکنې نه لري. حتی پښتو د ژبې په حیث په لرغونو مهالونو کې نه ده څېړله شوې، که څه هم پښتو ډېره پخوانۍ ژبه ده او اوږد تاریخ لري.

هغه تألیفونه چې پښتانه پکښې نسبتاً په منظم ډول بیان شوي دي، په اسلامي دورو پورې تعلق لري، لکه د ابوالفضل اکبر نامه، د سلیمان ماکو، تاریخ اولیاء او پڼه خزانه، د پښتنو په باب ډېر عمده مأخذ د مخزن افغاني په نامه د ملا نعمت الله اثر دی چې د اوولسمې عیسوي پېړۍ په سر کې تألیف شوی دی. وروسته د پښتني قومونو شجرې په حیات افغاني نوي کتاب کې به تفصیل سره بیان شوې دي؛ خو دغه ټولې لیکنې د عنعنوي روایتونو مجموعې دي، په ثقه تاریخي شواهدو بنا نه دي.

همدغه سبب دی چې هغه د نورو څیزونو په جلمه کې د مذهبي ذهنیت تر تأثیر لاندې لیکل شوي دي. پکښې ویل شوي چې پښتانه د افغانه یا تألوت، یا سال پاچا اولاده ده؛ خو دغه روایت په دې سم نه دی چې د دوی ژبه یانې پښتو د هندو اروپایي د لویې ډلې یوه څانګه ده، نه د سامي ډلې چې عربي ژبه یې یوه برخه ده. په بل عبارت د پښتو د ژبې د پښتو د ژبې ویونکي یانې پښتانه د اریایي نیکونو اولاد کېدلی شي، نه د سامي نیکونو. په هر حال د همدغو عنعنوي روایتونو له مخې قیس بن عبدالرشید درې زامن لرل، په نامه د سړبن، غرښت او بټن (Batan) یا بېټن (Bitan) خو دغه عمده ډله د پښتنو یواځنۍ ډله نه وه؛ نورې ډلې پښتانه هم موجود وو.

د پښتنو سترې ډلې چې په لیکونو کې راغلي او خېلونه ترېنه جوړ شوي او تر اوسه پاتې دي، سرخ بون، خرشبون، بیټن، غرغښت او  کړن (Karran) دي.

ممکنه نه ده چې یو څوک د پښتنو ټول خېلونه او څانګې چې تر کورنۍ پورې رسېږي وشمېرلی شي. دا چې د دوی خېلونه له حساب نه وتلي، هم د دوی د قومي ممیراتو او هم د پښتنو ژبې د خاصیت له امله ده. په پښتنو کې دا رواج دی چې د هر نومیالي پښتون له نامه څخه وروسته د «خېل» یا «زوی» «زي» لاحقه اضافه کېږي او په دې ډول یوه نوې پښه، ګنډه یا حتی قوم جوړېږي له محمد څخه محمدزوی یا محمدزی او له سلیمان څخه سلیمان خېل. په اوس وختونو کې په تېره په ښارونو کې یانې چېرته چې قومي خصوصیت ضعیف شوی یا له مېنځه تللی وي، د «خېل» او «زي» په ځای تخلصونه راوړل کېږي، لکه سراج، ضیایي، طرزي، نایبي او نور.

په هر حال د پورته یادو شویو قومونو عمده، نه ټول خېلونه دا دي:

له شرخ بون څخه شیړاني، ترین، میانه، بړېڅ او اورمړ هسک شوي. د دغو خېلونو ډېر نومیالي، ترین دي چې په اودال، تورترین او سپین ترین وېشل شوي دي او دال چې احمدشاه ابدالي د دراني په نامه یاد کړل په دوو برخو وېشل شوي: زیرک او پنج پا. زیرک یې الکوزي، پوپل زي، اڅکزي او بارکزي دي. سدوزي د پوپل زیو او محمدزي د بارکزو پښې دي له دغو دواړو پښو څخه پاچایان او امیران هسک شوي چې د هغو ډېر نومیالی احمدشاه دراني، د معاصر افغانستان او د دراني امپراتورۍ موسس دی.

په پنج پا کې ماکو، خوګیاڼي، اسحق زي، نور زي او الیزي شامل دي.

د خرشبون په غټ وېش کې دغه خېلونه شامل دي: کاسي، زمنډ، کنډ او خاخي یا خاشي. له کاسي څخه شنوار، له زمنډ څخه د کاسور قومونه، له کنډ څخه د غوري یا غوریاخېل، مهمند، خلیل او څمکني او له خاخي څخه تر کلاني، ګیګیاني، یوسفزي او د منډن قومونه هسک شوي دي.

د بیټن له غټ وېش څخه ورسپون (Warspun) کاجن (Kadjin)‌ او د بي بي متو اولاد پاتې دی. د بي بي متو یا ماټي قومونو څخه سرواني، لودي او غلزي راوتلي دي. په دوی کې لودیان او غلزیان نامتو وختل. لودیانو په څوارلسمې پېړۍ کې په هندوستان کې امپراتوري جوړه کړه چې وروسته بابر په ۱۵۲۵ کې نسکوره کړه، لودیانو تر هغه وروسته ورو ورو خپله ژبه او قومي عادتونه هېر کړل او تر زیاته حده د هندوستان په خلکو کې حل شول.

غلزیان د روایاتو له مخې په دوو لویو پښو وېشل شوي چې یوه یې برهان یا بولر او بله یې توران یا تولر ده. د دوی غرفي خېلونه سلیمان خېل، هوتک، توخي، اندړ، تره کي، ناصر او خروټي دي. د هوتک له وېش نه حاجي میرویس بابا هسک شوی چې د اتلسمې پېړۍ په سر کې یې کندهار د صفویانو له لاس برسۍ نه ازاد کړو او په دې ډول یې په معاصر افغانستان کې د ملي خپلواک دولت تاداو کېښود. وروسته د هغه زوی شاه محمود د پارس صفوي امپراتوري ړنګه کړه.

د غرښت په لوی وېش کې مانډو، بابي او ډنې (Danay) شامل دي. د ډنې خېلونه کاکړ، ناغر، پاني او داوي دي.

په پای کې کړن په لوی وېش کې کودي او کاخي (Kakhay) شامل دي. په کودي کې دلازاک، وردګ، ورکزي او د منګل قومونه شامل دي. په کاخي کې اپریدي، خټک، ځدراڼ، اتمانخېل، خوګیاڼي، ځاځي او توري راځي. د دوی فرعي وېشونه داړي، بنوچي او خوستوال دي.

پښتانه اوس د ایران له خراسان یانې مشهد نه د شمالي هندوستان تر هوارو پورې چېرته په ګڼ چېرته په ننګړي ډول چېرته سوچه او چېرته په اوښتي شکل اباد دي. دوی د دغې پراخې سیمې په څنډو او ښاري مرکزونو کې تر دې حده د نورو قومونو تر تأثیر لاندې تللي دي چې حتی خپله ژبه او پښتونولي یې هم لږ و ډېر له یاده ایستلي. د دغې سیمې په مېنځنیو برخو په تېره په ازادو قبایلو کې پښتونولي او پښتو پخپل قوت کې پاتې ده.

د پښتنو لویه ممیزه پښتو یا پښتونولي ده چې اجزا یې داد دي: مېلمستیا، ننواتي، بدل، مېړانه، ننګ، غیرت، ناموس، پېغور او ایمانداري. له دې سره جوخت د پښتنو یو بل غټ خصوصیت تربوري، سیالي او دښمني ګاني دي. په دې ډول په دوی کې هم د پیوستون او هم د بېلتون خصوصیات په قوت موجود دي. که له یوې خوا مشترک نسب، مشترک تاریخ، مشترکه ژبه او مشترکه پښتونولۍ دوی سرهر متحد کوي او یو خور ملت ترېنه جوړوي، له بلې خوا تربوري، سیالي، ګوندیماري او هډماتي چې د هغو نتیجې موقتي یا پرله پسې دښمني ګانې او حتی جنګونه کېږي، دوی په ډله ییز ډول سره دښمن ګرځوي.

له همدې امله په دوی کې قوي ډینامزم لیده کېږي؛ خو په دغه ډینامزم کې که د ورانونې هڅه د ودانونې په هڅې غالبه نه ده په قوت سره خو موجوده ده.

سره له دې چې په دوی کې کشالې د جرګه مارو له خوا په جرګو او مرکو سره هوارېږي او وراني او هډماتي له مېنځه وړل کېږي، په دوی کې انتقام او بدل اخیستلو احساس دغومره قوي دی چې په دوی کې عمومي پیوستون یا لوی پیوستون ناممکن کوي. ګمان نه کېږي چې دوی پخپل ډېر اوږده تاریخ کې چا سره یو موټی کړي وي.

د دوی د یو موټي کېدو به هکله د شېرشاه سوري او احمدشاه دراني او میرویس نیکه بریالۍ هڅې اوس افسانې ښکاري. د پښتنو په ځینو قومونو کې د سر له کسانو څخه ډېر یې په دښمنو او تربوریو کې وژل شوي او لږ یې په طبیقي مرګ سره مړه شوي دي. په خوګیاڼیو کې د امیر امان الله خان له دورې څخه وروسته د روسانو تر یرغل پورې د پنځوسو کلونو په اوږدو کې د ملک قیس او ملک محمد جان د خېلونو ترمېنځ دښمنۍ کې (۱۵۰) کسان وژل شوي دي؛ سربېره پر دې په اوس وختونو کې د پښتنو په تعلیم یافتګانو کې د باندینو ایډیالوجي ګانو په نفوذ سره پښتو او پښتونولۍ له مېنځه تللې او دوی له خپلو ولسونو څخه بېګانه شوي دي.

Share

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.