Search
Close this search box.
Publications: Articles

د ملنګ جان شاعري

د ملي او ولسي شاعر ملنګ جان د مړینې د ۶۳مې کلیزې په مناسبت، د محمدحسن کاکړ له لوري لیکل شوې مقاله چې د ارواښاد پر ژوند، اشعارو او دا چې ولې د ملنګ جان د شعر موضوعات د ولس په ذوق برابر ول او ده ته یې په زړنو کې ځای ورکړ؛ خپروو:

د ملنګ جان شاعري

اكتوبر ١٩٩٤

پوهاند ډاكتر محمد حسن كاكړ

په ننګرهار كې به داسې كسان كم وي چې همدا اوس ملنګ جان ونه پٻژني. ممكن ټولو ته به معلومه نه وي چې د ده اصلي نوم محمد امين و. د بٻسودو د چميار په كلي كې پٻدا شوی، په هلک توب كې يتيم شوی و. د ځوانۍ عمر يې په خوارۍ كې تٻر كړی او تر هغه وخته چې په كابل كې د سردار محمد داود خان په سپارښتنه له يوه ښوونكي نه يې ابتدايي ليک او لوست زده كړل، بٻسٻواد و. دی هغه وخت له خپلې كورنۍ، كلي، سيمې او قام نه د باندې وپٻژندل شو چې د ملنګ جان په نامه يې په شاعرۍ شروع وكړه او ننګرهارييو د هغه اشعار د سندرغاړو، په تٻره د هغه له شاګردانو: طلا محمد، اول مير، ايوب، فقير محمداد او نورو څخه په دٻرو، حجرو، ودونو او د خوښيو په نورو مجلسونو كې واورٻدل. ملنګ جان نور نو چمياری او بٻسودوال نه؛ بلكې ننګرهاری، افغانستانی او پښتونستانی شو؛ خو دی تر ټولو زيات پښتون و، نه يواځې په خټه او تش په نامه لكه ډٻر نور چې دي، بلكې په پښتو او پښتونواله . په دغو حكمونو باندې له دوو لارو څخه پوهٻدل ممكن دي:  د ملنګ جان عمر او د هغه اشعار څنګه چې ملنګ جان اوه دٻرش ( ٣٧ ( كاله د مخه په كال ١٩٥٧ /١٣٣٤ كې د لته بند په غاښ كې د سروٻس د چپه كٻدو په پٻښه كې په پخه ځوانۍ كې تلف شو، د ده همعصران تر اوسه هم ډٻر ژوندي دي او په هغو كې به په تٻره د ده په كلي كې به داسې كسان ډٻر وي چې د ده په باب معلومات ولري. ښايي يو څوک له هغو څخه د ده سوانح وپلټي را ټول او تدوين يې كړي. زه دلته د هغه په باب يواځې خپل انتباهات وړاندې كوم. ما ملنګ جان له نږدې نه نه پٻژانده. د هغه په وخت كې مې بٻسود هم نه وو ليدلی؛ خو د ده اشعار مې په كابل كې د پښتونستان له پروګرام نه او په خپله سيمه، لغمان كې د سندرغاړو له خولو اورٻدلي وو. ملنګ جان په لغمانیانو باندې په خپلو ترانو او سندرو سره دومره موثر شوی و چې بل ولسي شاعر تر هغې اندازې نه و موثر شوی. لغمان په خپله هم ډٻر شاعران او سندرغاړي لرلي دي. استاد عبدالحنان پاخه زنځيربند شعرونه وٻلي دي. بٻسٻواد مامنورا هم شهرونه وٻل او هم يې له سندرغاړو سره په داسې حال كې چې دواړه غوږونه به يې په لاسو نيولي وو، خپلې غزلې اورولې. په سندرغاړو كې ګله‌كي او ځوی يې نوم ايستلی و؛ خو هغومره چې ملنګ جان په خپلو سندرو سره لغمانيان مسحور كړي و، بل هٻڅ چا نه و مسحور كړي. دا ځكه چې لغمانيان د سندرو وٻلو او د هغو د اورٻدلو ډٻر شوقيان دي. په لغمان كې د وطن د ډٻرو نورو سيمو په شان دا يو دود دی چې واده واله په ودونو كې سندرغاړي چې خلک يې شاعران بولي، راغواړي. سندرغاړي د واده په شپه او ورځ د كلي په كوم عام مٻدان كې سندرې وايي. ښځې هم، د ناوې په شمول، په داسې حال كې چې ځانونه يې په ټكريو كې له سره تر پايه پٻچلي وي، مٻدان ته ورڅرمه بامو باندې د زاڼو په شان قطار كښٻني او ساز او سندرې اوري. سندرغاړي، په داسې حال كې چې په سل ګونو انسانان ترٻنه چاپٻر وي، ځانونه د مسابقې په حال كې ويني. د خپل فن، نامه او زوق په خاطر سندرو ته كش وركوي او هغه په داسې جوش او خروش سره وايي چې سٻلانيان زياتره مجذوب كړي. دوی په سندرو كې تاريخي قصې، مذهبي روايتونه او اجتماعي، عشقي او جنګي احساسات د محلي شاعرانو په اشعارو كې چې ډول ډول فورمونه لري په زړه راښكونكو آوازونو كې وړاندې كوي. په دې ډول دوی او په اصل كې محلي شاعران د ولسي خلكو د ذهن، فكر او شخصيت په رغولو كې اثر لري. د سندرو انعكاسات شاعران نور هم شعر وٻلو ته هڅوي او په دې ډول د دوی او د ولس تر مٻنځ عضوي او نه شليدونكی پٻوند پٻدا شي. ملنګ جان لغمانيانو باندې ځكه ګران شو چې هغه په اول سر كې د لغمان سندرغاړي مجذوب كړل او ورستيو د هغه سندرې د لغمانيانو زړونو ته ورسولې؛ خو د ملنګ جان د پٻژندنې اصلي منبع د ده اشعار دي. لكه چې د مخه ووٻل شول دی زيات عمر بٻسواد و او د ژوندانه په وروستيو كالونو كې په ليک او لوست دومره بلد شو چې خپل اشعار يې لوستلی او ليكلی شول، نو د ده جهان ليد، نه كتابي و او نه يې اشعار د شكل له مخې په دقيقو شعري اصولو بنا وو؛ بلكې هغه د شكل او محتوا له مخې محلي او ولسي وو. پاخه هم نه و، خو روان او طبيعي و، كه څه هم عشقي اشعار يې تر نورو نه پاخه او له خيال نه ډک و، لكه دا لاندې څو بیته:

ته د ناز په خوب ويده وې ما ژړل

 ته بې غمه اسوده وې ما ژړل

ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله وه

 ته په مخ ترې ازموده وې ما ژړل

 ما درخواست د يوې خولې درځنې وكړ

 راته ښكاري ازرده وې ما ژړل

 وچ بالښت زما په اوښكو باندې لوند شو

 ته په ناز كې پرورده وې ما ژړل

 دا زما ملنګ جان برخه كړٻدل دي

 ته له نازه پرخنده وې ما ژړل

خو د ملنګ جان د اشعارو غټه برخه هغه موضوع ګانې تشكيلوي چې په ولسي خلكو كې ولې لري. ملنګ جان دغه موضوعات هضم او خپل كړل. بيا يې له خپل احساس او درک سره يو ځای د ولس په ژبه خارجي شكل ورته وركړ او ولس ته يې وړاندې كړل. په دې حساب څنګه چې دغه موضوعات په اصل كې له ولس نه ولاړ شوي وو، په ولس ښه ولګيدل او ولس هم د هغو او هم د خپل شاعر قدر وكړ . پنځمه لسيزه چې په افغانستان كې د آزادۍ او د دموكراسۍ په وږمې پٻل شوې او په اوږدو كې يې د پښتونستان موضوع توده وه، ملنګ جان يې وهڅوه چې په خلكو كې د جاري او ژونديو موضوعاتو يعنې د ننګ، غٻرت، پٻغور، آزادۍ، تورې، پښتو، پښتونوالی، نيكونو، وطن، پښتونخوا او پښتونستان چغې په خپلو سندرو كې د سهار بلبلې په شان پورته كړې. دغه چغې، په تٻره د پښتونستان چغه، ملنګ جان په خپلو ترانو او د ننګرهار سندرغاړو په خپلو آوازونو سره تودې وساتلې. د پښتونستان په هلكه د ملنګ جان چغې د رسمي تبليغاتو تر چغو نه زياتې تودې او اغٻزمنې دي. ننګرهاريان البته د پښتونستان د موضوع په ولسي كولو او د هغه په باب د ولس په خوځولو كې تر هغه ځايه چې ماته څرګنده ده، د ملنګ جان برخه تر هر بل ننګرهاري نه غټه ده. دی وايي:

سر وركول په وطن كار د پښتنو دی

 پښتونستان د پښتنو دی

 په هغه ملک په هغه خاوره چې پښتون اوسيږي

 د هغه نوم پښتونستان دی دا نوم نه بدليږي

 نور پښتانه د بل د تورې لاندې نه اوسيږي

 د ننګ خنجر ايښی د هر ځوان په اوږو دی

 پښتونستان د پښتنو دی

 هر څه نه تٻر دی خو وطن نه تٻرٻدلی نه شي

 خپله پښتونواله، پښتو ژبه پرٻښودلی نه شي

 د خپل راتلونكي نسل ژوند خرابولی نه شي

 د ملنګ جان دا اعتبار په شازلمو دی

 پښتونستان د پښتنو دی

ملنګ جان د وطن په ژبه داسې وايي:

دا خاوره مې چې ګورئ درست هډوكي د نيكو مې دي

 قبضه د نورو خلكو په ما باندې ناروا ده

خوشحال او احمد شاه او د شٻرشاه او ميروٻس ګور يم

 نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو مور يم

ملنګ جان انتقادي اشعار هم وٻلي دي. دغسې اشعار يې ممكن ټول خپاره شوي نه وي؛ ځكه چې د وخت د پښتو ټولنې آمر چې د ملنګ جان كليات د هغه په امر چاپ شول وايي چې د ملنګ جان په اشعارو كې (لږ ډٻر كمی زياتی …. وشو) زياتی خو به پكې نه وي شوی؛ خو كمی به پكې شوی وي. په هر حال، ملنګ جان په دغه باب وايي:

نفسونه شول غالب ــ د دې غمه ژړيږم

 بې كاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو

 پښتون غريب برباد شو

سيد په خپل سيادت ــ د ځان غواړي عزت

 قسم دی ما ونه ليد د وطن د خیر طالب

 نفسونه شول غالب

 څوک ميا او څوک ملا شول ــ د كسب نه ټپرا شول

 وايي كسب و كمال څه كړم شكرانو باندې مړٻږم

د دې غمه ژړٻږم

 دا خان نه دی خاين دی ــ پخپل ځان چې مين دی

 هٻڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو

 پښتون غريب برباد شو

 كه حق وايم وٻرٻږم ــ كه نه وايم پړسٻږم

 د ځينو كاركنانو كار وي وړ د تعجب

 نفسونه شول غالب

 په ځای د عدالت ــ ما ولي تجارت

 له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبرٻږم

 د دې غمه ژړٻږم

تر ټولو غټه او د خوښۍ خبره دا ده چې دغه غريب چمياری بٻسودوال ننګرهاری په آزادۍ مين، دومره مين چې بې له هغې يې ژوند نه خوښٻده، لكه چې وايي:

چې آزادي نه وي ژوندون دې نه وي

هغه ژوندون نه مرګ بهتر ګڼمه

 چې اقتدار نه وي پښتون دې نه وي

 بې اقتدار له مړو بتر ګڼمه

ملنګ جان په غريبۍ او خوارۍ كې هم په آزادۍ پسې روان و:

كچكول په غاړه قلندر يمه زه

 آزاد ژوندون بلند نشان لټوم

خپلواكي او پښتونواله د ملنګ جان ايډيال وو، لكه چې وايي:

روح مې په تن كې اسوده دی استقلاله سره

زما ځواني ډول كوي له پښتونواله سره

د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی

 چې آزاد دی په آزاد وطن كې ګور دی

په پای كې زه هغو قدرمنو پښتنو ته چې د دغه همتناک پښتون ولسي شاعر له چاپ شويو اشعارو څخه ځينې يې غوره كوي او خپروي، ښې چارې وايم او په خپلو دغو كرښو سره د ملنګ جان ياد تازه ساتم.

Share

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.