Search
Close this search box.
Publications: Articles

د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې لر او بر پښتانه

دغه لیکنه په یو څه بدلون سره له خپل نوي خپاره شوي کتاب نه را اخلم چې نوم یې دی «د افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیکي تاریخ ۱۸۶۳-۱۹۰۱» د مأخذونو له ښودلو نه ډډه کوم.

امير عبدالرحمن چې په کال ۱۸۸۰ کې واکمن شو، د افغانستان د ځينو اطرافي سيمو خانان د افغان-انگليس د دوهم جنگ په نتیجه کې د پخپل سرۍ په حال کې وو، نو امير په اوله درجه دې ته توجه وکړه چې يو ټينگ مرکزي حکومت په پښو ودروي او په ټول افغانستان باندې نېغ حاکميت خپور کړي. په دغه وخت کې د افغانستان باندنۍ اړيکې په شوې موافقې سره د برتانوي هند د حکومت له لارې اجرا کېدلې او په نورو ټولو چارو کې امير پوره خپلواک و، نو امير د خپلې واکمنۍ له پيله په تېره له افغانستان نه د خپل سيال تربور غازي محمد ايوب خان له اېستلو نه وروسته د منظم پوځ د تنظيمولو، د مالياتو او عايداتو د زياتولو او ټولولو او د یاغي سيمو د ايل کولو په مقصد پروگرامونه ايستل او په ټول قوت يې عملي کول.

يو مهم پروگرام دا و چې افغان واکمنلي ان تر پېښوره پورې يقيني کړي، که څه هم ده تر اباسين پورې پښتانه د دين او قومولۍ پر بنسټ خپل گڼل، د دغه مقصد لپاره يې په کال  (۱۸۸۶) کې سپاه سالار غلام حېدر څرخي (يوسفزي) په مشرقي کې په ملکي او پوځي ساحو کې په لوړ اختيار سره د خپل واي سراى په توگه وگوماره. سپاه سالار د شپږو کلونو په مودې کې په شينوارو، خوگياڼيو، مومندو او کونړيانو باندې د حکومت واکمني يقيني کړه او په کال (۱۸۹۲) کې يې خپل لوى پوځ په اسمار کې دېره کړ. په دې مقصد چې باجوړ، دير او سوات هم د حکومت تر نيغې ادارې لاندې راولي. تر دغه وخته پورې حکومت په کرمې، اپريديو او وزيرستان کې هم ښه پرمختگ کړى و او په واڼه کې يې يوه نظامي پوسته هم ځاى پرځاى کړې وه.

د برتانوي هند حکومت د باندنيو چارو وزير سرمارتمر ډيورنډ د دغه پرمختگ له امله اندېښنه ښکاره کړه او ويې ويل چې “موږ له تور غره نه تر وزيرستان پورې د دغه اوږده سرحد په اوږدو کې بد خبرونه ترلاسه کوو، کرمه د امير تر گواښ لاندې ده، اپريديان په لړزنده حال کې دي او د امير ماموران ورته وسلې ورکوي.” بيا نو د (۱۸۹۲) کال په جولاى کې د برتانوي هند حکومت وايسراى لارډلينز ډاون په دغو عبارتونو سره امير ته خبردارى ورکړ “د برتانيې حکومت به ستاسې د افسرانو نور وړاندې تگونه ونه زغمي او نه به تاسې والا حضرت پرېږدي چې نوې پوستې جوړې کړئ يا هغه پوسته پياوړې کړئ چې تاسې يې اوس په وزيرستان کې يا د دغه ملک د سهيل په لور لرئ.” دا هغه وخت و چې د برتانوي هند حکومت د افغانستان له لارې په هند باندې د روسيې د احتمالي يرغل د دفاع لپاره د “علمي سرحد” په نامه يوه طرحه ايستلې وه چې د هغې له مخې د روسيې د يرغل په وخت کې به د افغانستان د هندوکش خوا ته ټول ښارونه په چټکۍ سره نيسي او هغو ته د چټک رسېدلو لپاره بايد د سرحدي سيمو ستراتيجيک ځايونه د دوى په لاس کې وي. دغه ټوله موضوع د ليکوال په کتاب کې په اوږد ډول بيان شوې ده.

په ختيځو يا لرو پښتنو باندې ستر احمد شاه د بر درانيو نوم اېښى و. د سپاه سالار په سروالۍ د افغان پوځ وړاندې تگ د هغو اړيکو په رڼا کې پېژندل کېدلى شي چې بر درانيو له افغانستان سره لرل، لکه چې دمخه وويل شول. امير عبدالرحمن دننه په وطن کې په تېره د ختيځو پښتنو په سيمو کې د نېغ حاکميت خپرولو او پياوړي کولو ته ځير شو. که څه هم دا کار گران و، خو امير ورته منابع، وسيلې او ټينگه اراده لرله. دى پخپله د هغو له سيمو او خلکو سره بلد او اشنا و، له ځينو سره يې لا د کورنۍ او شخصي اړيکې هم لرل. دا چې ده دغه سيمې د حکومت تر نېغې ادارې لاندې راوستلې شوې، په دې کې شک نه شته خو دا کار بې ستونزو هم نه و. د امير شېرعلي خان په واکمنۍ کې او له هغه نه وروسته د روسيې او انگليس امپراتورۍ گانې د افغانستان په لور دمخه راتللې او پوځي افسرانو يې له دېنه ډډه نه کوله چې د افغان افسرانو د وړاندې تگ مخه ونيسي. په دغه حال کې اميرعبدالرحمن دوهم احمد شاه کېدلى نه شو، که څه هم په نظامي مهارت او د تنظيمولو په فن کې له هغه نه کم نه و.

له ټولو اطرافي سيمو نه هغه سيمې چې د افغانستان په ختيځ او سهيل کې پرتې وې، د افغانستان لپاره په خاص ډول مهمې وې. افغانستان د يوه هېواد په توگه له دغې سيمې نه هسک شوى و. له لرغونې دورې نه راوروسته دلته هغه خلک اوسېدل چې نږدې ټول يې پښتانه وو او هغو له ستر احمدشاه سره د افغانستان په جوړولو کې برخه اخيستې وه او ځانونه يې افغانان او د افغانستان تابع گڼل. د همدغه ډول اړيکو له لامله وه چې پښتنو د دغې پراخې سيمې دننه کې مهاجرتونه کړي دي. د بېلګې په ډول له مغولو نه وروسته ديارلسمې پېړۍ کې ځينې قومونه د ابداليانو په گډون له دغې سيمې نه تر کندهار او هرات پورې کوچېدلي دي. په مخامخ لوري کې “د ديارلسمې او شپاړسمې پېړيو ترمېنځ ډېر شمېر پښتني قومونه له افغانستان نه په هغې سيمې کې خپاره شوي او لاندې کړي يې دي چې له اوس مهالي صوبه سرحد ولايت سره سمون کوي”.

په دواړو خواوو د پښتني قومونو ليږد رواج درلود. هر وخت چې پښتانه به د باندنيو تر فشار لاندې راتلل يا به خپله د نويو ملکونو او ورشوگانو په لټه کېدل، په دواړو خواوو به کوچېدل. دوى په اصل کې د “پخواني پاراپاميزاد”، غور، اوکسې يا د سليمان د غرو درو د ځايي او سېدونکيو په توگه له ويدي دورې نه راوروسته دغسې مهاجرتونه کړي دي، خو دغه ختيځ سهيل سيمه يواځې د دوى هستوگنځي نه وو، له دوى سره نور خلک هم اوسېدل. په مېنځنيو پېړيو کې دوى د افغانستان په حدود کې دننه همدغسې کړي دي. افغانستان په دغه وخت کې له اباسين نه تر هلمند پورې غځېدلى هېواد و چې زياتره اوسېدونکي يې پښتانه وو چې په ويداگانو کې په پکتلو  (Paktues)یا پکهتاس (Pakthas) او وروسته د (هیرودوت) له خوا د پکتیک (Pactyic) په نامه یاد شوي دي.

د افغانستان نوم په لومړي سرکې د هغه هېواد لپاره په کارېده چې له اباسين نه تر غزني پورې غځېدلى و او مستونگ يې لوى ښار و او پښتانه پکې اوسېدل. په غالب احتمال دغه هېواد و چې هيرودوت د “پکتيک هېواد” په نامه ياد کړى. هغه دغه هېواد “پاتې هند” شمال ته ښودلى او خلک يې “په هنديانو کې تر ټولو زړور” معرفي کړي چې “د باختريانو په شان” يې ژوند کاوه. همدغه سيمه وروسته د گندهارا برخه وه. د يونان پخوانيو تاريخ پوهانو دغه خلک د (اسواکا) او (اسپه سيو) په نومونو ياد کړي دي.

لکه چې دمخه وويل شول، د خپل وخت افغانستان په زياته اندازه پښتنو په تېره د ختيځو پښتنو په ملگرتوب جوړ کړى دى. وروستيو له ستر احمدشاه سره تر اباسين پورې د افغانستان په جوړولو او د دراني امپراتورۍ په تاسيسولو کې غټه برخه اخيستې وه. له احمدشاه نه وروسته ټولو افغان واکمنو دوى خپل رعيت گنل، نه يواځې له دې امله چې دوى پښلتانه وو، يانې په پښتو، قومولۍ، دين، تاريخ او کلتور کې سره يو وو، له هغو سره يې د هندوستان په لاندې کولو کې ان تر ډهلي پورې ملگرتوب کړى و. سدوزي واکمنو پېښور لا د خپل ژمي پاىتخت گرځولى و.

د اميرعبدالرحمن په نظر اباسين د افغانستان ختيځه پوله وه چې اوسېدونکي يې “د خپل قوم او مذهب خلک گڼل. د دغو اړيکو بهرنۍ نښه دا وه چې د سدوزيو په واکمنۍ کې او تر هغه وروسته افغان واکمنو او داسې هم د هغو د کورنيو نورو غړيو له دغو پښتنو سره خېښي او خپلوي درلوده. د امير عبدالرحمن مور، نيا، دوه ماينې او د ځينو زامنو ښځې يې هم د همدغو پښتنو نه وې. د امير شېرعلي يوه ښځه د قمرجان په نامه د سعادت خان مومند لور وه. سعادت خان د مومندو يو نوميالى خان تېر شوى دى او امير محمد يعقوب او غازي محمد ايوب د هغه ددغې لور زامن او د ده لمسيان وو، خو د افغان واکمنو د ضعف ټکى دا و چې دوى په ختيځو پښتنو باندې په نېغ ډول حکومت نه شو کولى. د امير عبدالرحمن تر وخت پورې حکومتي طرز داسې و چې اطرافي سيمو ته يې داخلي ازادي منلې وه، يا مجبور وو ورته دغسې ازادي ومني. په تېره د ختيځو پښتنو سيمو ته چې خلکو يې پخپلو چارو کې د حکومت نېغ حاکميت ته غاړه نه اېښوده.

په هغه سربېره امير عبدالرحمن د ختيځو پښتنو په اړه تر خپلو پخوانيو (اسلافو) نه په بد حال کې و. د واکمنۍ په سر د خبرو په وخت کې د انگليس سياسي استازي “ليپل گريفن” ورته وويل چې هغه سيمې چې د گندمک د تړون له مخې له افغانستان نه بېلې شوې دي، افغانستان ته به بېرته پرې نه ښوولې شي. امير عبدالرحمن په هغه وخت کې څه ونه ويل، ممکن د دې لپاره چې څه وخت يې خپل حکومت ټينگ کړى وي د سياسي مانورۍ لپاره لار خلاصه وي، لکه چې د مخه وليدل شول د غازي محمد ايوب له شړلو نه وروسته د هېواد په ختيځه برخه کې يې خپل پياوړى او نامتو جنرال غلام حېدر خان څرخي مامور کړ، خو شينوارو ان تر کال  (۱۸۹۲) پورې ټينگ مقاومت وکړ او له لسو کالو ډغرو وهلو نه وروسته حکومت ته تسليم شول. تر همدغه مهاله پورې نور مهم بغاوتونه په وطن کې هم خپل شوي وو. سپاه سالار چې خپل پوځ اسمار ته ورساوه، په دې هيله و چې باجوړ او نورې سيمې به هم لاندې کړي، خو په دغه وخت کې چې د هند برتانوي حکومت په اصطلاح د “علمي سرحد” طرحه تکميله کړې وه. د سپه سالار وړاندې تگ ته خنډ شو او بيا يې د ډيورنډ توافق ليک په امير باندې تحميل کړ. که د هند حکومت د افغانستان د پرمختگ په مخ کې خنډ شوى نه واى، امير عبدالرحمان د سپاه سالار په همت او تدبير سره آن تر پېښور پورې د بر درانيو په سيمو باندې د افغانستان حاکميت خپراوه چې د امير دوست محمد په وخت کې د کابل تر ادارې لاندې وې. د ډيورنډ توافق ليک سره سره امير له نظامي اړخ نه پرته په نورو ساحو کې په بر درانيو کې د پخوا په شان د خپل نفوذ خپرولو ته دوام ور کړ. ډېر هياتونه، وسلې او پیسې يې ور استولې او د جهاد روحيه يې پکې پياوړې کړه وه. له بلې خوا د دغو ټولو قومونو جرگې به په پرله پسې ډول کابل ته تللې او هلته به يې هغه ته د خپل امير په صفت د اطاعت وعدې ور کولې. امير به له دوى سره په نگه پښتو کې غورې کولې، خوږې ترخې به يې ورته ويلې او په دې ډول يې تر مرگه پورې له هغو سره د افغانستان اړيکې ټينگې ساتلې وې.

Share

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.