جولای ۱۵ – ۲۰۰۶
پښتانه چې قلم را واخلي اول د خپل قام له کارنامو څخه غږېږي. د دغه عادت د پاره دليلونه هم لږ نه دي. د پښتنو تاريخ اوږد، ځلانده او الهام بښونکى دى. پښتنو د خپل تاريخ په بهير کې له لويو فاتحانو سره د خپلې مېنې او واکمنۍ په سر د لويو قربانيو په ورکولو سره مقابلې کړې دي. له خپلې مينې نه دفاغ د دوى د هر بل ارزښت تر دفاع نه اوږد تاريخ لري. په دې اړه به په لرغوني مهال کې يو مثال ذ کر کړم. د بخدي يا بلخ زردښت د اهورامزدا په دستور د هېوادونو د پېدايښت په موضوع کې وايي چې د ښو مېنو او هېوادونو په سر کې چې ما اهورا مزدا پيدا کړ هغه اریانا ویجو (Airyana Vaego) و، اریانا ویجو یا اریانه یا پخوانی افغانستان په ده باندې دومره ګران و چې د هغه په وینا هغه پنځلس نور هېوادونه د دې د پاره پیدا کړل چې هغه په امن کې وي. په دې اړه د هغه خپل عبارتونه دا دي: «ما هر هېواد د هغه په خلکو باندې ګران کړی، که څه هم په هغه کې هیڅ زړه راکښونکی څیز نه و، که چیرې ما هر هېواد د هغه خلکو ته ګران کړی نه وایو که څه هم په هغه کې هیڅ زړه راکښونکی څیز نه و، بیا به ټولې ژوندۍ نړۍ په اریانه ویجو باندې یرغل کړی وای» د اهورامزدا دغه وینا په اصل کې د اریانا وریجو د خلکو د وطنپالنې د احساس تمثیل کوي. د اريا نه خلک له هغه نه د دفاع په لار کې د مخزېږدې څلورمې پېړۍ د پاى په کلونو کې د مقدونيې لوى سکندر سره څه کم څلور کاله وجنگېدل او په بلخ، کونړ، باجوړ او سوات کې يې په دغسې ستونزو اخته کړ چې هغه په بل هېواد کې له دغسې ستونزو سره مخامخ شوى نه و، د اسوه غانه په نامه د کونړ پښتنو د نړۍ دغه بيساري نظامي قومندان ټپي هم کړ.
په شپاړسمې پېړۍ کې د ميارو ښان کورنۍ يانې پخپله هغه، د هغه زامنو او د هغه لمسيانو چې د خپلواکۍ په لار کې کومې قربانۍ ور کړې، شايد په نړۍ کې بلې کورنې د خپلواکۍ په لار کې دغومره قربانۍ نه وي ورکړې. تر هغو د مخه لوديانو او سوريانو په هندوستان کې دولتونه جوړ کړي وو، د خپلواکۍ په لار کې روښانيان که څه هم نابريالي شول، خو د هغو ټينگې مبارزې د نورو له پاره الهام بښونکې ثابتې شوې. د دغه ميراث ستر بېرغ جگونکي اېمل خان مومند، خوشحال خان خټک، ميروېس هوتک، شاه محمود هوتک، شاه اشرف هوتک او ستر احمد شاه ابدالي شول. وروستيو په فارس کې صفويان او په هند کې مرهټه را وپرزول. ستر احمدشاه له امو نه تر اټکه پورې يو خپلواک دولت جوړ کړو او افغانستان يې چې اول له اټک نه تر غزني پورې د مستونگ په گډون هېواد و تر امو او لوى پامير پورې ورسوه. په نولسمۍ پېړۍ کې اول غازي محمد اکبر خان په کابل کې او بيا د هغه وراره غازي محمد ايوب خان د کندهار په ميوند کې د نړۍ د زبرځواک يانې انگرېزانو ټولې هغه نقشې خنثى کړې چې د افغاسنتان د لاندې کولو د پاره يې طرح کړې وې. د ميوند له جگړې نه زر وروسته د کوټې له شاوخوا سيمونه دېرش زره پښتانه د غازي محمد ايوب خان لپاره تيار شول او انگرېزانو د هغو له امله ونه شو کولى له دغې سيمې نه په کندهار کې خپلو کلابند شويو لښکرو ته ملاتړ واستوي. د دغه ټينگ ملاتړ علت څرگند و. په کوېټه او شاوخوا سيمو کې هغه خلک اباد دي چې په کندهار کې اباد دي. مينې يې هم سره تړلې او د توپوگرافي له نظره، سره پوره ورته دي. د همدغه بيخکي يووالي له امله و چې له شوروي اتحاد سره په جگړه کې د کاکړستان خلکو د افغانستان کډوال پخپلو سيمو کې د خپلو وروڼو په شان منل لکه هغسې چې بر درانيو د افغانستان نور کډوال د خپلو وروڼو په شان منل. که د دوى ترمېنځ د ورورۍ دغه بيخکي اړيکې نه واى، په افغانستان کې د شورويانو په گونډو کېدل به په شک کې واى؛ خو د افغانانو دغه برى په عېن حال کې د دوى بېرته پاتې توب هم په ډاگه کړ.
افغانانو بې له شکه د خپل هېواد، خپل دين، خپلې واکمنۍ او په يوه کلمه خپل ژوند طرز ته د دفاع په لار کې د شوروي زبر ځواک د تېري په مقابل کې دغسې مقابله وکړه چې د هغه د امپراتورۍ په څنډو کې د بل هېواد خلکو په هغه ډول نه وه کړې، خو د دوى دغه ټينگه اراده له دې امله هم بريالۍ شوه چې دوى د نورو هېوادونو په ډول ډول عصري وسائلو سره و جنگېدل او د هغو له لوجستيکي او طبي موادو نه يې استفاده وکړه، خو وروسته له هغه چې دغه مرستې د شوروي اتحاد په ټوټه کېدلو سره ودرېدلې، دوى هم د ځينو بدنيتو چم گاونډيو هېوادونو دسيسو او هم خپل مېنځي پرله پسې جگړو ضعيف او ناتوان کړل. هغه پرېمانه وسلې يې چې د ملي مقاومت په دوره کې له باندنيو نه ترلاسه کړې وې، د يوه بل په مقابل کې په استعمال سره خلاصې کړې. په نتیجه کې افغانان چې د ملي مقاومت په دوره کې د تمدن او پرمختگ له کاروان نه وروسته پاتې شوي وو، د چم گاونډيو په دسيسو او د خپل مېنځي جگړو له امله نور هم وروسته پاتې شول. د پښتنو پر ضد دسيسې لا هم روانې دي.
په معاصر مهال کې د پښتنو پر ضد دسيسه لومړى انگرېزانو جوړه کړه چې د ډيورنډ په کرښې سره يې په دوى کې بېلتون راوست. د شورويانو او د هغو د مريانو دسيسه بيا دا شوه چې لږهکیان د پښتنو په مقابل کې جگ کړي. دغه دسيسه په وړه پېمانه اول ايران شروع کړې وه او د اسلامي تنظيمونو په وخت کې يې په ټينگه پرمخ بېوله. د دوى ټولو او د نورو مطلب يو و؛ او هغه دا چې د پښتنو په ويشلو او ناتوان کولو سره د هغو مېنه ټوټه ټوټه او لاندې کولى شي. ټول پوهېدل چې افغانستان په اوله درجه پښتنو جوړ کړى او په اوله درجه دوى ترې نه دفاع کوي. پښتون يو لوى قام دى او چې سره يو موټى شي لوى قوت ترې نه جوړ شي. د ډيورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې اوس څه کم څلوېښت ميليونو ته رسېږي. د اسيا په زړه کې بل قوم هغه هم په يوې سيمې کې په دغومره شمېر نشته؛ خو پښتانه سره يو نه دي، يو سياسي نظم نه لري او همدا اوس يې هم په وطن کې د ډيورنډ د کرښې په دواړو خواو کې خو په يوې خوا کې ډېر وژل کېږي، وراني پکې کېږي، نامنظم جنگ پکې کېږي، ابادي پکې نۀ کېږي او خلک يې حتى عادي ژوند ته نه پرې ښودل کېږي. د دغه حال او داسې هم د بدنيتو گاونډيانو او پخپله د دوى د بېرته پاتې توب له امله د پښتنو راتلونکې خړه ښکاري، که څه هم پښتون يو لوى او زړور ولس دى، اساسي چاره په کار ده او اوس د دې وخت دى چې پښتانه د خپلې راتلونکې په اړه جدي وي او د هغې په اړه د ليکنو، کتابونو، جرگو- مرکو او بحثونو له لارې فکرونه، تجويزونه او پروگرامونه وړاندې کړي. دغه کار د هر پښتون له پاره ممکن دى، په تېره د هغو لپاره چې د ژور فکر خاوندان وي او له خپل ولس سره مينه لري.
د پښتنو د راتونکې په اړه په اوسني حال کلې زما نظر دا دى چې پښتانه له دغه واقعي ژوند سره مينه ولري، د خپل د ژوند او د نورو د ژوند درناوى وکړي او د لا ښه کولو لپار يې ټول هغه څه وکړي چې کولى يې شي. دغه مينه او دغه درناوى هغه وخت په اساسي ډول واقعي کېدلى شي چې يو څوک اول خپل ځان، خپل ولس او نور وپېژني، دغه پېژندنه په اساسي ډول په پوهې او پوهنې سره ترلاسه شي. په دغه حال کې د ډېرو عصري ښوونځيو، پوهنځيو او پوهنتونونو لرل حتمي کېږي. د همدغو موسسو له برکته يو څوک د ځان، انساني ټولنې او د طبيعت په اړه په اساسي ډول پوهېدلى شي. دغسې پوهه سړي ته قوت او ارزښت او ژوند ته مانا او کيف ورکوي. يو پوه وايي چې ما دغسې هېواد ليدلى نه دى چې افراد يې تعليم کړي وي او پخپله بېرته پاتې وي. دغه حکم ځکه رښتيا ښکاري چې تعليم کړي افراد د مسئلو او کشالو ماهيت تر نورو ډېر ښه او سم تشخيص کوي او د هوارولو لپاره يې معقولې او عملي کېدونکې لارې چارې سنجوي، خو له بده مرغه پښتانه په عمومي ډول د پوهې او پوهنې په برخه کې ډېر بېرته پاتې دي. که د نړۍ ولسونه هم د دوى په شان واى، دغه بېرته پاتې توب به د اندېښنې وړ نه واى؛ خو اوس زياتره ولسونه په عمده ډول د ساينس او ټکنالوجۍ يا په اصل کې د پوهې او پوهنې له برکته بېخي ډېر پرمختللي او پرمختګ يې هم په حېرانوونکي ډول گړندۍ ده. په دغه حال کې نن وي يا سبا د پښتنو ژوند طرز او ازاد ژوند تر سوال لاندې راتللى شي.
پښتانه په روښتیا نه غواړي له دغسې حال سره مخامخ شي، ورته حتمي ده چې تر هر بل وخت نه ډېر اوس خپل هویت هم ټینګ وساتي. د پښتنو د هویت عنصرونه پښتو، پښتونولي او نور غوره ارزښتونه دي. په دغو کې پښتو تر ټولو نه مهمه ده او پښتو ته پښتونولي هم ويلى شي، په دغومره توپير چې د پښتونولۍ ارزښتونه تغيير کوي، خو پښتو کە څە هم د ژبې په توگه تغيير کوي، د ونې د ډډ په شان پر ځاى پاتې وي. پښتانه د پښتو له برکته پښتانه دي او که يې پښتو له لاسه ورکړه بيا نو پښتانه نه دي، که څه هم احساس به يې د پښتنو وي. د روهيلکنډ لوديان، سوريان او يوسفزي لکه د هرات اسحق زي، نورزي او اليزايي په همدغې ډلې کې راځي. حتى په کابل کې هم يو شمېر پښتانه له دغې ډلې څخه دي چې محمدزيان يې يوه څرگنده بېلگه ده. پښتو په ختيځو پښتنو کې د اردو او په لويديځو پښتنو کې د فارسي تر فشار لاندې ده. د همدغه فشار له امله ده چې پښتانه په شمېر کې کم شوي او که دغسې نه وي پښتانه د نسب له مخې تر څلوېښت ميليونو نه هم اوړي.
د پښتو ستر اهميت په دې کې دى چې پښتانه په پښتو سره يو بل پېژني او سره يو کوي يې. په پښتو کې د پښتنو کلتوري ارزښتونه، د دوى تاريخ، د دوى افسانې، د دوى روايتونه او په بله ژبه د دوى معنوي او روحي شتمني او ټول هغه څه پراته دي چې دوى پښتانه کوي. د پښتو بل اهميت په دې کې دى چې پښتانه په پښتو کې په پوهې، پوهنې، هنر، فلسفې او ساينس او ټکنالوجۍ باندې په دغسې اسانۍ سره پوهېدلى شي چې په نورو ژبو کې په هغې اسانۍ سره پرې پوهېدلى نه شي. هغومره چې پښتانه او پښتنې په تیره د دوى ځوانان او ځوانانې په پښتو سره خپلو استعدادونو ته وده ورکولى شي، د نورو ژبو له لارې ورته وده ور کولى نه شي. پښتو د نړۍ له لويو ژبو څخه يوه ژبه ده. د انکشاف ظرفيت يې هم ډېر دى او څلوېښت صوتونه لري، په داسې حال کې چې فارسي دوه دېرش او انگرېزي شپږ ويشت صوتونه لري. پښتو چې بېرته پاتې ده او علمي شوې نه ده د ژبې د څنگه والي له امله نه ده؛ بېرته پاتې توب يې د پښتنو له لاسه دى. د دوى بېرته پاتې توب د پښتو بېرته پاتې توب شوى دى. په دوى کې اوس هم دغه فکر شته چې که يو پښتون په بلې ژبې وغږېد هغه گواکې عصري دى. د همدغه ذهنيت له امله ده چې په پښتو کې اردو او فارسي د پښتو په تاوان ننوتلې او د ډېرو پښتني کورنيو ژبه اردو يا فارسي شوې ده. دا په پښتنو کې د يوه ذهني بحران تمثيل کوي. له دې امله اوس تر هر وخت نه ډېر د دې وخت دى چې پښتو پالان د خپلې پښتو په هکله هم د خپلو پښتنو شعور ويښ کړي او پخپلو اثارو او ترجملو سره يې شمتنه کړي او د انکشاف لپاره يې غونډې او بحثونه وکړي او د علمي کولو لارې چارې ورته وسنجوي، هيله ده چې دغه غونډه په دې لار کې يوه الهام بښونکې پيلامه وگرځي.
په درنښت