د مۍ اتمه، ۲۰۰۶
پښتو د شعر به ده. هغه څوک چې دغه ټکي ته اول ځیر شوی هغه شاید شاعر پیر محمد کاروان وي چې دغه مفهوم یې د پښتو تر عنوان لاندي په دغه شعر کې انځور کړی:
ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
دغه شعر هم د پښتو د ډیرو نورو شعرونو په شان پر مینې څرخېږي؛ خو د کاروان مینه له له پښتو سره ده. دلیل به ئې هم داوي چې دا په اصل کې پښتو ده چې هغه ته یې د دې توان ورکړی چې دغسې وغږیږي. پښتو په واقع کې هر پښتون او هرې پښتنې ته چې هغه ئې له اول نه خپله کړې وي د شاعر کیدو توان ورکوي .له همدې امله به وي چې ویل کیږي هر پښتون په ځوانۍ کې شاعر وي.
لنډۍ چې پښتو ئې شاید بې جوړې ژبه ګرزولې وي په شاعر کیدلو کې اساسي ونډه لري. هر هغه چا چې د لومړي ځل له پاره د لنډۍ فارمول ایستلی د نورو د پاره ئې د شاعر کیدو ور پرانیستلې دی. له همدې امله ده چې نن ورځ لنډۍ د اسمان د ستورو په شان بیشماره دي. دغسې پښتانه به اوس د ګوتو په شمار وي چې په ځوانۍ کې ئې لنډۍ او د نامتو سندرغاړي سید علم په شان «یکه زار» په جګ آوآز نه وي ویلي. لنډۍ زیاتره د مینې په اړه دي او مینه خو هغه جذبه ده چې بې له هغې نه ژوند پیکه وي. د مینې کومه لنډۍ چې ما د لومړي ځل د پاره په لغمان اوریدلې شاید دا وي :
پاس په اسمان کې ګړه زهار شو
چاویل ملوک دی د بدرۍ سلام ته ځینه
د لوړ تخیل لنډۍ هم په پښتو کې لږې نه دي چې دغه دوه ئې د پښتنو د ګوګوش شکیلا ناز هسوونکي اوآز کې سره غبرګې شوي :
د جانان سترګې مې یادیږي
په خوب کې وینم چې ګیلې راته کوینه
دا بله لنډۍ ئې سوچه مبالغه ده؛ خو له لوړ تخیل نه پکې کار اخیستل شوی دی :
د پسرلي علامې راغلې
په هره پوله کې بنګړي مات شوي دینه
لنډۍ مونږ ته دا هم ښيي چې پښتو د ولس ملګرې ده او له دربار سره ئې جوړه نه ده. له دې امله به وي چې په پښتو کې غوړه مالي ځای نه لري. د ملنګ جان په ترانو کې چې که څه هم دی د ربار ته منلی و د غوړه مالې څرک نه شته، دا ځکه چې د ملنګ جان مینه له ولس سره، له پښتونستان سره او له پښتو سره وه. داسې هم په بلې سطح کې وتلي شاعران عبدالروف بینوا او ګل پاچا الفت در واخلئ چې که څه هم لوړو رسمي مقامونو ته رسیدلي وو، غوړه مالي ئې نه ده کړې او انتباهي، اجتماعي او انتقادي شعرونه ئې ویلي دي.
له همدی امله به وي چې هیڅ پښتون شاعر تر اوسه د ملک الشعرا په لقب نه دی ویاړل شوي؛ خو د پښتنو حتی لوی شاعران هم په لاپو وهلو کې شاید جوړه ونه لري.
د دوی دغه احساس شاید له ولس سره د دوی د نږدې والي له امله وي. امیر کروړ ته غوږ شئ:
زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نشته
په هندو سند و پر تخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته، له ما اتل نشته
خوشحال خټک چې دنړۍ په کچه شاعر تیر شوی هم په دې برخه کې پټون نه دی پاتې:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم
رحمان بابا سره له دې چې یو صوفي او اخلاقي شاعر و هم لاپې وهلې. د ده دغه لاپه بربنډه او زیږه ده:
خوشالا او دولتا مې غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم
یادښت: دغه لیکنه ما د امریکې د کلفورنیا ایالت په فریمان کې په هغې مشاعرې کې لوستلې وه چې د افغان کلتوري ټولنې له خوا د مارچ په میاشت کې د افغانستان د نوي کال په مناسبت شوې وه. افغان کلتوري ټولنه هرکال د ننګرهار د نارنج ګل په څیر د مشاعرې دغسې غونډې کوي.