۱۴ سپتمبر ۱۹۹۴م
محمدحسن کاکړ
د سویس نامتو تاریخ پوه جکوب برکخارت (Jacob Borckhrdt) وایي: «موږ اوسني او پخواني هغه کسان ستر ګڼو چې د هغوی کارنامې زموږ فردي شته والی تر تاثیر لاندې راولي او د هغو له ژوندانه نه غیر موږ د خپل شته والي تصور نه شو کولی».
څنګه چې افغانستان یو لرغونی یانې د زرګونو کالونو هېواد دی، ستر کسان یې ډېر لرلي دي؛ نو ځکه د افغانانو ثقافت شتمن دی. که څه هم دوی په عصري تمدن او ساینس او ټکنالوژۍ کې وروسته پاتې شوي دي، دغسې سترو کسانو په خاص ډول په نظامي، سیاسي او اجتماعي ساحو کې خپلې کارنامې، ویناوې او په مجموع کې د خپلو لوړو شخصیتونو میراثونه موږ ته پرې ایښي دي؛ خو اوس موږ د شوروي له یرغل نه وروسته په سیاسي خالیګاه کې ژوند کوو.
په دغه دوره کې هم دننه په افغانستان او هم د باندې په مهاجرو افغانانو کې د سر کسان ترور شوي او نیست شوي، سره له دې هم موږ د ملي قاید په نه لرلو سره د حقارت عقیده نه لرو. برعکس موږ د خپل غني سیاسي او نظامي ثقافت په برکت امید لرو چې یوه ورځ به د جکوب برکخارت د تعریف له مخې کوم مشر یا مشران هسک شي.
په افغانستان کې په سیاسي او نظامي ډګرونو کې وتلي مشران لږ نه وو. شېرشاه سوري چې انګرېزي ویونکې نړۍ کې د ځنګله د زمري په نامه یادېږي په شپاړسمې پېړۍ کې په هندوستان کې اسلامي دولت جوړ کړ. د ده دولت دومره بنیادي و چې وروسته د مغلي امپراتورانو له پاره سرمشق شو. د شېرشاه کارنامه په دې ډول د هندوستان د خلکو په ژوندن باندې د پېړیو پېړیو په اوږدو کې موثره وه. د همدغې پېړۍ په پای کې بایزید انصاري، مشهور په پیر روښان، د مغلو پر ضد یو تحریک مېنځته راوست. بایزید ولسي پرګنې په دغسې اصولو جلب کړې چې د هغه په فکر د هغه د پیروانو لپاره ګټور وو، لکه د شریعت له رعایت څخه خلاصون، یوازې د پیر د امر اطاعت او د بل چا نه، د غیر روښانیانو د اموالو ضبط او په افغانستان او هندوستان باندې د واکمنۍ چلول.
روښانیان د مغلي امپراتورۍ پر ضد هغه وخت پاڅېدل چې هغه د جلال الدین اکبر، جهان ګیر او شاه جهان په مشرۍ په لوړه هسکه کې وه. د میا روښان له مرګ نه وروسته د ده زامنو چې هر یوه یې ځان د پښتنو پاچا اعلان کړی و، د پاڅون بیرغ رپانده وساته. جلال الدین روښان، وروسته له دې چې ټول مشر وروڼه یې په مبارزو کې له لاسه ورکړي وو، په څوارلس کلنۍ کې د پلار په مسند کښېناست. جلال الدین روښان د نړۍ د ډېرو فعالو مشرانو په ډله کې راځي. پیروان یې له کابل نه تر پېښور پورې فعال وو. یوازې یوسف زی ۲۳ ځله د مغلو پر ضد ولاړ شول. روښانیانو په مختلفو وختونو کې پېښور محاصره کړ او له کابل او غزني څخه یې مغلي حاکمان وشړل؛ خو په پای کې دوی ټول ناکام شول. په بله پېړۍ کې خوشحال خان خټک هسک شو او پخپلو مبارزو او حماسي او ملي اشعارو سره یې مغلي امپراتوري ولړزوله. ده پښتانه یو ملت وباله او نېشنلستي نارې یې پورته کړې، لکه چې د ده له دغه بیت څخه ښکاري:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
د خوشحال خان په وخت کې یوسفزي، مومند او اپریدي د مغلو د حاکمیت پر ضد تر پخوا لا ټینګ ودرېدل او د وروستي قومونو د اېمل خان او دریاخان په مشرۍ وجنګېدل. اېمل خان ذاتاً جنرال و، د پاچایۍ اعلان یې وکړ، پخپل نامه یې سکه ووهله او ټول پښتانه قومونه یې د ملي تحریک له پاره وبلل، څلور کاله یې له کابل نه تر پېښور پورې د مقاومت بیرغ هسک وساته او مغلي امپراتور اورزنګ زېب یې پرې نه ښود چې د پښتنو په مقابل کې پرمختګ وکړي. پښتنو د مغلو ډېر پوځونه په شا ووهل او له ملک څخه یې ووېستل. اما اورنګ زېب پښتنو ته د سوغاتونو، معاشونو او جاګیرو په ورکولو او د داخلي ازادۍ په منلو سره په دې موفق شو چې دغه تحریک غلی کړي.
وروسته په کندهار کې ستر کسان هسک شول او هغه تحریک یې له سره ونیو، کوم چې روښانیانو او نورو په شرقي پښتونخوا کې پیل کړی و؛ دوی په مقصد ورسېدل.
میرویس هوتک د اتلسمې پېړۍ په پیل کې د افغان واکمنۍ د بیا خپلولو له پاره د صفویانو په مقابل کې ودرېد، کندهار تر دې وخته پوره د صفوي امپراتورۍ یوه برخه وه او اصفهان د دغې امپراتورۍ مرکز و. میرویس هوتک هم په تدبیري او هم په نظامي زور سره ګرګین خان، د صفویانو نایب الحکومه په کال ۱۷۰۹ کې له مېنځه یوړو او د صفویانو نورې لښکرې یې تارومار کړې. کندهار یې د صفویانو له قبضې څخه ازاد کړ، بیا یې د قوم لویان مخاطب کړل: «ډېر وخت کېږي چې د پارس خلک د انصاف او عدالت له پولو څخه اوښتي او زموږ ولس او عزت یې په رنګ رنګ ټپي کړی دی». ده د صفویانو یوه حاکم ته څرګنده کړه چې «په یقین پوه شه چې د انتقام اخستلو وخت رارسېدلی او غیرتمن افغانان د پارس خلکو ته د جزا ورکولو لپاره د خدای تعالی غوره شوي وسایل دي. زموږ تورې اوس اېستل شوې او تر هغو چې ستاسې پاچا له تخت څخه کوز نه کړی شي او هېواد مو لاندې نه شي، هغه به ونه پوښلې شي. مېرویس خان تر خپل مرګ پورې په ۱۷۱۷ کې کندهار د یوه واکمن په حیث اداره کړ؛ خو ټول افغانستان د ده په وخت کې خپلواک نه شو، خو دی بې له شکه څخه د افغانستان د واکمنۍ مخکښ و. د راتلونکو لپاره د خپلواکۍ د تکمیلونو د لارې مشعل وګرځېد. ټول تاریخي منابع دی د یوه ستر شخص په حیث ستایي. د ده کارنامو د دده د زوی، شاه محمود هوتک په کړو کې انعکاس وکړ. شاه محمود په ۱۷۲۲ کې د پښتنو، بلوڅو او هزاره ګانو په مرسته د خپل پلار په وصیت سره صفوي امپراتوري ړنګه کړه. اصفهان یې له نهو میاشتو کلابند څخه وروسته ونیو او د صفوي امپراتور تسلیمي یې ومنله. شاه محمود دغه وخت شل کلن و؛ خو دی درې کاله وروسته د خپل قدرت په هسکه کې په عصبي رنځ اخته شو او افغاني لویانو د ده د تره زوی، شاه اشرف هوتک په پاچايۍ غوره کړ. په شاه اشرف کې د شاه محمود جنرالۍ او د میرویس مدبري یو ځای شوې وه. د پارس خلک یې د نرم سیاست په غوره کولو سره دلاسا کړل او له هغه وروسته یې په کال ۱۷۲۶ کې د عثماني ترکیې اویا زره متجاویز پوځ د احمد پاشا په مشرۍ پخپل واړه پوځ سره چې ټول شمېر یې دوه دېرش زره و، مات کړ او به دې ډول یې پارس له خارجي خطر څخه بچ کړ؛ خو څنګه چې ده ته له کندهار څخه چې هلته د شاه محمود ورور شاه حسین هوتک واکمن و، د تربورۍ په سبب ملاتړ ونه رسېد، شاه اشرف د نارد شاه افشار په مقابل کې په ۱۷۲۹ کې مات او وروسته ته په بلوچستان کې تلف شو.
په معاصر افغانستان کې احمدشاه دراني هغه واکمن دی چې د هغه شخصیت او کارنامې د افغانانو په ملي او فردي ژوندانه باندې تر هر بل واکمن څخه لا دوام لرونکې او لا اغېزمنې ثابتې شوې دي. د ده نفوذ د ده د کارنامو له لارې د افغان نسلونو ته تر نن ورځې پورې را نقل شوي دي. موږ ته د ده ستر میراثونه دا دي:
۱- خپلواک افغانستان
وروسته له دې چې احمدشاه دراني په کال ۱۷۴۷ کې د کندهار د شیرسرخ په جرګه کې واکمن غوره شو، هېواد یې له امو نه تر اباسینده پورې د مغلو، صفویانو او ازبکانو له تصرف نه وایست. دغه ستر کار ده په لږو انساني تلفاتو سر ته ورسوه. د جلوس په اول کال کې یې غزني، کابل او پېښور تر اټکه پورې بې له نظامي مقابلې څخه ازاد او پنجاب لاندې کړ.
۲- امپراتوري فغانستان
احمدشاه دراني په لس ځله لښکر کشیو سره په پای کې افغانستان په امپراتورۍ بدل کړ. په دې مانا چې کشمیر، پنجاب، سند، بلوچستان او پارسي خراسان یې د مشهد په شمول د افغانستان تابع وګرځول، په داسې حال کې چې سلطان محمود غزنوي اسلام د هند په لویه وچه کې رایج کړ، احمدشاه دراني اسلام هلته د راهسکېدونکو مرهټه هندوانو له خطر څخه بچ کړ. په نتیجه کې ده زموږ په پېړۍ کې د پاکستان د اسلامي دولت د جوړېدو لپاره ډګر هوار کړ. د هندوستان مسلمانان د احمدشاه دراني دومره احسانمن شول چې دی یې د مغلو په طرز د شاهنشاه په نامه یاد کړ.
۳- دولتي نظم
احمدشاه دراني دننه په وطن کې د خپلواک دولت نظم مینځته راوست چې په سر کې یې خپله د پاچا په حیث مقام غوره کړ. ده دولت یوازې د یوه قوم لپاره منحصر نه کړ، په داسې حال کې چې د دراني خېلونو مشران یې د سردارانو په نامه د نظامي او ملکي چارو مشران کړل او د خپل قوم نوم یې له ابدالي څخه دراني ته واړاوه. د حکومت چارې یې د غیر دراني قومونو ته وسپارلې. منظم پوځ یې له غیر دراني قومونو یانې قزلباشانو څخه جوړ و، دري یې د دفتر ژبه کړه او دري ویونکو افغانان دفتري ماموران شول. د دغې موضوع په هکله مورخ میرغلام محمد غبار لیکي: «افغان ها در عمل احمدشاه را عادلتر از قوم یافتند و دیدند که اشخاص با کفایت بدون تبعیض از لحاظ نژاد و دین و مذهب در امور دولت شریک هستند مثلا والیان مقتدر احمدشاه در قلمرو او اینها بودند. در ولایت هرات درویش خان هزاره، در ولایت نیشاپور عباس قلی خان بیات، در ولایت قلات اشرف خان غلجایی، در شکارپور دوست محمد خان کاکړ، در ولایت مشهد شهرخ افشار، در ولایت کشمیر خواجه عبدالله خواجه زاده، در پتیاله امیرسنګه سیک، در ولایت بلوچستان نصیر خان بلوچ، در پنجاب زین خان مهمند، در ولایت سند نورمحمد ملقب به شهنواز خان، در دیره اسماعل موسی خان، در ولایت ملتان شجاع خان ابدای، در پایتخت افغانستان هم رئیس دارالانشای احمدشاه، میرزاهادی خان قزلباش، مستوفی دیوان اعلی میرزاعلی رضاخان قزلباش وخزانه دار کل هم یک نفر هندی بنام یوسف علی ملقب به التفات خان بودند.»
۴- ایالتي اداره
احمدشاه دراني د ولایتونو اداره قومي او ولسي مشرانو او خانانو ته پرېښودله او عمالو یې د هغوی په داخلي چارو کې ګوتې نه وهلې؛ مګر هغه وخت چې امنیت به ګډوډ شو کورنیو، خېلونو او قومونو د عرف او عادت له مخې خپلې چارې په مخ بېولې او به دې ډول د جامعې بیخکي واحدونه د افرادو په شمول د حکومت له مداخلو څخه ازاد وو.
۵- پاچا
احمدشاه دراني دغسې شخص و چې دولتي قدرت ونه شو کولی دی مستبد او پخپل سر کړي. د پاچا او شاهنشاه په حیث یې هم د یوه عادي انسان په شان ژوند کاوه. غبار لیکي: «احمدشاه را بواسطه خدمت و اخلاق و تقوای شخصی او پدر میخواند، غازی خطاب میکردند. زیرا احمدشاه تنها پادشاهی بود که در افغانتسان تاج برسری نمی نهاد، دستار می بست و چپن و موزه میپوشید و عوض تخت بر زمین مفروش می نشست و مستقیما با مرد در تماس میشد. با تواضح و پیشانی کشاده، سخن میزد، در حل و حمل قضایا انصاف را مد نظر میگرفت و در عین حال از قوانینی که خود گذاشته بود جدا پیروی مینمود. احمدشاه در طول سلطنت خود به عیاشی و تجمل نه پرداخت و حریص نبود و در برابر اهالی کشور متواضع و ملایم بود» احمدشاه د نړۍ له هغو واکمنو څخه دی چې په پنځه ویشت کلنۍ واکمنۍ کې یې یوازې د جنګ په ډګر کې وژل شوي دي. په نورو وختو کې د ده په امر څوک له ژوند نه محروم شوي نه دي. دغسې امپراتور به د نړۍ په سطح کې هم لږ وي.
د ده له مرګ نه څه باندې نیم قرن وروسته د ده امپراتوري ړنګه شوه اما د ده په عمده میراثونو کې د ازادۍ، خپلواکۍ، واکمنۍ او سیاسي نظام مفاهیم د افغانستان ولس د ژوندانه اجزا ګرځېدلې دي. د همدغو میراثونو په سبب ده چې افغانان تر اوسه هم ده ته په قدر ګوري او د بابا په نامه یې یادوي، که څه هم دی په پنځه ویشت کلنۍ کې پاچا او په پخه ځوانۍ یانې پنځوس کلنۍ کې وفات شو.