تاریخي سیاسي لیکنه
افغانستان یو لرغونی هېواد دی. پاکستان ۶۰ کاله د مخه له هندوستان نه د انګریزانو په وتلو او د هندوستان په وېشلو سره جوړ شو. پښتونستان به جوړیږي. په دغو موضوع ګانو باندې دلته په لنډ ډول بحث کیږي.
افغانستان اول له اباسین نه تر غزني او کندهار پورې هېواد و. دغه هېواد په یو څه توپیر سره پخوا ګندهارا، د هیرودوت پکتیک (Pactyic) او د پښتنو پښتونخوا نومېده. په دغه هېواد کې پښتانه او نور واړه قومونه له لرغونې زمانې نه را په دې خوا پراته وو او ځینو یې کډوالي هم پکې کوله. د ستر احمدشاه په وخت کې هغه له اباسین نه تر امو پورې هېواد شو. د احمدشاه د زوی او لمسیانو په واکمنۍ کې د افغانستان پایتخت په اوړي کې کابل او په ژمي کې پېښور و؛ خو د محمدزیو د واکمنۍ په سر کې پېښور په کال ۱۸۳۳ کې سیکانو ته او په کال ۱۸۴۹ کې انګریزانو ته په لاس ورغی. انګریزانو د خپل وړاندې تګ په لار کې په داسې حال کې چې له افغانانو نه یې دننه په افغانستان کې دوه ځلې سخته ماتې خوړلې وه. په کال ۱۸۹۳ کې یې په امیر عبدالرحمن باندې د ډیورنډ توافق لیک تحمیل کړ. په کال ۱۸۹۷ کې د ډیورنډ د کرښې د په نښه کولو کار پای ته ورسېد چې د هغه له مخې د کرښې ختیځه خوا سیمه د هندوستان او لویدیځه غاړه یې د افغانستان د نفوذ ساحې وبلل شوې؛ خو دغه کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله (Boundary) نه وه. په بله ژبه هغه سیمه چې د برتانوي هند د حکومت د نفوس لاندې ګڼل شوې وه، د هغه د حاکمیت او ادارې لاندې نه وه. د هغې زیاتره برخه خپلواکه وه او پخوا پشان د مشرانو او جرګو له لارې اداره کېدله. یواځې د افغانانو د حاکمیت لاس ترې لنډ شوی و.
ټول هندوستان د انګرېزانو تر لاس لاندې مستعمره و؛ خو د ډیورنډ د کرښې ځتیځه خوا سیمه چې د هغو د نفوذ ساحه شوه او کلونه وروسته ازاد پښتونستان وبلل شوه، له هندوستان نه د انګرېزانو تر وتلو پورې په دغه ډول خپلواکه وه چې د هندوستان بله هیڅ برخه هغسې خپلواکه نه وه، سره له دې چې انګرېزانو پکې ډېر نظامي عملیات وکړل او یو ځل یې وزیرستان ته څلویښت زره عسکر ورواستول. انګرېزانو په کال ۱۹۰۱ کې دغې خپلواکې سیمې ته دغسې مستعمراتي شکل ورکړ چې د هندوستان بلې برخې هغسې شکل نه درلود چې وروسته به یې بیان وشي. پاکستان په داسې حال کې چې نورې سیمې د ۱۹۷۳ کال د اساسي قانون له مخې اداره کوي، د پښتو له دغو سیمو سره اوس هم هغسې چلند کوي چې انګرېزانو کاوه.
پاکستان پخپله خاوره کې ځان د برتانوي حکومت ځای ناستی یا وارث ګڼي، نه یو نوی دولت، که د پاکستان دغه ادعا سمه هم وي، بیا نو هغه سیمې چې د ډیورنډ د توافق لیک له مخې د برتانوي هند د نفوذ په ساحې کې ګڼل شوې وې، د پاکستان تر حاکمیت لاندې نه راځي، ځکه چې هغه د انګرېزانو تر نېغ حاکمیت لاندې وې او انګرېزانو د هغو لپاره بېل طرز غوره کړی و.
برتانوي هند د لارډ کرزن په وخت کې په کال ۱۹۰۱ کې دغه پراخه سیمه شمال لویدیځ سرحد وبلله چې عام نوم یې د سرحد صوبه شوه. انګرېزانو ددغې سیمې تر خپل حاکمیت لاندې برخه د پېښور په ګډون کراره او آرامه (Settled) ضلع یا علاقه او بله یې قومي علاقه یا ایجنسي ګانې وبللې چې اوس په شمېر اووه دي. دواړه برخې یې د مرکزي حکومت ترلاس لاندې وښوولې چې د سرحد ایالت د ګورنر تر ادارې لاندې به وي. کراره برخه به یې د هغه تر نېغ حاکمیت لاندې وي او بله یې په غیر مستقیم ډول. په داسې حال کې چې وروستۍ به خپلواکه وي او د ځایي ملکانو او جرګو له لارې به یې چارې تر سره کیږي. حکومت به یواځې د ضرورت په وخت کې هلته عملیات کوي او پوځ به یې لیرې په چوڼیو کې دېره وي. پاکستان د محمد علي جناح په وخت کې همدغه ترتیب وساته، خو پوځ یې پکې دېره نه کړ او د هغه پر ځای یې د انګرېزانو د استعماري طرحې پر تطبیق لنګر واچاوه چې د سرحد د جزا قانون یې اساس و. د دغه قانون له مخې چې هغه هم په کال ۱۹۰۱ کې اېستل شوی و، د صوبه سرحد ګورنر په هرې قومي ایجنسۍ کې یو سیاسي ایجنټ لري او هه ته دغسې واک ورکړل شوی چې لکه یو مطلق زورواک وي. دی اختیار لري چې د کوم جرم په بدل کې یو قوم په دې نامه چې “دښمن” یا “غیر دوست” شوی په اقتصادي لحاظ محاصره کړي، په ټول قوم باندې جریمه حواله کړي او یو څوک د کلونو لپاره له محاکمې پرته بندي کړي. دی دا واک هم لري چې مدني او جرمي قضیې هغسې جرګې ته وړاندې کړي چې غړي یې پخپله ده غوره کړي وي.” دا او دغسې نورې ډېرې حاکمانه او ظالمانه توري هسې د کاغذ پر مخ تش حکمونه، نه دي. د بارنت روبین او ابوبکر صدیق د لیکنې له مخې سیاسي ایجنټ “په وزیرستان کې د ۲۰۰۳ ــ ۲۰۰۶ کلونو د بحران په بهیر کې له دغو ټولو مقررونه کار اخیستی دی.” دغه ډول جزاګانې نه یوازې د ټولو بشري حقوقي منشورونو، بلکې پخپله د پاکستان د اساسي قانون پر خلاف هم دي چې وایي هر هغه قانون یا رواج لغو دی چې اساسي حقونه نقض کوي. پاکستان په ایجنسي ګانو یا ازاد پښتونستان ځکه زورواکي کوي چې د انګریزي حکومت په شان دوی هم دغه سیمه مستعمره ګڼي. د بین المللي بحران ډلې په یوې اوږدې څېړنیزې لیکنې کې ویل شوي چې اوس قبایلي علاقه په رسمي ډول د پاکستان یوه برخه ده؛ خو هغه هغسې مستعمرې ته ورته ده چې خلک یې د دغسې قانونو او اداري ترتیبونو لاندې ژوند کوي چې د هېواد له نورو برخو نه یې بېله کړې ده. له همدې لامله ده چې ددغې سیمې خلک له اساسي حقونو څخه محروم دي. هیڅ سیاسي ګوند، خیریه موسسه یا مدني ټولنه پکې فعالیت نه شي کولی. د هغه برعکس افراطي مذهبیان آزاد دي چې هلته تبلیغ او مبارزه وکړي. په نتیجه کې دغسې مذهبیانو وروسته له هغه چې په کال ۱۹۹۶ کې د رایې حق ورکړل شو، انتخابات دوی وګټل. په زیاته اندازه د پاکستان ددغه سیاست او چلند له لامله وه چې قبایلي علاقه په پاکستان کې د خوارو او بېرته پاتې علاقو له ډلې نه ده او د بېسوادۍ اندازه یې د هغه تر هرې بلې سیمې نه لوړه ده.
د پاکستان حکومت د سرحد له سیمې سره چې څه باندې اووه میلونه نفوس لري، ولې د مستعمرې په شان چلند کوي؟ ددغې پوښتنې یو ځواب به دا وي: د پاکستان اړیکې له اول نه له پښتنو سره خړې وې. دا رښتیا ده چې د پېښور شاوخوا پښتانه تر ډېره حده پورې په پاکستان کې ننوتلي، خو د پښتنو نامتو مشر خان عبدالغفار خان یې له خپلو ملګرو سره څو ځلې بندي کړی و. د وروستیو لومړنۍ ادعا د پښتونستان خپلواکي وه او وروسته یې په پاکستان کې دننه خپلواکي غوښتله. غفارخان تر ډېره حده د پاکستان مخالف و چې وصیت یې وکړ چې مړی یې په افغانستان کې ښخ شي. د پښتنو په سرحدي سیمو په تېره په وزیرستان او اپریدو کې د پښتونستان غورځنګ روان و. د ایپي فقیر تر مرګه پورې د پښتونستان لپاره مبارزه او له پاکستان سره مخالفت کاوه. دا ځکه چې پاکستان د ملي حاکمیت په مانا د پښتون نېشنلزم مخالف و او دی او د مغولي حکومت په شان کوښښ کوي د ملایانو او ورحانیانو له لارې یې وځپي. د بین المللي بحران ډله لیکي چې پاکستان په ښکاره په افغانستان کې تر خپل نفوس لاندې د اسلامستي پښتنو ملاتړ کړی. ددې لپاره چې هم دننه پخپل حدود کې له پښتون نېشنلزم سره مقابله وکړي او هم خپل ګاونډي (افغانستان) باندې نفوذ ولري. دغه ډله دا وایي چې: “په همدغې قرینې کې پاکستان د سرحدي سیمې لپاره یو جلا ترتیب ورکړی چې د برتانوي هند په شان له هغو قومونو نه چې د پولې په اوږدو کې پراته دي، د افغانستان د مقابلې په مقابل کې او په افغانستان کې د مداخلې لپاره ترېنه د حایلې سیمې په شان استفاده وکړي”. بارنت روبین او ابوبکر صدیق لا وایي چې پاکستان “حتی په افغان کډوالو کې پان اسلامزم په فعال ډول پیاوړی کړ او په سرحدي سیمه کې یې د پاکستان له اسلامستي ګوندونو سره مالي مرستې کړې وې”. همدغه سبب دی چې نن ورځ په سرحدي سیمې کې عصري پوهنه ډېره ضعیفه او د هغه پرعکس د مدرسې پوهنه ډېره پیاوړې ده. په نتنیجه کې د هغې په خلکو باندې د ملایانو او اسلامستي ګوندونو نفوذ تر هر بل وخت نه ډېر سوی دی.
ای، ایس، ای تر خپل نفوذ لاندې ملایان، طالبانو او خپلو معاش خورو نه د خپل سیاسي هدف لپاره کار اخلي چې هغه په افغانستان کې د خپل ستراتیجیکي ژورتیا پلان لپاره ډګر هوارول دي. د ستراتیجیکي ژورتیا پلان د پاکستان هغه نظامي پلان دی چې د هغه له مخې افغانستان د نولسمې پېړۍ په دوهمې نیمایي کې د برتانوي هند د نفوذ سیمه ګرځول شوې وه. په داسې حال کې چې د برتانوي هند حکومت د افغانستان له لارې د تزاري روسیې د احتمالي یرغل د دفع لپاره افغانستان تر خپل نفوذ لاندې نیول و، پاکستاني نظامیان غواړي په پاکستان باندې د هند د احتمالي یرغل د دفع لپاره افغانستان تر دې حده پورې د خپل نفوذ سیمه وګرځوي چې د هند د یرغل په وخت کې خپل پوځونه هلته په شا کړي او بیا له هغه ځایه ګوریلایي جنګونه پیل کړي. دې لپاره يې باید پښتو نېشنلزم د ملایانو، روحانیانو، پیرانو او اسلامستي تنظیمونو له لارې ځپلی دی.
پاکستان ته د هند لخوا خطر لکه برتانوي هند ته د روسیې خطر د وېرې زېږنده دی. پاکستاني نظامیانو د دغې وېرې له لامله د ستراتیجیکه ژورتیا پلان ایستلی، لکه هسې چې انګریزانو د روسیې له ویرې د هند د دفاع لپاره پلان ایستلی و او په هغه باندې یې د عملي سرحد نوم ایښی و. پاکستاني نظامیانو دغه پلان په افغانستان باندې د شوروي له یرغل نه وروسته وایست. د بارنت روبین او ابوبکر صدیق په ژبه: “…پاکستان اول په شوروي ضد مجاهدانو او بیا له طالبانو سره له خپل ملاتړ نه په دغه ډول کار واخیست چې یقیني کړي چې له هند سره د جنګ په حال کې به افغانستان د پاکستان ملا وتړي او له خپلې خاورې او فضا نه به استفاده ور ته میسره کړي”. د پاکستاني نظامیانو په تېره د ای، ایس، ای د جنرالانو په فکر د افغانستان بیرته پاتې ساتل د ستراتیجیکي ژورتیا د پلان یوه برخه ده، نو د دوی په فکر افغانستان باید د پښتو لپاره اصلي مرز نه وي، لکه د ستر احمد شاه له وخت نه وروسته چې و. دا چې د افغان د ملي مقاومت په دوره کې د افغانستان ابادۍ د ښوونځیو په ګډون د ای، اېس، ای په دستور ورانېدلې، د همدغه ستراتیجیکي ژورتیا د پلان له مخې باید وسوځي”. همدغسې هم وشول، دا چې په اسلامي تنظیمي دوره کې کابل وران او اټکل شپېته زره اوسېدونکي یې تلف شول، په اصل کې د همدغه ستراتیجیکي پلان له امله و. صدراعظم نواز شریف د پېښور په غونډه کې (اپرېل ۱۹۹۲) دغسې یو تجویز د اسلامي تنظیمونو په مشرانو ومانه چې د هغه له مخې د افغانستان حکومت د دوی له تنظیمونو نه جوړ شو او حکومت سمدلاسه دغسې لږه کي اسلامي تنظیم ته په لاس ورکړل شو چې حتی په کابل کې یې هم امنیت ټینګ نه کړای شو. په داسې حال کې چې د نوازشریف په تجویز سره د افغان منظم او په عصري وسلو سمبال پوځ ړنګ شوی و. په دغسې ګډوډ حال کې بله دغسې قوه نه وه چې امنیت ټینګ کړي. دا په دغسې حال کې و چې د جهاد په نزدې لس کلنې مودې کې په پېښور او کوټه کې ډېر افغانان دموکراتان، نېشنلستان، قومي مشران او هغه افغانان چې د مشرۍ او حکومت کولو صفتونه یې لرل، د ای، اېس ای په دستور او همکاري د افغان اسلامستي تنظیمونو له خوا ترور شوي یانې وژل شوي وو. ترور شوي نږدې ټول پښتانه وو.
د همدغه ستراتیجیکي ژورتیا پلان له امله و چې د بې نظیر بوټو، نوازشریف او د پرویز مشرف په سروالۍ حکومتونه په طالبانو ټینګ ودرېدل، که څه هم نږدې ټوله نړۍ د طالبانو مخالفه وه او ملګرو ملتونو بندیزونه هم پرې باندې لګولي وو. پاکستان هغه وخت له طالبانو نه لاس واخیست چې امریکا پرې را دمخه شوه. پروېز مشرف دغه کار په اصل کې د امریکې له ویرې او هم له هغې نه د پیسو او وسلو د ترلاسه کولو لپاره وکړ، لکه چې پاکستان پخپل لنډ عمر کې ډېر ځله همدغسې کړي دي، خو د پاکستان دغه لاس اخیستنه موقتي وه او وروسته له هغه چې د ترورېزم د ځپلو په ملګر تیا کې یې له امریکې نه ډېرې وسلې او پیسې ترلاسه کړې او په دې پوه شو چې افغانستان بیرته ودانیږي او پیاوړی کیږي، افراطي او تر نفوذ لاندې طالبان یې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره ولمسول او په حرکت یې راوستل. ددغسې خلکو د ورانۍ لړۍ روانه ده او شاید تر ډېره وخته پورې روانه وي. د پېښو له دغې لنډې سروې نه وروسته اوس د تبصرو وار دی.
څنګه چې پاکستان په اصل کې د اسلام په نامه جوړ شوی او ملي پيوستون یې سست دی، سروالان یې تل د هغه د امنیت د خوندي کولو په فکر کې دي چې د ستراتیجیکه ژورتیا پلان د هغه څرګنده بېلګه ده. اصلي بېلګه یې ډېر غټ نظامي پوځ او ترڅنګ یې د ای، اېس ای نظامي اداره ده چې د ډګروال محمد یوسف په قول په سیمه کې ساری نه لري. د همدغه غټ پوځ له امله ده چې د پاکستان لنډ عمر کې نظامیانو څلور ځله حکومت کړی دی. همدغو نظامي حکومتونو ای، اېس، ای دومره پياوړی کړی چې هغه زیاتره وخت پخپل سر د حکومت د سیاست پرخلاف هم عمل کوي. د پیټرټامسن د وینا له مخې د ای، اېس، ای مشر جنرال محمود په کال ۲۰۰۱ کې سره له دې چې د پاکستان سروال پرویز مشرف د طالبانو پر خلاف له امریکې سره همکاري اعلام کړې وه، طالبانو ته له کوټې نه کندهار ته وسلې او مهمات استول. پاکستان چې د شوروي یرغل په وخت کې د مجاهدانو خوا نیولې وه، دغه کار یې په اصل کې د خپل امنیت لپاره کړی و. پاکستان چې هغه وخت تجرید و، د شوروي له تهدید او تر هغه لا مهم د ځان په مقابل کې د شوروي ــ هند له همکاري نه په وېره کې و. دغه موضوع مولف فریدرک ګربري پخپل کتاب “پاکستان او د افغانستان جګړه” کې بیان کړې ده.
د پاکستان مطلب دا هم و چې له شوروي نه وروسته افغانستان کې په اسلامي بڼه کې یو لاسپوڅي حکومت په پښو دروي. جنرال ضیاالحق په هماغه وخت کې مولف سلیګ هري سن ته ویلي و، چې: “موږ د دې حق ترلاسه کړی چې هلته (یانې په افغانستان کې) به یو دوست حکومت ولرو. موږ د جبهې د مخکې کرښې دولت په شان خطر ومنو او موږ به پرې نه ږدو چې وضع د پخوا په شان وي چې هلته به د شوروي هند نفوذ او زموږ په خاوره باندې ادعا وي. دا به یو رښتیانی اسلامي دولت وي، د پان اسلامي یوه برخه چې یوه ورځ به د شوروي اتحاد مسلمانان ځان ته جذب کړي”. جنرال اختر عبدالرحمن هم دغه جنګ “د ستراتیجیکي بیا صف جوړولو” لپاره دغسې یوه لار وګڼله چې په هغې سره به افغانستان او پاکستان د هند پر خلاف د پان – اسلامي بلاک یوه برخه وي چې حکومت به یې د بنسټ پالو ګوندونو په لاس کې وي. په هغه وخت کې د ګلبدین حکمتیار په سروالۍ اسلامي ګوند له خوا هم د پاکستان ـــــ افغانستان د اسلامي کنفډرېشن غږ جګ شوی و.
د پېټرټامسن په نظر ای، اېس، ای اوس هم په افغانستان کې لاسپوڅی حکومت غواړي. دی هم د ډېرو نورو تحلیل ګرو په شان وایي چې د ای، اېس، ای په فکر امریکا په افغانستان کې تر ډېرې مودې نه پاتې کیږي او کله چې له افغانستان نه وځي، بیا به پاکستان دننه په افغانستان کې اسلامستی غورځنګ په واک راولي او هلته به پخپله هغسې نفوذ ولري چې د طالبانو په وخت کې یې لاره. دا چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزی په تېر دسمبر کې په کندهار کې په دې اړه بربنډ وغږېد، بې دلیله نه و. هغه وویل چې: “پاکستان د پخوا په شان نیت لري چې افغانستان خپل غلام کړي”. د همدغه مقصد لپاره به وي چې ای. اېس. ای د افغانستان د بیاروغونې او د هغه د امنیت د ټینګښت له پروګرام سره وران دی. بارنت روبین او ابوبکر صدیق لا وایي چې: “پاکستان او د افغانستان نور ګاونډیان د امریکې په اتکا د دولت ټینګښت د اوږدې مودې لپاره خظر بولي”. په دغه حال کې که د ډیونډ کرښه قانوني هم شي، ای. اېس. ای د خپل ستراتیجیکي ژورتیا پلان نه ترک کوي او هیڅوک ددې تضمین هم نشي کولی.
پاکستان چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کله د اغزن دېوال د درولو او کله د ماین اېښودلو نارې وهي، مطلب یې دا دی چې آزاد پښتونستان د افغانستان او پاکستان ترمېنځ حایل نه وي او افغانستان د دغسې طالبان ډوله مذهبیانو تر نفوذ لاندې وي چې د اسلام په نامه به د پاکستان په خوا دریږي او د ضرورت په وخت کې به د ستراتیجیکه ژورتیا په پلان کې مرستندویان کیږي او په هر حال کې افغانستان به پرې نفوذ نه لري، که څه همه دغه تجویزونه د ډیورنډ د توافق لیک پر خلاف، غیر عملي او د ډیورنډ د کرښې د دواړو خوا خلکو په ضرر دي. اساسي ټکی دا دی چې دغه کرښه د ډېرو قومونو په منځ کې تېره شوې او د وزیرستان د وزیرو ډېر خلک دننه په افغانستان کې د کرکيلې ځمکې لري. د همدغو وجوهو له امله ده چې د ډیورنډ د کرښې درناوی نه د سیمې خلکو او نه د پاکستان یا افغانستان حکومتونو کړی. روبین او صدیق وایي چې: “پاکستان تر افغانستان زیات په عمل کې د بین المللي پولې په توګه د ډيورنډ کرښه تخریب کړې ده”.
د ډیورنډ کرښه له اول سر نه یوازې د نقشې د پاسه کرښه وه او بین المللي پوله نه وه او نه کېدلی شي. حتی پرویز مشرف هم اوس وایي چې: “د ډیورنډ په موجوده کرښې کې به هیڅ بدلون رانه ولي”؛ خو پاکستان کوښښ کوي خپل پوځي حضور هلته ورسوي. پاکستان دوه نیم کاله دمخه د لومړي ځل لپاره همدغسې وکړل، په دې پلمه چې طالبان او د القاعدې وران کاران ونه شي کولی له وزیرستان نه دننه په افغانستان کې ورانی وکړي، لکه چې د افغانستان د حکومت او ایساف مشرانو ویل. په وزیرستان کې یې د اتیا زریز پوځ د دېره کولو په نامه له امريکې نه پرېمانه لوجستیکي اوازم او پیسې ترلاسه کړې، خو په دغه کار سره یې هلته کړکېچ زیات کړ. که څه هم د دغومره ډېرو عسکرو دېره کول هغسې مبالغه وه، لکه چې ایران د طالبانو په وخت کې د افغان ــــ ایران پولې ته نږدې تر دېنه زیات شمیر پوځ په دېره کولو کې مبالغه کړې وه. د پيټرټامسن په قول د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې تر اوو زرو نه ډېرو نه و. په هر حال دغه ټول پوځ چې هر څومره و له دوه نیمو کالو عملیاتو نه وروسته په داسې حال کې چې ۶۰۰ عسکر یې او شاید تر هغو زیات ځایي خلک ووژل شول او بیخي ډېر ورانی وشو او کورونه وران شول، د موافقو له مخې واېستل شو.
لومړنۍ موافقه په جنوبي وزیرستان کې د شکې موافقه وه چې د پوځي افسرانو او مجاهدانو د شورا ترمېنځ په شفاهي ډول د ۲۰۰۴م کال په اپرېل کې وشوه؛ خو هغه زر ماته شوه او پوځي عملیات له سره پیل شول. له هغه وروسته په شمالي وزیرستان کې د پوځ او حکومت پر ضد فعالیتونه ډېر شول او قومي مشرانو دیوې شورا له لارې حکومت کول پیل کړل او د نورو څیزونو په جمله کې یې ۱۵۰ حکومت پلوه کسان له مېنځه یووړل. نظامیانو د ۲۰۰۶ کال په جون کې له شمالي وزیرستان سره هم د سولې موافقه وکړه؛ خو مهمه او نستباً جامعه موافقه هغه وه چې د جمعیت العلما د مشر مولانا فضل الرحمن په منځګړیتوب د همدغه کال د سپټمبر په په پنځمه د سه شنبې په ورځ د پاکستان د سیاسي ایجنټ فخر عالم او د مجاهدو د استازي آزاد خان ترمېنځ د پنځه سوه ځایي مشرانو او حکومتي مامورانو او افسرانو ترمېنځ په ۱۶ مادو کې د شمالي وزیرستان په مرکزي ښار میران شاه کې لاسلیک شوه. د حکومت لوري ومنله چې د مبارزو په مقابل کې به هوایي او ځمکني عملیات دروي، نوې اچولې شوې پوستې به له مېنځه وړي، تاوان رسېدلو ته به تاوان ورکوي او هغه وسلې، مالونه او نور څه چې د عملیاتو په وخت کې ترلاسه شوي، د هغو اصلي خاوندانو ته بیرته ور کوي او مبارزان به ازادوي چې د ارواج له مخې وسله وګرځوي؛ خو سیاسي ایجنټ به د پخوا په شان لانجمنې کشالې د رواج او قانون له مخې هواري. حکومت له بندیانو مبارزانو نه وغوښتل چې له سیمې څخه به وځي، مګر هغوی چې د ټینګو دلیلونو له مخې وتلی نشي؛ خو په داسې حال کې به دوی د دغې موافقې او قانون درناوی کوي. مقابلې خوا ومنله چې نور به په حکومتي تاسیساتو او مامورانو حملې نه کوي، په ګاونډیو کرارو سیمو کې به ورانی نه کوي او په افغانستان کې به څوک وران کارۍ ته نه پرېږدي، خو دوی به د پخوا په شان د شوداګرۍ، نورو معاملو او د خپلوانو د لیدلو لپاره له سرحد نه په اوښتلو کې د رواج او قانون له مخې ازاد وي.
دغه موافقې پخپل نوع کې د پاکستان په تاریخ کې ساری نه لري. پاکستان په هغو سره د وزیرستان خلکو ته په رسمي ډول په سیاسي حېثیت قایل شو، که څه هم د هغو لوړ قوماندان مولانا ګل بهادر او مولوي صادق نور د میران شاه غونډې ته ورنغلل. په داسې حال کې چې له سیاسي ایجنټ فخر عالم نه سربېره د پاکستان د پوځ قوماندان جنرال اظهر علي شاه پکې حاضر و او د صوبه سرحد ګورنر علي محمد جان ورکزي د موافقې تود هرکلی وکړ. ویل کیږي چې د پاکستان حکومت خپلې ژمنې ترسره کړې، مقابلې خوا خپلې ژمنې نه دي ترسره کړې او پاکستان یې دغه کار ته اړ کولی نه شي. که څه هم د اسماعیل خان په قول “داسې ښکاري چې پاکستان د بې رحمه نظامي زور له استعمال نه (وروسته) مبارزانو ته پوره تسلیم شوی وي”. مبارزانو په دوه برخو کې په عمل کې له موافقې نه سرغړولی. یو دا چې له وزیرستان نه وران کاران تر اوسه هم په افغانستان کې ورانی کوي، د ځینو په قول د هغو دغه ورانی لا د میران شاه له موافقې نه وروسته ډېر شوی. بله دا چې د مجاهدانو شورا د پخوا په شان په وزیرستان کې حکومت کاوه. که څه هم په میران شاه کې دوی منلې وه چې له حکومت کولو نه به ډډه کوي.
د میران شاه د موافقې بل غټ ټکی چې له دغې لیکنې سره په نېغه اړه لري، د باکستان له خوا د وزیرستان خلکو ته په ازاد ډول د ډیورنډ له کرښې نه د تېرېدلو را تېرېدلو منل دي. دوی دمخه هم له هغې نه به ازاد ډول تېرېدل او راتېرېدل، خو اوس په دغې موافقې سره پاکستان دغه څه په رسمي ډول ومنل او به دې ډول یې د ډیورنډ کرښه په خپله باطله کړه. د شوروي د یرغل په وخت کې د کرښې باطل توب ټولې نړۍ ته څرګند و. به اصل کې د ډیورنډ د توافق لیک له امله و چې شوروي اتحاد په افغانستان کې دخیل شوو او بیا دغې کرښې د باطل توب په وجه و چې شوروي اتحاد په افغانستان کې په ګونډو شو. همدا اوس هم له دغې کرښې نه هره ورځ اټکل دېرش زره خلک تېریږي او راتېریږي. په تېره د چمن، خېبر، میران شاه او مومنمد له لارو نه؛ نو ویل کیدالی شي چې دغه کرښه په واقعیت کې نشته. دغه واقعیت د وخت په تېریدلو سره نور هم یقیني کیږي، ځکه چې د خلکو په ډېریدلو سره د ژوند اړتیاوې د دغو خلکو ترمېنځ ازاد تګ راتګ او په نتیجه کې ددغې کرښې باطل توب نور هم پیاوړی کوي. په دغه حال کې په قانوني اعلامولو سره د هغه د واقعي کولو په لور کوښښونه لکه چې د مړي د ژوندي کولو لپاره کوښښونه وي. د دغې کرښې قانوني اعلامول عملي ګټه نه لري، بلکې لکه څنګه چې ښاغلي غلام جیلاني ځواک وایي چې په هغه حال کې به د افغانانو غټه برخه او د پښتنو غوڅ اکثریت دومره ټینګ وپاریږي چې شاید یو لوی ملي کړکېچ په پرله پسې ډول رامنځ ته شي. پرته له هغه هم تر هغو چې په افغانستان کې باندني پوځونه پراته وي او افغانستان پوره خپلواک نه وي، حکومت يې دغه کرښه قانوني کولی همه نه شي.
خو د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو ولسونه او په نتیجه کې پاکستان او افغانستان پخپلو کې دغومره ډېر ډول ډول اړیکې لري چې په نړۍ کې به بل دوه هېوادونه دومره سره نږدې او یو په بل متکي نه وي. افغانستان له لارې هند او لویدځې نړۍ ته په لنډ ډول رسیدلی شي. همدا اوس له پاکستان نه اټکل شپېته زره کارګران په افغانستان کې کار کوي او په لکونو افغانان په کوټه او پېښور او د هغو په شاوخوا سیمو کې پراته دي. په دې ډول د افغانستان ابادي په زیاته اندازه په پاکستان او د پاکستان ابادي په ډېره اندازه په افغانستان پورې تړلې ده. څومره چې دواړه هېوادونه له یو بل سره د روغ نیتۍ او مرستې لاسونه ورکړي، په هماغه اندازه د دواړو هېوادونو په ګټه تمامیږي؛ نو د دواړو هېوادونو چارواکو اساي خدمت به دا وي چې د ډیورنډ د کرښې باطل توب ګړندی کړي. په دې ډول چې د هغې د دواړو غاړو خلکو او په اصل کې د دواړو هېوادونو ولسونو ته د کار کولو، سوداګري کولو او نورو معاملو د کولو او په عمومي ډول د یوه بل هېواد ته د ور تللو لپاره قانوني اسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه د کوم ډول اتحادیې بنسټ کیږدي. دا د ټولو علاقمنو د ځایي خلکو او د هغو په استازیتوب سره د عوامي ګوند او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه هم ده. به نزدې تېرې کې چې د ویتنام، یمن او جرمني وېشل شوي هېوادونه بېرته سره یو موټی شوي، د پښتني قومونو سره تږدې کېدل هم طبیعي او د وخت غوښتنه شوې ده.
د پاکستان بل اساسي خدمت به دا وي چې د خلکو په غوښتنه صوبه سرحد پښتونستان یا پښتونخوا ونوموي. د دغې سیمې تشکیل څه باندې یوه پېړۍ دمخه انګریزانو ایستلی او عجبه ده چې هغه تر اوسه هم د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د اتبار وړ دی. تر هغه تریخ واقعیت دا دی چې پاکستان په ازاد پښتونستان یا قومي ایجنسۍ ګانو کې د انګرېزانو د وخت د جزا قانون هم چلوي. سره له دې چې دغه قانون ډېر ظالمانه او د پاکستان د اساسي قانون د اتمې مادې پرخلاف دی چې وایي هر هغه قانون یا رواج باطل دی چې د اساسي قانون د اساسي حقونو منافي وي؛ نو د بین المللي بحران ډلې راپور په حقه وایي چې: “داسې ښکاري چې د مشرف حکومت د استعماري دورې د اداري، قضایي او سیاسي جوړښتونو په ټینګښت باندې ولاړ دی چې دغه سیمه یې د هېواد له نورو برخو څخه بېله کړې او هغه یې د عمل په ډګر کې د قانون له حاکمیت او تمثیلي موسسو نه سوا پخپل سر یو ملک ګرځولې دی” د نورو دلیلونو له مخې هم دغه سیمه په رښتیا هسې چې د بین المللي بحران ډله وایي، د پاکستان له نورو برخو نه بېله ده او د پاکستان حکومت له دغې سیمې او خلکو سره استعماري چلند کوي. په دې حال کې طبیعي ده چې تر څو پاکستان دغه قانونونه او چلند ترک نه کړي، پښتانه به خپل نه کړي.
د شوروي اتحاد له ړنګېدلو او د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو نه وروسته په سیمې کې د ګډې مرستې وخت راغلی؛ خو د پاکستان او افغانستان پخپل منځي اړیکو کې ښه والی نه دی راغلی. سره له دې چې افغانستان د پخوانیو حکومتونو په شان د پښتونستان موضوع ټینګه نیولې نه ده. د دواړو هېوادونو چارواکي مکلف دي چې خپل منځي اړیکې ښې کړي. دوی پخپله ښه پوهیږي چې خپل مېنځي اړیکې د لنډې او اوږدې مودې لپاره په کومو ساحو کې او په څه ډول ښې کړي. سم له لاسه هغو جاري پېښو ته توجه په کار ده چې د دواړو هېوادونو په امنیت اغېزه کوي. د معلومو دلیلونو له مخې پاکستان د هندوستان په مقابل کې حساسیت لري. افغان چارواکو ته ښایي دغه حساسیت تل په نظر کې ولري لکه چې د نورو ګاونډیو هېوادونو حساستونو ته هم باید ځیر وي. له ټولو ګاونډیو هېوادونو او په تېره له پاکستان سره د دوستۍ د اړیکو ساتل دې د افغانستان د سیاست او چلند بنسټ وي. سره له دې چې په سختو کلونو کې هم افغانستان د پاکستان پر ضد عمل نه کړی، له هند سره د جنګ په کلونو همدغسې و. په یوه جنګ کې د افغانستان پاچا پاکستان ته ډاډ ورکړی و چې افغانستان به یې د شا له خوا ونه وهي. سره له دې هم پاکستان په افغانستان کې له دغې ډډې نه اندنېښنه لري. په هر حال، افغان چارواکو ته باید تل په یاد وي چې د همدغسې موضوع په سر په کال ۱۹۷۷ کط د افغان ـــــــ شوروي اړیکې د لومړي ځل لپاره خړې پړې شوې.
د سیمې او افغانستان د امنیت په خوندي کولو کې پاکستان اغېزمن رول لري. له همدې لامله د پاکستان حکومت تر اوسه هم په دغه سیاست ولاړ دی؛ خو ای.اېس.ای وروسته د دغه سیاست پر خلاف عمل وکړ. په دې ډول چې افراطي او تر خپلو وزرو لاندې طالبان یې ولمسول چې په افغانستان کې ورانی وکړي. له بي.بي.سي نه اورېدل شوي چې پرویزمشرف د فبرورۍ په دویمه وویل چې: “د امنیتي ځواکونو بعضو غړو د طالب اورپکو د فعالیتونو په اړه سترګې پټې کړې دی”. ده دا هم وویل چې: “بعضې طالبان له افغانستان څخه پاکستان ته راوړي او دلته د ځان لپاره ملاتړ او فعالین پیدا کوي”. د طالبانو په ورانکارۍ سره اوس د افغانستان په پښتني سیمو کې امنیت خراب دی او په زرګونو ملکي کسان د هغو د ورانکارۍ له امله وژل شوي او داسې نور… دا به ومنل شي چې که د افغانستان مرکزي حکومت پياوړی او د خلکو له ملاتړ نه بهره من وي، وران کاران به هغه هم له پولې نه اخوا وران کاران دننه په افغانستان کې ورانی ونه کړای شي؛ خو افغان حکومت پیاوړی نه دی. سره له دې هم په دې کې شک نشته چې د پولې نه اخوا وران کاران د ای.اېس.ای له هڅونې او مرستې نه پرته په افغانستان کې ورانی کولی نه شي. له بده مرغه ای.اېس.ای د شوروي اتحاد له یرغل نه وروسته به افغانستان کې هغسې ننوتلې ده لکه کې.جي.بي چې له یرغل نه د مخه په افغانستان کې دخیله شوې وه. دا به سادګي وي چې فکر وشي ای.اېس.ای له افغانستان سره دغسې چلند ددې لپاره کوي چې افغانستان د ډیورنډ کرښه نه ده پېژندلې. د ای.اېس.ای دغه چلند په اصل کې د ستراتیجیکي زورتیا د پلان له مخې دی.
د ستراتیجیکي ژورتیا پلان له مخې لکه چې د مخه وویل شول، د ای.اېس.ای مهمه وظیفه دا ده چې پښتون نېشنلزم د ملي حاکمیت په مانا وځپي او د خپلې خوښې اسلامستان پیاوړي او په واک کړي. دا هسې تصادف نه دی چې د افغانستان په پښتني سیمو کې بدامنیتي روانه ده او د بیا رغونې کار په کې سست دی. د دغه پلان له مخې د ډیورنډ د کرښې د دواړو خواوو پښتانه باید بیرته پاتې، ناتوان او د پاکستان تر سیوري لاندې وي. ایران خو ډېر د مخه د پښتنو د سیاسي ناتوان کولو لپاره بډې وهلې، نو د غلام جیلاني ځواک دغه نظر ته ځیر کېدل په کار دي چې وایي د پښتنو پر ضد توطیه روانه ده، که څه هم یا ځکه چې پښتانه په سیمه کې څلوېښت ملیوني غټ قوم دی.
ای.اېس.ای د اسلامستانو به پیاوړي کولو او سیاسي واک ته د هغو په رسولو او د پښتنو په ناتوان کولو کې تر یوه حده بریالی شوی، خو خپله یې هم ضربې وخوړلې. د افغان د مقاومت په دوره کې په دغه سیاست باندې په پراخ ډول عمل وشو، خو نتیجه یې د القاعدې هسکېدل او بې ساری ورانی شو. د افغانانو هغه روغ نېتي د پاکستان په اړه له مېنځه لاړه چې د مقاومت په وخت کې یې ورته لرله. د ای.اېس.ای په دغه سیاست او چلند سره تر زیاتې اندازې اسلامستان په سیمه کې ننوتل او د هغو په ننوتلو سره د دولتي واک ګټلو لپاره دغسې یو نوی رقیب پیدا او پياوړی شو چې نورو سیاسي ډلو په تېره له ملتپالو او ملي، دولت سره په ټکر کې دی. دغه سیاست او چلند د هر مقصد لپاره چې و، سیمه یې ناارامه کړه. دا به سادګي وي چې ای.اېس.ای به دوی تل تر لاس لاندې ولري، تازه مثال یې په جنوبي وزیرستان کې د طالبان ټوله اسلام پالو مثال دی چې د پاکستان د امنیتي پوځونو به مقابل کې یې جهاد اعلام کړ او پاکستان مجبور شو له هغو سره موافقه لاسلیک کړي. بارنت روبین او ابوبکر صدیق وایي چې: “د پاکستان د ملي دولت عملیاتي او ستراتیجیکي نظر د طالبي کیدلو له پان ــ اسلامیزم سره په نېغه ټکر کوي چې غواړي په پاکستان، افغانستان او له هغو نه اخوا هېوادونو کې ټولنه او دولت پوره په بل مخ واړوي، خو دغه نوی واقعیت په پاکستان کې د ځینو له موخو سره پوره تطابق کوي چې غواړي په پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا کې یوه پراخه اسلامستې اتحادیه موجوده وي.” د ملي دولتونو په اوسني عصر کې اسلامستي اتحادیه له خیال نه پرته بل څه نه شي کېدلی. د ملي دولتونو ترمېنځ د سیمه ییزو اتحادیو جوړېدل ممکن دي. د دغه فکر له مخې لکه چې د مخه ورته اشاره وشوه، پاکستان او افغانستان کولی شي چې د کوم ډول اتحاد یې بنسټ کېږدي، خو چې پاکستان په نظر او عمل کې د ستراتیجیکي ژورتیا پلان ترک کړي او د دواړو هېوادونو چارواکي روغ نیتي وښيي.
د پاکستان موسس محمدعلي جناح د افغانستان په اړه روغ نیتي ښوولې وه، لکه چې وروسته پاچامحمدظاهر شاه له هند سره د جنګ په وخت کې پاکستان ته د ورورۍ ډاډینه ورکړې وه. د شوروي د یرغل نه د مخه جنرال ضیاالحق هم د افغانستان په اړه روغ نیتي ښوولې وه. د افغانستان د هغه وخت د سوداګرۍ د وزیر، عبدالقدوس غوربني په وینا ضیاالحق افغانستان ته د کراچۍ په بندر کې د دایمي امتیاز ورکولو وعده ورکړې وه. د الاعاتو او کلتور د وزیر ښاغلي خیال محمدکټوازي په وینا جنرال ضیاالحق په هوانا کې له نور محمد تره کي سره په پنځو مادو کې موافقې ته رسیدلی و چې بیا د حفیظ الله امین په وخت کې د کټوازي په ژبه: “پاکستاني مشرانو دوی ته دا لوظ ورکړ چې نور به د پاکستان له خوا په افغانستان کې یو ډز هم ونه شي”. خو پرچمي شاه محمد دوست چې د باندنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه یې ځان په غوړه مالۍ سره امین ته نږدې کړی و، دغه راز، زر کې.جي.بي ته ورساوه او شوروي اتحاد پخوا له دې چې ضیاالحق او امین دغه موافقه په کابل کې لاسلیک کړي، په افغانستان باندې یرغل وکړ.