مۍ ۹- ۲۰۰۶
غوښتل مې ستاسو دغې درنې غونډې ته د نوميالي مصلح او غازي، د چک نور ملا صاحب په اړه يوه اوږده ليکنه تهيه کړم، خو په دغه کار کې د يوې سپکې ناروغۍ له امله چې تر اوسه هم راسره ده، پاتې راغلم.
د چک نور ملا صاحب چې اصلي نوم يې اميرمحمد او د افغانستان د ننگرهار ولايت اوسېدونکى و، که څه هم يوه نيمه پېړۍ د مخه پېدا شوى و، تر اوسه هم په خلکو کې په عزت سره يادېږي او د مومند درې د چک نور کلي چې دى پکې زېږېدلى و، د ده له برکته په ټول ننگرهار کې مشهور شوى. ده ځان “فقير چک نور” ښوده. دى سره له دې چې عالم، غازي او اجتماعي مصلح تېر شوى دى، ځان يې خپل کلي ته منسوبوه چې مومند پکې اباد وو.
په مومندو کې نوميالي کسان ډېر تېر شوي دي. له پنځلسمې پېړۍ نه وروسته چې مومندان له خپل اصلي ټاټوبي يانې د کندهار له مرغه نومي ځاى نه اول غزني ته او بيا خپلې اوسنۍ سيمې ته راغلل، په دوى کې د سر دغسې کسان تېر شوي چې نه يوازې يې په مومندو کې بلکې په ختيځو پښتنو کې هم د نفوذ او اعتبار خاوندان وو. دوى ځکه دغسې غټ اعتبار گټلى و چې نه يوازې يې د خپل ځانگړي قوم لپاره، بلکې د ټولو پښتنو د داعييې لپاره هلې ځلې کولې.
اېمل خان مومند د روښانيانو د تحريک په اخر کې د مغولو د تسلط په برابر کې د پښتنو د خپلواکۍ بېرغ د کلونو کلونو لپاره رپانده ساتلى و.
سعادت خان مورچي خېل مومند چې څلوېښت کاله د مومندو خان و، په نولسمې پېړۍ کې په انگرېزانو بې شماره يرغلونه کړي وو. غازي محمد ايوب خان چې د خپلواکۍ په لار کې يې په مېوند کې ابدي وياړ گټلى، ممکن له خپل دغه نيکه نه د غېرت او ننگ الهام اخستى وي.
په (۱۸۹۳) کې په افغانستان باندې د ډيورنډ د موافقه ليک له تپل کېدو نه وروسته په ختيځو پښتنو کې د مبارزو هڅې لا ټينگې شوې او مومندانو په دغو مبارزو کې غټه ونډه لرله. نوميالي ليکوال ميراجان سيال مومند په دې اړه يو ځانگړی کتابگوټى لري، په نامه “د مومندو غزاگانې” د دغه لړ لومړنۍ هڅه په (۱۸۹۷) کې د ټولو ختيځو پښتنو ستر پاڅون و چې په هغه کې ملا نجم الدين اخوند چې د هډې صاحب ملا باندې ياديده، غټه برخه لرله. د چک نور ملا صاحب چې د هډې ملا صاحب شاگرد و، له هغه وروسته لکه په وزيرستان کې ميرزا علي خان چې د ايپي فقير باندې يادېده د غزا جنډه رپانده وساتله او غزاگانې يې له هغه وخت نه د پاچا امان الله په واکمنۍ کې د خپلواکۍ گټلو تر جنگه پورې روانې وې چې تفصيل يې ميراجان سيال پخپل کتابگوټي کې ورکړې په نامه د “نوميالی غازي چک نور ملا صاحب” د چک نور ملا صاحب يوازې غازى نه و، اجتماعي مصلح هم و. د ده د اصلاحي کارونو اهميت په دې کې دى چې په مومندو کې لکه په نورو ختيځو پښتنو کې چې حکومت ضعيف و، اجتماعي رواجونه قوي وو، يوازې هغو کسانو د هغو د اصلاح لپاره څه کولى شول چې د علم، تقوا، ښه سلوک په لرلو يا يې د خپل لوړ شخصيت په سبب په خلکو کې معنوي نفوذ ولري. د چکنور ملاصاحب په خلکو کې دغسې نفوذ لاره، لکه چې گل پاچا الفت وايي چکنور ملا صاحب “په ازادو سرحدونو کې، په ننگرهار او کابل کې ډېر ارادتمندان لرل او ډېر وران و يجاړ کارونه په ده سمېدل، ډېرې بدۍ او دښمنۍ ده اوارولى شوې، ډېر خلک يې د غزا لپاره له ځان سره ر وانولى شول او د ډېرو خلکو لوڼې او خويندې يې بې ولوره په ډېر لږ مهر خپلو مېړنو ته ودولى شوې”. له همدې امله و چې لکه بيا هم الفت وايي “هغه کار چې ده د ازاد سرحد په مومندو او شنوارو کې کولى شو، اوس يې يو رياست قبايل په ډېرو پېسو نه شي کولى. هغه غزاگانې چې ده په تش لاس د خلکو د جذباتو په راويښولو کولې، په عصري فرقه يې په توپونو او ماشيندارو نه شي کولى” او “هغه لويې دښمنې، جگړې او دعوې به چې ده په يو څو خبرو فېصله کولې يوه ستره قضايي ټولنه يې هغسې نه شي حل کولى.”
د جوماتونو ودانول هم د چکنور ملا صاحب مهم ميراث گڼل کېږى. د ده په هدايت هم په افغانستان او هم په ازادو سرحدونو کې تر شلو نه ډېر جوماتونه ودان شوي دي. دغه جوماتونه يوازې د عبادت کولو لپاره نه وو، په ازادو سرحدونو کې له دغو جوماتونو نه د اجتماعي او سياسي هدفونو لپاره هم استفاده کېدله، لکه د حضرت محمد(ص) په وخت کې چې په مدينه کې د قبيلو مشران د اسلام منلو لپاره بلل کېدل، په جوماتونو کې ورسره مقاولې او غونډې کېدلې. ميراجان سيال هم وايي چې په ازادو سرحدونو کې په جوماتونو کې غونډې او جرگې کېدلې او په ازادو مومندو کې د مدرسې جومات “د ديني او مذهبي منظور ترڅنگه سياسي او نظامي اهميت درلود او پرنگيانو ته په ورڅرمه پوله يې د يوې چوڼۍ په توگه ارزښت درلود”.
د همدغو ډول ډول خدمتونو او لوړ شخصيت له امله ده چې د چکنور ملاصاحب نوم په عزت سره اخيستل کېږي او د هغه له برکته د چکنور کلى هم مشهور شوى دى.