دسمبر ۲۰۰۶
محترم پیرمحمد باوري له مانه وغوښتل چې د ده د یوه بې مثاله اثر په اړه یو څه ولیکم. دغه اثر د خندا په نامه د ټوکو ټکالو دریم ټوک دی چې د لوستونکي په لاس کې دی. دا په دغه لړ کې د پښتنو د ټوکو ټکالو درېیمه ټولګه ده چې ده راټول کړي او خپاره کړي دي. ما د ده د خندا دویم ټوک لوستی چې په کال ۲۰۰۴ کې یې په کوټه کې چاپ او خپور کړی دی.
تر هغه ځایه چې ماته معلومه ده، ښاغلی باوري لومړی پښتون دی چې په دغه نوښت یې لاس پورې کړی دی. د یوه ولس ټوکې ټکالې او له ظرافت نه ډکې ویناوې ټولول او بیا په هغه ډول چې په ولس کې ویلې کیږي، لیکل او خپرول اسان کار نه دی. خلک په ټوکو ټکالو کې د ژوندانه په هر اړخ ګړیږي او په ویلو کې یې خنډ او قید نه مني. په رښتیا هم څنګه چې د هغو ویونکي، د لنډیو د ویونکو په شان مشخص نه وي، دغه ویناوې ازادې، رښتیا، انتقادي او خوندورې وي؛ نو دغسې ویناوې د یوه ولس رښتیاني معرف کېدلی شي، خو د هغو ټولول او خپرول هغسې اسان نه وي، لکه ویل یې چې وي.
لومړۍ ستونزه د هغو ټولول دي. یو څوک باید د هغو له ټولو سره د زړه مینه ولري چې ټولولو ته یې وهڅوي. که یو څوک د هغو له ټولولو سره مینه هم ولري، پخپله ټولول یې یو ستونزناک کار دی. هر ولس ټوکې ټکالې لري، په تېره هغه ولس چې تاریخ یې اوږد او کلتور یې شتمن وي، لکه د افغان ولس او په هغو کې پښتانه؛ نو د ټوکو ټولولو یوه پروسه کیږي چې پای نه لري. ښاغلي باوري اوس په دغې پروسې پیل کړی دی. باور دی چې له ده سره به داسې ټوکې ډېرې وي چې خپرول به یې اوس مصلحت نه ګڼي، ځکه زموږ کلتور هغومره چې شتمن دی، هغومره ځپونکی هم دی؛ نو ښاغلي باوري به انتخاب کړی وي.
څنګه چې ټوکې د ژوندانه د هر اړخ او داسې هم د ښځو، نارینه، ملایانو، پیرانو، زامنو، پلارونو او نورو په اړه وي او په عمومي ډول د یوه ولس د ذهني، فکري او تخیلي خوا او د ژوند سطحه انعکاس کوي؛ نو یو ځپونکی کلتور لکه د پښتنو، یې نه مني چې ټول هغه څه چې خلک یې پخپلو کې په پوره ازادۍ سره وایي، ټولنې ته په لیکلې بڼه وړاندې شي. له همدې امله ده چې په موږ پښتنو کې د وینا او لیکنې ترمنځ توپير ډېر او ژور دی او لیکوالان هغه څه په لیکلو کې وړاندې کوي چې ولس یې د هضمولو توان لري. هیڅ پښتون، نه هیڅ افغان تر اوسه ټول هغه څه په لیکلي ډول نورو ته نه دي وړاندې کړي چې په دماغ کې یې دي. له همدې امله به وي چې د افغانانو پېژندل یو ډېر ګران کار دی او موږ خیال کوو چې یو بل سره پېژنو. دغه حال به له بده مرغه تر هغو وي یا تر ډېره حده پورې تر هغو وي چې پښتانه د زغم او فکري ازادۍ خاوندان شي او یو څوک چې په ښه نیت څه وايي او لیکي، تر پوښتنې لاندې ونه نیول شي؛ خو په هغه حال کې چې قانون یې تر پښتو لاندې کړی وي.
د ښاغلي باوري د خندا دویم ټوک ماته ګټور و، فکر کوم چې دغه ټوک به یې هم ګټور او خندور وي. زه هغه ته ځکه ګټور وایم چې د وګړو په ژبه دغسې څه پکې خوندي شوي دي: «وه سړي تازي ته وویل چې ته ولې هوسۍ نه شې نیولی، داسې ښه ډوډۍ هم خورې او ښه چابک هم یې؟ ده په ځواب کې ورته وویل چې دا په دې خاطر چې زه د بل چا لپاره ځغلم او هوسۍ د ځان لپاره» خوندور په دې دی چې په دغې ټولګې کې هم د ولس د ژوند حال او هم ظرافت شته، لکه په دغې ټوکې کې: «یو سړی کور ته راغی، که ګوري زوی له وچې ډوډۍ سره پیاز او مرچ خوري، پلار یې په نارې کړې چې څه کوې، په یوه ورځ دوه قطغه خورې؟» په دغه ټولګه کې انتقادي فکرونه هم لږ نه دي. «یوه ځوان چې غوښتل یې د یوه ډاکتر له لور سره کوزده وکړي، ډاکتر پوښتنه ورڅخه وکړه.
ــــــــ کله کله دروغ وایې؟
ــــــــ نه هیڅ کله نه.
ـــــــــ تر اوسه د څو ځله غلا کړې ده؟
ـــــــــ غلا مې نه ده کړې.
ـــــــــ څوک دې وژلي دي؟
ـــــــــ هلک ورخطا شو او ورته یې وویل: نه صاحب! زه خو ډاکتر نه یم.»
یا دا چې:
«د تاریخ معلم له شاګرد څخه پوښتنه وکړه: احمدشاه بابا څنګه پادشاه و؟
شاګرد په هیڅ شي نه پوهېده، نو ویې ویل: ماته مې پلار نصیحت کړی چې په مړو پسې خبرې ونه کړې.»
زه د ښاغلي باوري دغه نوښت ته په درنه سترګه ګورم او ورنه هیله کوم چې هغه ته دوام ورکړي، تر څو د هغه په دغه زیار سره زموږ د ولس د وګړو فکري، ذهني او ظرافتي استعداد او شتمني په کلمو کې خوندي وي او لوستونکي یې په لوستلو سره خوښ او له ده نه مشکور وي.
په درنښت