د جولای ۱۶مه، ۱۹۹۳
د وفا د خپرونې خبريال پوهاند کاکړ ته لاندې پوښتنې واستولې او هغه له ځوابونو سره موږ ته بېرته واستولې چې موږ يې دلته د درنو لوستونکو له پاره خپروو:
پوښتنه: د احمدشاه دراني د هسکېدو په وخت کې زموږ د هېواد وضع څنگه وه؟
ځواب: د احمدشاه دراني د هسکېدو په وخت کې زموږ د هېواد وضع څرگنده نه ده. دغه موضوع چا تر اوسه څېړلې نه ده. د دغه مهال يوازې د سياسي وضع اساسي کرښې يو څه څرگندې دي.
نادر شاه افشار په (۱۳۳۲) کال کې د هرات ابدالي دولت او په (۱۷۳۸) کې په کندهار کې د هوتکو دولت ړنگ کړ او د همدغه کال په اخر کې يې غزني، کابل او جلال اباد د هند بابري دولت له تصرف څخه وايست. يو بل پوځ يې د زوى په مشرۍ له مرو څخه تر بلخ پورې سيمې هم له ځايي حکم چلوونکو څخه خپلې کړې. په دې ډول په (۱۷۴۷) کې د احمدشاه دراني تر هسکېدو پورې نادر شاه افشار په افغانستان قبضه لرله؛ خو دغه لاس برى نوى او سرسري و. ځايي مشرانو نادرشاه افشار ته ماليات ورکول، خو خپلې سيمې يې د عرش او اسلام له مخې پخپله اداره کولې.
پوښتنه: د شیرسرخ د لویې جرګې په باب تاسې څه نظر لرئ؟
ځواب: افغانستان د جرگو هېواد دى او افغانانو په بحراني وختونو کې لويې جرگې جوړې کړې او کشالې يې پرې هوارې کړې دي. له دې امله لويې جرگې د افغانستانو په ملي ژوندانه کې مهمې ثابتې شوې دي. په جرگو کې د شېرسرخ جرگه تر ټولو اغيزمنه وه. د دغې جرگې په برکت افغانانو د احمدشاه دراني په مشرۍ له خپل ملک څخه باندني نفوذ طرد کړ او هغه يې له آمو نه تر اباسينه پورې يو موټى کړ. سربېره پر دې دوى يوه امپراتوري هم جوړه کړه چې کشمير، شمالي هندوستان ان تر ډهلي پورې او بلوچستان ان د هند تر بحر پورې او خراسان ان تر مشهد پورې په هغه کې شامل وو. دغه امپراتوري د درانيو د امپراتورۍ په نامه يادېده. بل ستر کار چې دوى د شېر سرخ د جرگې په برکت وکړ دا و چې حکومتي تهداب کښېږدي. دوى دغه بنسټ د غومره ټينگ کېښود چې نزدې دوه نيمې پېړۍ په ځاى پاتې شو. د شېر سرخ د جرگې بل غټ ميراث ازادي او خپلواکۍ دي.
د شېر سرخ تر جرگې د مخه پښتانه د هند د بابري مغلو د لاس بري په مقابل کې جنگېدلي او د بايزيد انصاري په مشرۍ يې د روښانيانو خوځښت د شپاړسمې پېړۍ په دوهمې نيمايي کې پيل کړى و. د همدغه خوځښت په وروستي پړاو يانې د اولسمې پېړۍ په اخر کې خوشال خان خټک پاڅېد او د خپلواکۍ د بېرته خپلولو لپاره يې شعري نارې سر کړې او وجنگېد. وروسته د اتلسمې پېړۍ په سر کې په لويديځ کې ابداليانو او هوتکيانو د صفويانو د لاس بري په مقابل کې پاڅېلدل او وروستيو د صفويانو امپراتوري ړنگه کړه او پارس يې هم لاندې کړ، لکه چې احمدشاه دراني وروسته شمالي هند ايل کړ. د همدغو خوځښتونو او په تېره د شېرسرخ د جرگې په برکت په افغانانو کې د ازادۍ او خپلواکۍ نيشې بېخ ونيو. افغانان اوس د يرغلگرو په شړلو او د ازادۍ او خپلواکۍ په ساتلو کې نوم لري.
پوښتنه: احمدشاه افغانستان خپلواک کړ، امپراتوري يې جوړه کړه او حکومتي ټينگ تهداب يې کېښود، د ده د بريالي توبونو علتونه څه وو؟
ځواب: د دغې پوښتنې ځواب شرح غواړي؛ خو تشریح د علتونو یې دلته نه کېږي، د دغو علتونو په باب تر دغو نومونو لاندې په عمومي حکمونو بس یاد شي.
۱- باندنی حال: د احمد شاه دراني د هسکېدو په وخت کې د گاونډيو هېوادونو سياسي اوضاع ټينگه نه وه، د هند مغولي امپراتوري چې امپراتور بابر په (۱۵۲۶) کې د هغه تاداو اې ښى و، مخ په ځوړي وه. د احمد شاه دراني معاصر د هند شاهنشاه ابوالفتح ناصرالدین محمد شاه چې تر اورنگزېب وروسته واکمن شوى، د ټينگې سړى نه و، په کې نادرشاه افشار ته تسليم شوى و. هندوان هم د پېړېو پېړيو لاس لاندې توب نه وروسته د مغولي امپراتورۍ په مقابل کې پاڅېدلي وو او وروسته له دې چې دوى خپل مشر شيواجي خوځولي وو، له دکن يانې د هند له سهيل نه د شمال په لور خوځېدلي او ډيلى يې هم تر فشار لاندې نيولى و. په لويديځ يانې په پارس کې د نادرشاه افشار له مرگ نه وروسته څنگه چې جنگونه پيل شوي وو، مرکزي حکومت نه و، په دې ډول د افغانستان په لويديځ او ختيځ کې نه دا چې ټينگ حکومتونه نه وو، سياسي خلاگانې وې او په دغو خلاگانو کې احمدشاه دراني يرغلونه وکولى شول.
۲- دننی حال: دننه په افغانستان کې لکه چې دمخه وويل شول، د اتلسمې پېړۍ په سر کې ابداليان او هوتکيان خوځېدلي وو، ابداليانو په هرات او هوتکيانو په کندهار کې دولتونه جوړ کړي وو چې وروسته نادرشاه افشار ړنگ کړل. د ابداليانو دولس زره ييز نظامي غونډ چې د ابدالي مشرانو په سروالي د نادرشاه افشار په يرغلونو کې هم په عراق او هم په شمالي هندوستان کې برخه لرله، دغه مشران چې په هغو کې احمدخان ابدالي هم و، په نظامي او حکومتي چارو کې د تجربو خاوندان شوي وو، د گاونډيو هېوادونو له اوضاع څخه باخبر شوي وو. دوى دومره مجرب او پاخه شوي وو چې د نادرشاه افشار تر وژل کېدو وروسته يې پرې کړه وکړه چې بايد ځانله حکومت ولري. دوى زر د مشهد له خبوشان نه، يانې چېرته چې نادرشاه افشار په (۱۷۴۷) کې ووژل شو، کندهار ته ستانه شول او د نوي اباد شوي نادر اباد نوي ښار دننه په نظامي کلا يانې شېرسرخ کې سره جرگه شول او حکومتي تاداو يې کېښود.
۳- ښه تصادف: احمد شاه درا ني له واکمن کېدو وروسته د دولت د تنظيمونو او د پوځ د برابرولو لپاره پېسو او مهماتو ته اړ و؛ خو هغه يې نه لرل او مجبور و له خلکو نه ماليات ټول کړي؛ خو دا سخت کار و. په افغانانو کې واړه زمينداران ډېر او لوى زمينداران لږ وو او زيات شمېر سوداگر او پانگه ور ملي نه وو. اقتصاد اساساً کليوال و او ښاري او ملي اقتصاد په اصل کې موجود نه و. له دغسې خورو ورور او بې شتو خلکو نه د پېسو په لاس راوړل مشکل وو. احمدشاه اندېښمن او له ښې راتلونکې نه په شک کې و. له نېک تصادف نه په همدغه وخت کې له هندوستان څخه د پارس په لور کاروان روان و او د دوو کروړو روپيو په حدود کې يې نغده او جنس يې د مالياتو په نامه نادر شاه افشار ته وړل. احمد شاه دراني هغه ضبط کړل او په هغو سره يې سم دلاسه پوځ تنظيم کړ او د همدغه کال په اکتوبر کې د ختيځ په لور روان شو؛ تر پېښور پورې بې له کوم مانع ورسېد او په پنجاب يې هم د ښه بري سره ودانگل او له ډېرو شتو سره کندهار ته ستون شو. په دې ډول احمد شاه دراني د پېسو او شتو خاوند شو چې په هغو سره يې حکومت جوړ او پوځ تنظيم کړ، بې له دې چې په رعيت باندې درانده ماليات کېږدي، د احمدشاه دراني د برى بل لوى علت د ده شخصيت و چې د هغه په باب به ستاسې د بېل سوال په مقابل کې څه وويل شي.
پوښتنه: د احمدشاه دراني د شخصیت په باب څه وایئ؟
ځواب: درې تاریخ پوهانو عبدالحی حبیبي، میرغلام محمد غبار او ګنداسنګه د احمدشاه بیان په تفصیل سره کړی؛ خو یوه هم د هغه بیوګرافي نه ده لیکلې چې د هغه د ژوند حال پکې څېړل شوی وای، یو څوک باید د ده بیوګرفي ولیکي.
احمدشاه یو بریالی واکمن و، هم په یرغلونو، هم د دولت په جوړولو او هم له رعیت سره د ښه چلند په کولو سره. ښه تصادف هغه ته سمدلاسه شل میلون نقد او جنس په لاس ورکړ؛ خو احمدشاه له هغو نه په ځای استفاده وکړه. احمدشاه دراني د ناردشاه افشار د چلندونو ناظر و، خو پيرو یې نه و. احمدشاه د خپلو کتنو او د خپلکو د عرف او د اسلام له مخې چلندونه غوره کړل. د مثال په ډول نادرشاه افشار به د یوې سیمې حکمران مجبور کړ چې له خپل توان نه زیات مالیات ورکړي. دغسې حکمران مجبور و، په خلکو تعدي وکړي او په نتیجه کې نارامي ګانې پيدا شي. احمدشاه دراني د خپلې ټولنې واکمنۍ په دوره کې چې ۲۵ کاله یې دوام وکړ، دغسې چلند غوره نه کړ، نو ځکه د ده په ضد خلک نه دي پاڅېدلي.
احمدشاه دراني له نادرشاه افشار څخه د پوځ تنظیمول او نظامي عملیات کول زده کړل، خو دی پخپله مبتکر، واقع بین نظامي جنرال و او د ده ابتکاري جنرالي په ټولو لښکرکښیو، په تېره د پاني پت په ستر جنګ کې څرګنده وه. په باندینو نظامي لښکرکښیو کې د ده بریالي توب په هېواد کې دننه په بري هم تمام شو.
احمدشاه حکومت جوړ کړ، ټول ملک یې یو موټی کړ، خو ده دغه کارونه د اجتماعي مقاولو له مخې وکړل چې په هغو کې ولس د خپلو مشرانو له لارې دخیل ګرځول شوی و. په دې ډول حکومت چې به ډېره لږه اندازه یې حکومت کاوه، په خلکو له پاسه په زور نه و تپل شوی، سره له دې هم یو شمېر سرداران د احمدشاه پر ضد جګ شوي خو احمدشاه پخوا له دې چې دوی امنیت ګډوډ کړي، وځپل. احمدشاه د ډېرو واکمنو پر خلاف د ځپلو او نابودولو واکمن نه و، خو زغم یې حد لاره، هغوی یې نه زغمل چې امنیت یې ګډود کاوه.
احمدشاه دراني په شخصي لحاظ د ښه سلوک خاوند و، په اخلاقي، دیني او اجتماعي ارزښتونو معتقد و، همدغه سبب دی چې خلک، دی سره له دې چې په پنځوس کلنۍ کې په (۱۳۷۳) کې مړ، د احمدشاه بابا په نامه یادوي.