غواړم دلته پر پښتو ژبې په ولسي، رسمي او علمي سطح يو څه وليکم او په پاى کې په دې باب خپل نظر څرگند کړم. زما دغه ليکنه به يوازې په افغانستان کې په پښتو پورې منحصره او د هغې د حرکت په هکله وي. زما د دغې ليکنې اساس به هغه ليک نه وي چې نوم يې دى “پښتو او دفتر په دوو وروستيو پېړيو کې” دغه ليکنه ما دېرش کاله د مخه په کابل کې په يوه سيمينار کې لوستلې ده چې وروسته د پښتو چاپي آثار په دوو تېرو پېړيو په نامه يوه مجموعه کې خپره شوه او محترم ډاکټر خوشحال روهي د هغې يوه کاپي را استولې ده چې په دې وسله له هغه نه منننه کوم. په دې ډول زه دلته خپل پخواني ماخذونه بيا نه ذکر کوم، خو د نويو يادونه کوم.
پښتو په ولسي سطح کې
له “وروستيو مهالونو” نه مې اتلسمه، نولسمه او شلمه پېړۍ مراد دي، ټوله اتلسمه پېړۍ هم په هغې کې نه راځي. د هغې پېړۍ يوازې دويمه نيمايي پکې راځي. په بل عبارت زما د دغې ليکنې دوره د سدوزيانو له واکمنۍ نه پيل کيږي او نږدې تر دې وختو پورې رسېږي. د سدوزيانو د واکمنۍ يا په پراخ ډول د درانيو د واکمنۍ غټه نښه دا ده چې د دغې واکمنۍ په پيل سره د پښتنو ستر قومونه درانيان، غلزيان او بردرانيان، (د سليمان يا د کسي د غرو درو پښتانه قومونه) دننه په افغانستان کې په عمومي ډول ځاى پر ځاى شوي وو. د غلزيانو ښايسته غټې برخې لا هم کري کال کوچيتوب کاوه او د هغو يوه برخه ان تر برما او بخارا پورې تله راتله. په درانيو او نورو قومونو کې ځينې نيمه کوچيان او نيمه زارعان وو. دوى يوازې په اوړي او ژمي کې لنډ مزلونه کول. د نولسمې پېړۍ په پاى کې د اميرعبدالرحمان خان په دوره کې له هندوکش نه اخوا سيمو او همدا راز په هرات او بادغيس کې زيات شمېر پښتانه مېشته شول، لکه چې له شوروي انقلاب نه وروسته له مېنځنۍ اسيا نه ازبکان، تاجکان او ترکمنان د نيم ميليون په شاوخوا کې په افغانستان کې د امو سيند جنوبي سيمو ته کډوال او ځاى پر ځاى شول. د درانيللانو، غلزيانو، کاکړو او نورو قومونو ځينې برخې د مرکزي افغانسللتان د هزاره جاتو، ارز گان او نورو سيمو کې مېشته شوې. د هزاره جات هغو پراخو ورشوگانو ته چې دولتي شوې وې، دايمي کوچيانو په قانوني ډول لار وموندله يانې هغه يې خپلې کړې. د دغو غټو واقعيتونو له ذ کر نه مې مراد دا دى چې دننه په افغانستان کې د قومونو په پراخ او زياتېدونکي تماس سره د افغانستان ژبو پر يوې او بلې باندې په زياتېدونکي ډول اثر واچوه. د ژبو پولې واوښتې را واوښتې او کلتوري تغيرونه پېښ شول. په بل عبارت په افغانستان کې يوازې ځينې سيمې لکه پکتيا، بدخشان او پنچشېر د ژبو له پلوه خالص پاتې شول او نورې يې گډې شوې او د دغسې گډودېدو لړۍ روانه او قوي شوه.
د افغانستان په لرې لويديزو سيمو کې پر پښتو باندې د دري ژبې اثر پرېوت. په ختيزو سيمو کې اردو او انگرېزي پر پښتو اغيز وکړ. دغه تاثيرات په ځينو سيمو کې دومره قوي وو چې په هغو سره هغو پښتنو خپله ژبه گرد سره هېره کړه چې له افغانستان نه د باندې اوسېدل. حتى دننه په افغانستان کې يانې په هرات کې هم سدوزيو، نورزيو او اڅکزيو پښتو له لاسه ورکړه او دري ويونکي شول، لکه تيمنيان چې په اصل کې کاکړان وو، دمخه دري ويلونکي شوي وو. حتى په کندهار کې هم په درانيو ولسونو کې په تېره د دوى په علمي کورنيو، دولتي لوړ رتبه مامورانو او په واکمنې کورنۍ کې دري نفوذ وکړ. په دوى کې دا هڅه پياوړې شوه چې د پښتو پر ځاى په دري کې ليکنې وکړي. په داسې حال کې چې د هغو تر مخه د هوتکو واکمنې کورنۍ په پښتو کې ويناوې او ليکنې کولي او د پښتو په پرمختگ کې يې برخه اخيستې وه. له احمدشاه دراني نه پرته چې هغه په پښتو کې اشعار ويلي، د هغه اخلافو په دري کې اشعار وويل. داسې هم په کندهاري سردارانو کې د طرزي کورنۍ په دري کې په شعر ويلو کې نوم وايست. د کندهار مورخانو لکه سلطان محمد دراني او نور محمد نوري هم په دري کې تاريخو نه وکښل. په نږدې تېرو وختو کې د کندهار نومياليو پوهانو د عبدالحى حبيبي او عبدالروف بېنوا په شمول چې په لومړي سر کې يې يوازې په پښتو کې ليکنې کولې او اشعار يې ويل وروسته يې اثار زياتره په دري کې وکښل. په يوې بلې ستولې يانې د کندهار په ځينو کوچيو درانيو کې دري د پښتو ځاى ونيو. دا هغه دراني کوچيان دي چې له پخوا نه يې د غوراتو له دري ويونکو ولسونو سره راشه درشه لرله. د ډنمارک انتروپولوجست، کلوس فردنياند، پخپل يوه اثر په افغانستان کوچيتوب کې ليکي چې “په لويديز افغانستان کې زيات شمېر مالدارو خپله ا صلي ژبه هېره کړې او دري ويونکي شوي دي.” دى نظر څرگندوي چې “څنگه چې کلتوري او چاپيريالي بنديزونه نشته، امکان لري د دغو مالدرو زياته برخه په اوږدې مودې کې ايماق گرځي… لکه هغسې چې د ادرسکن شاوخوا نورزي دري ويونکي شوي دي”.
البته په پورته یادو شویو سیمو کې د ژبو تاثیر ده اړخیزه و، په دې تفاوت چې یو اړخ یې تر بل نه ډېر قوي و او په دغه حرکت کې دري پر پښتو باندې ډېر اثر کړی دی او دا د دغو وجوهو له امله:
۱- له هرات سره تماس:
هرات په کلتوري او ژبني لحاظ د دري يوه ډېره نفوذ لرونکې سيمه ده. په تېره له مېنځنيو پيړيو نه را په دې خوا چې پښتانه اوسېدونکي يې روه ته ولېږدېدل. د اتلسمې پېړۍ په سر کې چې درانيانو په هرات کې د لومړي ځل لپاره دولت تاسيس کړ، هغوى هم د دري تر تاثير لاندې لاړل. هغو نورو پښتني قومونو هم پښتو هېره کړه چې د تاريخ په اوږدو کې هلته مېشته شوي دي. دوى هم ورو ورو دري ويونکي شوي لکه سدوزيان، نورزيان او اڅکزيان، د غور تيمنيان هم چې په اصل کې کاکړ دي، دري ويونکي شوي دي. د واک فونډيشن په قول “د هرات فارسي ژبي خلک اکثره پښتانه او يو څه يې ايماق او تاج دي” د همدغه واقعيت په سبب ده چې په دغې سيمه کې د نسب، تاريخ او احساس په لحاظ افغاني احساس دومره قوي دى چې څه وخت چې په تېرې پېړۍ کې ايرانيانو څو ځله پر هرات باندې نظامي بريدونه وکړل، هراتيانو له ځان او هرات نه په مېړانې دفاع وکړه او هغوى يې په شا وتمبول.
۲– د کار وېش:
د کار وېش چې هغه پر کاست (Caste) باندې د بنا شوي هندي ټولنې تر څنگه د زمانې په اوږدو کې ورو ورو رامېنځ ته شوې ده، په افغانستان کې يې دغسې شکل وينو چې د پښتو له خورېدو سره يې مرسته نه کوله. دا د پښتنې قومونو له خوا د کسبونو غوره کول وو. پښتنو د سدوزيو د دورې په پيل سره د نورو ملکونو د نيولو، له وطن نه د دفاع کولو او د سياسي واکمنۍ د ساتلو او ټينگولو په منظور ځان ته وظيفې اختصاص کړې، نو په دوى کې او په خاص ډول په درانيو خېلونو کې زيات شمېر حاکمان او سرداران (جنرالان) هسک شول. همدارنگه درانيو او غلزيو په مېشته کېدو سره هم پراخې ځمکې ونيولې. د احمدشاهي فتوحاتو په دوره کې او همداراز تر هغه وروسته په دوى کې لوى ځمکوال پېدا شول. په دې ډول دوى له ښارونو نه د باندې پر زميندارۍ بوخت شول او د بزگرۍ، کتابت او سوداگرۍ کسبونه يې په زياته اندازه نورو ته پرې ښودل. د مثال په ډول د احمد شاه دراني په وخت کې د کندهار دوه، درېيمه برخې ځمکې د درانيو پر خېلونو باندې د دوېم وار لپاره په دايمي ډول ووېشلې شوې. (د نادر افشار په وخت کې د کندهار ځمکې د عبدالغني خان الکوزايي په مشرۍ د اول ځل لپاره وېشل شوې وې) او غېر دراني قومونه د هغو بزگري پر غاړه واخسته. فرانسوي گرځندوى جي بې فرير پخپل کتاب “د افغانانو تاريخ” کې ليکي چې “همدا چې يو افغان د کومې ځمکې امتياز له خپل مافوق نه ترلاسه کړي، هغه له يو شمېر غويو سره فارسيوان ته سپاري او هغه يې ورته کري.”همدا راز د کندهار فارسيوانانو د درانيو سردارانو او زميندارو د مستخدمينو په حېث د هغو د عوايدو او جاگيرداريو د حساب او کتابت وظيفه اجرا کوله. پخپله درانيو او پښتنو په عمومي ډول د سدوزيي واکمنۍ په پيل سره د ميرزايي، کتابت او علم ته مخه ونه کړه. محمود طرزي د شلمۍ پېړۍ په سر کې د هغه مهال دغه حال په يوې مقالې کې چې عبدالغفور روان فرهادي هغه د هغه له نورو مقالو سره د مقالات محمود طرزي در سراج الاخبار افغانيه په نامه ايستلې، په دغو الفاظو بيانوي: “از طبقه عصر سابق هيچ يک خانزاده، سردار زاده در تمام افغانستان نيابيد که آن ها از علم، حساب، هندسه يا سياق در قوم (که بميرزا يي متعلق است) هيچ بهره یی داشته باشد و اگر (داشته) باشد بسيار کمياب که آنها هم هدف همان تحقيرها و استهزاها شده اند که درگذشت.” خو لکه څنگه چې دمخه مې وويل، پښتنو د تورې او مېړانې په ډگر کې جوړه نه لرله. طرزي ليکي: “مردم افغانستان (افغانان) خلقتاً خود ها را بصف شمشير منسوب ميدانند، نه قلم! اهل قلم را “ميرزا” و ارباب علم را “ملا” گفته آن ها را در صنف مخصوص می شمارند که بعالم افغانيت هيچ سرو کار ندارند” په همدې لړ کې طرزي د يوه ځوان افغان تربيه کېدل په دې ډول ترسيموي: “… در نزد عموم افغان ها يک افغان بچه آن است که چست چالاک همراه تفنگ، بر کوه ها برجهد خوب نشان بزند، تفنگ چقمقی يا فتيله يې خود را به بسيار زودی و چابکی برو خالي کند. شمشير، سيلاوه، پيش قبض را خوب استعمال نمايد، و اگر از صنف خانزاده و اصيل زاد گان باشد، بر سر اين چيزهاى ضروری التعليم ميبايد که اسپ بازي، و نيزه بازی و تفنگ اندازی و شمشير بازى را برپشت اسپ هم بتواند. بعد از اتمام اين مهمات اگر يک قدرى خوان ندگى و نویسندگی هم بياموزد جايز است اما باز هم بدرجه “ميرزایی” و “ملايى” از چنان کسب ها محقرانه نبود که کسى آن را هضم بتواند”. مونت ستيورت النفستن د کابل سلطنت د شرح او بيان مولف وايي چې په انگلستان کې د نورمانو له فتح نه وروسته حال همدغسې و، لکه چې اوس (1809) ازبکان همداسې دي او په پارس کې هم وضع تر څه حده همدغسې ده. د ده په نظر د دغې وضع دليل دا دى چې حاکمو خلکو د سوداگرۍ کسب ته په ښکته نظر کتل. دوى ځکه ورته په ښکته نظر کتل چې نه يې غوښتل له خپلو ځمکو نه لرې په ښارونو کې واوسي. په ښارونو کې هغه لويان له خپلو نوکرانو سره اوسېدل چې له دربار سره يې تعلق لاره.
د کار دغه وېش پر ټولنې باندې اثر واچوه. په عمومي ډول پښتانه په اطرافي سيمو کې پاتې شول او نورو خلکو د حکومت اداري کارونو، سلوداگري او ښارونو ته مخه وکړه. ښاريان د اطرافيانو په تناسب د اصل او نسب او کسب او کار په لحاظ متنوع شول. په دوى کې سيمه ييز او قومي احساسات يا ضعيف يا ورک شول. فارسي پکې ننوتله او تر دې حده خپره او قوي شوه چې ورو ورو اطرافي سيمو او حتى د پښتو ويونکو سيمو ته هم ننوتله. د درانيو په غیر پښتني بزگرو او همسايه خلکو کې يې هم لار پېدا کړه. په کندهار کې د درانيو هغه کوچيان چې په غوراتو کې د ځمکې خاوندان شول او تيمنيانو ورته کرله، هم فارسي ويونکي شول.
په ښارونو کې کابل په خاص ډول د فارسي مرکز شو. په دغه ښار کې د فارسي کېدو عمليه له هغه وخت نه وروسته قوې شوه چې هغه پر (۱۷۷۶) کال د تيمور شاه دراني په واکمنۍ کې د امپرتورۍ مرکز شو. په دغه ښار کې د فارسي کېدو عمليه په شلمۍ پېړۍ کې د واکمنۍ کورنۍ په فارسي کېدو او په خاص ډول له دوېم نړۍ وال جنگ نه وروسته قوت وموند. په وروستۍ دورې کې په کابل کې د سردار پاينده خان بارکزي اولاده چې له هغې نه د يحيى سراح، خيابي، اعتمادي او طرزي کورنۍ پېدا شوې، په لږ استثنى سره فارسي ويونکي شول. داسې هم په کابل کې ناصرو پښتو ترک کړه، فارسي ويونکي شول. د کابل په ځاځيو کې هم فارسي په پراخ ډول ورننوتله. د فارسي کېدو دغې عمل يې د کابل پر خلکو په خاص ډول او د هېواد پر نورو ولسونو په عمومي ډول اثر واچوه. په دې چې کابل د هېواد د سياسي، اداري، اقتصادي او په يوه کلمه لوى مدني مرکز په حېث مهم و، څنگه چې فارسي په عمل کې رسمي او دولتي ژبه وه او واکمنې کورنۍ هم فارسي ته مخه وکړه، د فارسي له لارې يو څوک د کسب او کار او دولتي اعتبار او ښه ژوند خاوند کېدلى شو.
د کابل پرخلاف په نورو سيمو کې چې پښتانه د نورو ژبو له ويونکو سره په تماس کې شوي دي، هغوى يې پښتو ويونکي کړي دي. دا چې په هزاره جات کې يو شمېر هزاره گان پښتو وايي، د وردگو او هغو کوچيانو په سبب ده چې هلته د ځمکو خاوندان شوي او هزاره گان يې ورته کري. حتى په هرات کې هم مېشته غلزيو پښتو ساتلې ده، خو د دې پرخلاف په کاپيسا، تخار او بدخشان کې ترينان، توخي، ساپيان، ناصر، وردگ او دراني فارسي ژبي شوي دي. داسې هم په مزار. شبرغان او کندز کې هغه پښتانه لږ و ډېر فارسي ويونکي شوي دي چې د اميرعبدالرحمان خان له وخت نه وروسته ميشته شوي دي، خو دوى په عمومي ډول په پښتو او دري پوهېږي. په عمومي ډول له هندوکش نه په اخوا سيمو کې حال همدغسې دى.
د پښتو کېدو عمليه په بر درانيو کې تر هر بل ځاى نه قوي ده. سره له دې چې پر دوى باندې د اردو او انگر ېزي اثر پروت دى، د ليکنې او شاعرۍ په سويه د پښتو قوي کېدو عمليه د بايزيد روښان په تحريک سره څرگنده شوه. لکه چې ورو سته د هوتکو په دوره کې په کندهار کې قوي شوه. په بر درانيانو کې د روښان له خوځښت نه وروسته د پښتو سترو شاعرانو او ليکوالو لکه خوشحال خټک، عبدالرحمان بابا، عبدالحميد مومند او افضل خان خټک د پښتو حرکت په بې ساري ډول سره پايدونکى، خورېدونکى او ټينگ کړ. په دغې پراخې سيمې کې د سندرغاړو سندرې او د ملايانو او خطيبانو وعظونه او خطابې هم په پښتو دي. دلته په اصل کې له غېر پښتني خلکو نه هم سندرغاړي او ولسي شاعران راهسک شوي. په دغو پښتنو سره کسبگر، بزگر او نور چې د همسايگانو په حېث ژوند کوي په پښتو گړېږي لکه ملا گوري، تيراهي، سواتي، شلماني، پړبه، هندکي، سکان او هندوان. دغه همسايگان په عمومي ډول د ژبې، رسم و رواج له مخې دغسې پښتانه شوي چې له اصلي پښتنو سره يې فرق په مشکل کېدلى شي. سره له دې چې په ځينو پښتني ولسونو کې د همسايگانو شمېر له اصل پښتنو نه ډېر دى، په ننگرهار کې د لرغونو مهالونو داديکايا اوسني ديگانان هم پښتو ويونکي شوي دي. په دې ډول د سليمان د غرو او درو پښتانه ولسونه هغسې چې د تاريخ په اوږدو کې خوندي پاتې شوي دي، هغسې يې هم پښتو ټينگه پاتې شوې ده. که څه هم لهجې يې سره متفاوتې دي.
پښتو په رسمي سطح کې
په تيرو دوو پېړیو کې افغانستان په “مملکت افغانی” او ملي دولت د دولت د دولت علیه افغانه په نامه یادېده. د تېرې پېړۍ په پای کې افغان دولت د “دولت افغانستان” په نامه هم یاد شو. البته افغانستان د یوه ملک په نامه له څوارلسمې پېړۍ را په دېخوا پېژندل شوی چې د پروفیسر ډورن په قول له اېلمن څخه تر اباسینه پورې سیمې پکې شاملې وې. په دې ډول که څه هم د سدوزیو واکمني په پیل سره ملک افغانستان او دولت یې افغان و او له هماغه اول سر نه یوه پشتنه کورنۍ پکې واکمنه شوه. دفتري ژبه یې پښتو نه، بلکې فارسي شوه، په ظاهر کې دا یو تضاد ښکاري؛ خو چې پر موضوع باندې د تاریخ له نظره رڼا واچوله شي، دغه تضاد واقعي نه دی.
د سامانیانو او په خاص ډول د غزنویانو له دورې نه وروسته فارسي چې په اوس وختو کې په افغانتسان کې د دري په نامه یادیږي او د پوهاند نګهت سعیدي په نظر دغه وروستۍ کلمه په پنځمې پېړۍ کې څرګنده شوې ده. درباري او دفتري ژبه شوې ده. د هندوستان د ډهلي اسلامي سلطنت په نامه یادېږي او هغه اول د سلطان محمود غزنوي په فتوحاتو سره تاسیس شو. فارسي د دربار او سلطنت ژبه شوه او هغه د پوهاند ضمیر ساپي په قول په “افغان فارسي” یا “فارسي کابلي” یادېده؛ خو په خپله فارس کې د صفوي واکمنې کورنۍ ژبه یوه ترکمني ژبه ده. سره له دې چې فارسي د دغه ملک دفتري او ملي ژبه ده. له بلې خوا د عثماني ترکیې په واکمنې کورنۍ کې فارسي ویل کېده.
په افغانستان کې درانیو اول په هرات او وروسته په کندهار کې دولت تاسیس کړ او یوه لویه خو کم دوامه امپراتوري یې جوړه کړه. تر هغو دمخه د هرات او کندهار دواړه سیمې د صفویانو تر اثر لاندې وې او دفترونه یې په فارسي چلېدل. نږدې دوه پېړۍ حال همدغسې و. احمدشاه دراني همدغې عنعنې ته دوام ورکړ، دا کار په هغه وخت کې عملي و، لکه هسې چې دمخه مې وویل پښتنو د میرزایۍ او کتابت کارونه نورو ته پرې ایښي وو. د میرزایۍ کار هغه وخت دربار ته وقف و او دولت یوازې پر ښارونو باندې په مستقیم ډول سلطه لرله. د اطرافي سیمو اداره او د مالیاتو ټولونه دولتي مشرانو یانې خانانو، ملکانو او اجاره ګرو کار و. په ښارونو کط فیصلې د شرعي او حکومتي مقرراتو له مخې فیصله کېدې، په داسې حال کې چې په اطرافي سیمو کې شخړې په جرګو او مرکو سره اوارېدلې او مدني او حقوقي مسایل د شرعي مقرراتو له مخې د ملایانو له خوا حل کېدل؛ نو دفتري کارونه په مجموع کې لږ وو او پښتنو دغسې کارونه ته زړه نه ښه کاوه او لکه دمخه مې چې وویل په دوی کې حاکمنان، سرداران او زمینداران هسک شول او دوی د ملک ساتنه خپله غټه وجیبه بلله.
سربېره پر دې د فارسي په رواجولو کې تیمور شاه دراني، د احمدشاه دراني زوی، غټ رول لوبولی دی. دی چې په مشهد کې زېږدلی دی او د ځوانۍ دوره یې د خپل پلار د وایسرای په صفت په پنجاب او هرات یانې په نا پښتو ویونکیو سیمو کې تېره کړې وه، د فارسي تر اثر لاندې تللی و. دا چې ده پایتخت له کندهار نه کابل ته یانې یوه فارسي ژبي ښار ته نقل کړ، تر څه حده د همدغه تاثیر له امله و. که څه هم د پایتخت په انتقال کې تر هغه نور قوي عوامل دخیل وو چې دلته یې له یادولو نه تېرېږم. د پښتو او دفتر روابط یا نه روابط د امیر شېرعلي خان د دویمې دورې تر پاچایۍ پورې په همدې ډول وو. په دې تفاوت چې که څه هم فارسي دفتري ژبه شوې ده او دربار ته یې هم لار موندلې وه، واکمنان په پښتو او فارسي ګړېدل. مخصوصاً امیرعبدالرحمن خان چې مور او نیا یې پښتنې وې، دی په پښتو، فارسي او ازبکي روان کړېده.
د پښتو د رسمي کېدو په لور هڅې
۱- د امیر شیرعلي خان په دور کې:
د امیر شېرعلي خان د دویمې پاچایۍ په دوران کې (۱۸۶۸- ۱۸۸۰) پښتو د لومړۍ ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه او په دغه حیث حکومت ته ننوتله. د پښتو لپاره دا یو انقلابي حرکت و؛ خو هغه پر افغانستان باندې د انګرېزانو په دویم یرغل سره چې افغاني دولت ړنګ شو، په ټپه ودرېد. د امیر عبدالرحمن خان په پاچایۍ کې (۱۹۹۰ – ۱۹۹۱) پښتو له دفتر څخه په عمومي ډول بېرون پاتې شوه؛ خو د پخوا په شان په اردو کې پاتې شوه. د پښتو د رسمي کېدو دغه قصه به ژر بیان کړم، خو تر هغه دمخه غواړم د هغه پر علت وګړېږم.
امیر شیرعلي خان له څلور کلن داخلي جنګ نه وروسته چې د هغه په جریان کې یې د دوو کلونو لپاره لپاره واکمنۍ له لاسه ورکړه، د دویم ځل لپاره د (۱۸۶۸) کال د سپتمبر په میاشت کې بیا په واکمنۍ شو. په وطن کې په کورني جنګ سره ستر تغییرونه پېښ شول. په لومړي سر کې هغه محمدزایي سرداران یا په جنګونو کې ووژل شول، یا پرار کړای شول او یا له حکومتي کارونو څخه وایستل شول چې د امیر شیرعلي خان له رقیبانو سره یې مرسته کړې وه او یا یې د عنعنې له مخې د ولایتونو د جاګیردارۍ دعوې لرلې. امیر شېرعلي خان حکومتي لوړ منصبونه، د عنعنې پر خلاف، د لومړي ځل لپاره غیر خانداني کسانو ته ورکړل چې په هغو کې نورمحمد فوشنجي، جبیب الله وردګ، عصمت الله جبارخېل، ارسلاخان جبارخېل، ملا شاه محمد کتب خې او قاضي عبدالقادر یوسفزی یې ډېر مشهور دي. داسې هم په هغې منظمې او داسمي اردو کې چې همدغه امیر د څه باندې شپږ پنځوس زره په شمېر تنظیمه کړه، پښتو په تېره د غلزیو او وردګو په کې غټه برخه واخسته. په دې ډول د امیر شیرعلي خان د دویمې پاچایۍ په دوران کې په نظامي او ملکي لوړو سطحو کې محمدزي سرداران له حکومتي منصبونو څخه محروم کړای شول او ځایونه یې پښتو ویونکو غیر محمدزیو پښتنو ونیوه. د نورو څیزونو په ډله کې په نوي اصلاح شوي دولت کې د ملکي او نظامي جارو د ایزمن چلند لپاره پښتو ته ضرورت پیدا شو.
حافظ نورمحمد کهګدای د امیر شیرعلي خان د اصلاحاتو په هکله د “اسناد و یادداشت های تاریخی” په نامه د شمس النهار او د رسمي فرمانونو له مخې د اریانا مجلې د لومړي او دوویم کال په ګڼې کې یو لړ مهمې لیکنې لري. په یوې کې یې لیکلي چې “چون وی (امیر شیرعلي خان) بقوم و زبان ملی خود فخر داشت، میخواست زبان این قوم که صلاحیت لفظی و معنوي را در خود جمع دارد علمی گردد و رواج یابد، از رو در دوره دوم حکومت خویش در قطار سایر اصلاحات و موسسات وطن برای تعمیم و اشاعه زبان ملی بیشتر توجه مخصوص کرده بود”. په دې کې شک نشته امیر شیرعلی خان لکه هسې چې کهګدای لیکلي “بقوم و زبان ملی خود فخر داشت” خو د پښتو د رسمي کولو اصلي علت هغه ضرورت و چې د مخه مې د هغه ذکر وکړ. دغه مطلب د نظامي افسرانو له خوا هم د شمس النهار په یوې ګڼې کې په دې ډول بیان شوی دی “… در سابق محتاج یک شخص مجهول النسب قواعد دان بودیم، تا امور قواعد را بمایان بیاموزد و هزار هاتب و زلت در حصول قواعد از دست آن میکشیدیم. الحان به سبب توجه کتاب که عالیجاه فضایل نشان قاضی عبدالقادر، رایل ملتري سکرتر حسب الحکم و هدایات حضور پرتو بزبان افغانی بیان نموده است بخوبی فهمیدیم که درمیان خود مشکلات یکدیگر را حل نماییم”. البته د دغه ضرورت احساس او بیا هغه ته د عمل جامه اغوستل پخپل ذات کې ابتکاري او غټ عمل دی او دا د افغانستان د واکمنو په ډله کې امیر شیرعلي خان و چې دغه کار ته یې ملا وتړله، دا چې د نورو لویو اصلاحي پرګرامونو په ترڅ کې ده د پښتو د رسمي کولو لپاره کوښښ وکړو، څرګندوي چې دده ملي شعور ډېر قوي و. پښتو ته د همدغه “ضرورت” او پخپله د امیر د “نوي ملي شعور” په سبب و چې د هغه لمسي سردار عبدالقادر افندي (د سردار محمد ایوب غازي زوی) لیکي چې امیر شیرعلي خان “… د امید سترګې د پښتو کمو لغاتو، اصطلاحاتو، متلونو او متلي افادو ته ونیولې چې هغه په یوې رښتنې ملي ژبې تکامل وکړي او د فارسي ځای ونیسي”. د دغه مقصد لپاره “د پښتو کتابونه چاپ شول، د پشتو قاموس د لارښود په شان حتمي شو، واړه او لوی ماموران په القابو وویاړل شول او په پای کې د پښتو بولۍ (امري کلمات) د افغان د جنګیالیو د ګڼو صفونو لپاره جوړې شوې او اشکال یې واوښتل. دغه مشکور واکمن ځان ژر په داسې حال کې وموند چې ادعا وکړي چې پښتو د هغه د وطنوالو ملي ژبه شوې ده.” د دغه امیر نظر (فارسي امانتي بڼکې) وې.
د پښتو د ریفورمونو لنډیز
الف: د صدراعظم او د کابینې د هیات د غړو لپاره نومونه.
ب: له سپاه سالار نه تر حواله دار پورې په پښتو کې د منصبدارانو رتبې.
ج: ټولې نظامي قوماندې او بولۍ په پښتو کې.
د: د نایب الحکومه ګانو لپاره د پښتو القاب.
پښتو القاب او نومونه چې د امیر شیرعلي خان او هم د امیر عبدالرحمن په وخت کې اېښودل شوي دي.
پښتو | دري یا نور |
لوی ټول مختار | صدراعظم |
لوی ملک | مستوفي الممالک |
لوی مین د باندې | وزیر خارجه |
لوی مین دننه | وزیر داخله |
لوی مین د غرو | وزیر کوهستان |
لوی کښل یا سرمنشي | د بیرالملک |
لوی نایت | نایب الحکومه |
لوټولونی | خزانه دار کل |
سرام زټول مشر (لکه څنګه چې و) | فیلډ مارشال |
ټولمشر | لوی درستیزی، سپاه سالار |
سرغټ مشر | نایب سالار |
غټ مشر | جرنېل، جنرال |
سرمشر پنځر (بیوتزر) | مېجر جنرال |
غندناب | برګد مېجر |
زرمشر | کرنیل |
ناب | مېجر |
لنداک | سارجن |
ناب | اجیتنت |
رسون | وردي |
مېجر (څنګه چې و) | |
سل مشر | رساله دار |
پړکمشر | جمعدار |
کوت لنداک | کوت دفعدار |
ورکودن لنداک دار (څنګه چې و) | لحادفعه |
حوش لنداک | لیس دفعدار |
کرناب | طرم مېجر |
نعلبند | سرجن جراح |
ډاکتر | طبیب |
ټاپو | کمپ = Camp |
غند | برگید = Brigade |
کنډک سپور | رجمنت = Regiment |
غنډک | تروپ = Troop |
فبرګ غنډک | سکوادرون = Squadron |
بلک | دویژن = Division |
غبرګ څلور | فورز= Fours |
پړک | سکشن = Section |
نیم پړک | هاف سکشن= Half Section |
ګورشي سم | طرف راست ببینید |
ګور وړاند | طرف روی ببینید |
ګورکین سم | طرف چپ ببینید |
شاعر میرزا عبدالرشید متخلص په رشید د شاهزاده عبدالله جان د ولیعهدۍ په ویاړ د پښتو نوي القاب له لوړ رتبه مامورانو سره یو ځای داسې بیان کړي:
علي الخوصوص وزیران
حاحـــــــــــــــب تـــدبیر
که نام شان قمر تابـــان
نخــــست (نرمحمـــــــد)
لوټول مــــختار اســـــت
خـــطاب دیګران را تـــو
(صـــدراعظم) خــــو آن
وزیـــــــر ثانــــــــــی آن
(لــوی ملک) (حبیب الله)
امیر دولت و مستوفـــــی
الممـــــــــــــــــالک د ان
چه داشت (ارسلا خـــــان)؟
لوی مـــــین د باندې لــــقب
(وزیر خارجه) بـــــاشــــد
به اصـــــطلاح جــــــــهان
دیگر وزیـــــــــــر نکور ای
(حشمت الملک) اســـــــــــت
بــــنام (لوی مــــــین د غرو)
شهره (عصمت الله خــــــــان)
خطاب (ټولمشر) داشـــــــــت)
بیســــــــــــــــکریـــــــــــــان
معیر جملــــــــــــه خزاین لقب
(لوټولـــــــــــــــــــــــــــــــونی)
بنام (احمد علی خــــــــــــــــان)
زشــــــــــــــاه دید فرمــــــــــان
(دبیر ملک) (محمد حســـــــن)
که (لوی کښـــــــــــــــــــــــــل)
خطـــــــاب داشـــــــــت روزگاه
حضــــــــــــرت سلطــــــــــــان
هغه شخص چې له امير شېرعلي خان سره يې د ا صلاحاتو په تېره د پښتو د رسمي کولو په هکله اساسي مرسته کړې، هغه قاضي عبدالقادر يوسفزى، مشهور په قاضي قادر و، دى چې په اصل کې د پېښور يوې مشهورې قاضي کورنۍ ته منسوب و، عالم، شاعر، مصنف او مترجم و. په پښتو، اردو، عربي او انگرېزي پوهېده. په پېښور کې دى اول د تحصيلدار نايب و او وروسته له هغه چې له انگرېزانو سره يې مناسبات خړپړ شول، کابل ته راغى، دا هغه وخت و چې اميرشېرعلي خان دغسې اشخاصو ته ضرورت حس کاوه، څنگه چې قاضي عبدالقادر په دولتي چارو کې وارد و او پېښوریان هغه وخت د افغانانو په شان ګڼل کېدل او دی هم د امییر په شان د سمون غوښتونکی و، امیر دی د “افغنستان د پاچا مصاحب” او نظامي منشي (Royal Military Secretary) په حیث مقرر کړو او د “شاوونکی” خطاب یې هم ورته کاوه. د سردار افندي په قول “قاضی عبدالقادر په قاضي قدر مشهور و، د پېښور د نابغه په حیث په قطار کې تر ټولو برسر کې و. په هر څه پوهېده، په څو کسبونو کې متخصص و، په ټولو کسبونو کې د صلاحیت او له نورو سره اشنا و. د افغان دربار په دننني حلقه کې دغه مشاور به تل خپل پیاوړی بادار او مطاع ته د پرمختګ لار په ګوته کوله؛ دی خپل بادار ته له حده نه زیات وفادار و. په داسې حال کې چې خاینان به تل دېته تیار وو چې د امیرشیرعلي خان او د هغه کورنۍ ته پر دغه رښتیني شخص باندې د انتقادونو سختې ګولې واوروي… دغه قاضي پخپلې وفادارۍ او لیاقت سره د خپل بادار اعتماد تر دې حده جلب کړی و چې د مخالفینو په مقابل کې یې ځان ملمون ګاڼه” په واقع کې قاضي عبدالقادر نه یوازې د پښتو د علمي کولو او رسمي کولو بلکې په دولت او حکومت کې د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې د امیر شیرعلي خان لوی مشاور او مستندوی و، دا چې ځینې کسان وایي چې امیرر شیر علی خان اصلاحات د هغه پلان له مخې عملي کړل چې سیدجمال الدین افغان ورته تهیه کړو، حقیقت نه لري. حقیقت دا دی چې امیر شیر علي خان، سید جمال الدین د (۱۸۶۸) کال د نومبر په ۱۲مه یانې پخوا تر دې چې پر اصلاحاتو یې پیل کړی وي، د کندهار چمن له لارې هندوستان ته شړلی و. به هر حال، کهګدای لیکلي چې قاضي عبدالقادر داسې کتابونه تألیف کړل چې په هغو کې د عسکري درې ګونو صفونو یانې سپرو، پیاده وو او توپچي لپاره بولۍ ګانې وضع شوې او نظامي قومندې له انګرېزۍ نه په پښتو واړول شوې او په فارسي کې شرح شوې دي. د ده یوه ترجمه (قواعد عسکري لسان افغانی) نومېږي او ۳۸۲ مخه لري. نورو هم په دې هکله تألیفات کړي لکه (علم قواعد لشکر) د دریاخان نیازي او نورو. (قواعد پلتن) د نامعلوم مولف او (قواعد عسکری) د محمد ابراهیم (اجیدنت).
پر افغانستان باندې د انگرېزانو په دویېم نظامي يرغل سره لکه چې دمخه مې وويل هم نوى دولت او هم د هغه پښتو اصلاحات په عمومي ډول ترک شول، خو پښتو په نظامي برخې کې پاتې شوه او د امير عبدالرحمن خان په وخت کې چې دولت له سره تنظيم او تر بل هر وخت نه زيات متمرکز شو، د پښتو ملکي القاب هم ترک شول، دا له دې امله وو چې نوي واکمن دولتي عالي چارې او صلاحيتونه ځان ته منحصر کړل او څنگه چې د وزيرانو د کابينې هغه عصري شکل چې امير شېرعلي خان جوړ کړى و، له مېنځه لاړ، لوى القاب چې د قدرت تمثيل يې کاوه، هم پخپله ترک شول، البته د امير عبدالرحمن خان په وخت کې فارسي د دفتر يوازنۍ ژبه شوه او فارسي د دولت په حاوي کېدو سره تر هر بل وخت نه زياته خپره شوه، خو د امير شېرعلي خان د وختو نظامي القاب تر زياتې اندازې پر ځاى پاتې شول. سربېره پردې چې په دې وخت کې په پښتو کې يو شمېر تاليفات وشول، له ختيزو پښتنو سره د امير عبدالرحمن خان مراودي او هغوى ته د هغه فرمانونه او ليکنې په پښتو وې. د دربار په دارالانشا کې د پښتو څانگه پرانيستل شوه چې مشر يې ملامحمد خان “افغاني نويس” د عبدالله خان افغاني نويس پلار و.
بله دا چې په پورته اصلاحاتو سره یو شمېر انګرېزي لغات په اړولي شکل په فارسي او پښتو کې ننوتل، لکه پلتن، اسپه تال، ډاکټر، اوربند، صفرمینا (Sappers and miners) او کارتوس. بله دا چې د امير شېرعلي خان د پښتو ريفورم ولسي رنگ لاره، نه عربي او فارسي لکه هسې چې د روښانيانو په وخت کې و. د پښتو خاص صوتونه په خاصو تورو لکه (ډ)، (ړ)، او (ڼ) سره افاده شول او د لوړو منصبونو او القابو او مفاهيمو لپاره د پښتو عام فهمه ولسي کلمات په کار شول. په دغه کار سره د ملکي او نظامي منصبدارانو او مامورانو او په مجموع کې د ولس او حکومت ترمېنځ د ښې مفاهمې راوستلو لپاره ډگر هوار شو. په رسمي چارو کې اسانتياوې راغلې چې دغه ټکي د افسرانو د ذکر شوې ليکنې او د شمس النهار له لاندې ليکنې نه څرگند دي:
“آنچه جلد کتاب جهت رجمنت هاى سواره و پياده و توپخانه حسب الفرمايش شاهي از زبان انگرېزي بزبان افغاني بذريعه عالیجاه معلا جايگاه مقرب الخاقان فضايل و کمالات نشان (قاضي عبدالقادر خان پشاوري) رايل ملتري سکرتر افغانستان ترجمه شد. به افسران فوج ظفر موج از عرصه يک سال تعليم مي شد، الحال، به تفصيلات الهي بعد از يک سال موجد فرمان شاهي جناب رايل ملتري سکرتر بهادر امتحان آن افسران گرفت چنانچه هشت صد وچند نفر افسران امتحان کامل و پوره و با تعريف دادند”.
د ملي مصلحت تقاضا دا وه چې د امير شېرعلي خان اخلافو په تيره امير عبدالرحمن خان د هغه اصلاحات او په خاص ډول د هغه د پښتو حرکت له سره نيولى، اصلاح کړى او لا هم عمومي کړى واى؛ خو نه اميرعبدالرحمن خان او نه د هغه پاچا زوى اميرحبيب الله خان دغسې وکړل. دوى شايد له دې کبله داسې نه وي کړي چې دوى څنگه چې د امير شېرعلي خان د تربورې کورنۍ غړي وو، نه يې غوښتل د هغه نوښتي او اصلاحي پروگرامونه له سره ونيسي. نورو واکمنو په تېره هغوى چې له مخالفو خېلونو او ډلو څخه راهسک شوي دي، هم داسې کړي دي. په پښتنو په تېره د سر په پښتنو کې څه وخت چې کومه کشاله مخصوصا هغه چې د واک پر سر رامېنځته شوې، هغه د تربورۍ په چوکاټ کې اچول شوې او بيا تربوري په دښمني اړول شوې ده. په هر حال اميرعبدالرحمن خان په دغه اهمال سره په دولتي چاروکې د مداومت اصل تر پښو لاندې کړ او په دې ډول يې يوه مهمه ملي مشروعه موضوع بېرته وغورځوله.
۲- د محمد ظاهر شاه دوره:
د پښتو د رسمي کېدو دویم حرکت له اول حرکت نه څه لږ، نیمه پېړۍ وروسته د پاچا امان الله په وخت کې په کندهار کې پيل شو. وروسته په (۱۳۱۱/ ۱۹۳۲) کال د پاچا محمدنادر خان په اجازه د کندهار تنظیمه رئیس، محمدګل مومند، په کندهار کې د پښتو انجمن بنیاد کېښود او د هغه ولایت دفترونه یې په پښتو واړول، دغه انجمن وروسته په کابل کې له ادبي انجمن سره یو ځای شو او بیا په (۱۳۱۶/ ۱۹۳۷) کې پښتو ټولنه شوه. د کابل په نامه د انجمن مجله چې اول په دري او پښتو خپرېده، وروسته یوازې په پښتو خپرېده، (له ۱۹۵۸ څخه تر ۱۹۶۱ پورې د هغې د چلولو مسوولیت زما پر غاړه و). په دې ډول د پښتو دغه حرکت د پاچا محمد نادر خان او ورپسې د پاچا محمد ظاهر د واکمنۍ په اول کې په قوت روان شو او د هغه لپاره په دوو برخو کې کار کېده: رسمي او علمي.
د پښتو د رسمي کېدو په لور هڅې
پر (۱۹۳۷) کال د سردار محمد هاشم خان د صدارت په دوره کې کله چې سردار محمد نعیم خان د پوهنې وزیر و د اصلاح په ورځني اخبار کې یو پاچایي فرمان خپور شو چې ویل یې پښتو دې د فارسي تر څنګه په دولتي دفترونو کې جاري شي او د هغه لپاره دې حکومتي ماموران د درې کلونو په موده کې پښتو دومره زده کړي چې هم پرې خبرې او هم لیک و لوست وکولی شي چې رسمي چارې په ښه ډول اجرا شي، ولس له مأمورانو سره مفاهمه وکولی شي او د ولس او حکومت ترمېنځ مفاهمه حقیقي شي او ملي پیوستون نور هم ټینګ شي. د دغه مقصد لپاره د تدریساتو د لوی مدیریت له خوا مامورینو ته د دوی پخپلو دفترونو کې د پښتو د زده کړې کورسونه پرانستل شول. په اول سر کې حکومتي مأمورینو د پښتو زده کړه جدي ونیوله؛ خو کورسونه که څه هم چالان وو، ورو ورو بې اثره شول. د دغو کورسونو د ناکامۍ نېغ علت دا دی چې د پښتو د تدریس لپاره له دارالمعلمینو او ادبیاتو پوهنځي نه فارغ شوي مسلکي ښوونکي نه، بلکې فقط باسواده، نیمه باسواده او په هر حال غیر مسلکي ښوونکي استخدامېدل. د پښتو د تدریساتو د مدیریت مشران هم دغسې مسلکی او د صلاحیت خاوندان نه وو چې دغسې مهم مسلکی مأموریت سرته ورسولای شي. د ناکامۍ بېخکی اصلي علت دا و چې فارسي په دولتي مامورينو او تر دې لا مهم په حکمرانې کورنۍ او نورو متنفذو کورنيو کې په قوت سره ننوتلې وه، داسې چې د واکمنې کورنۍ د نوي نسل نږدې ټولو غړو پښتو نه شوه ويلاى او فارسي ژبي شوي وو او پښتو ورته د بېگانه ژبې حېثت غوره کړى و. دوى ټولو له پښتو سره هغسې سلوک کاوه لکه ميرنی زوى يې چې اوسي. ځينو لا ملنډې ور پورې وهلې. د همدغو سلوکونو په سبب هغه حرکت چې څه باندې شل کاله وروسته د قانوني پاچايۍ په لسيزه کې د ډاکټر عبدالظاهر د صدارت په دوره کې په ولسي جرگه کې د ملت د زياترو استازو له خوا د مامورينو د استخدام د لايحې د قانوني کولو په وخت کې پيل شو، هم نا کام شو. په دغې لايحې کې غوښتل شوي وو چې “د دولت مامور دې په پښتو او دري لوست او ليک وکولى شي.”
په ولسي جرگه کې د دغه نظر پلويان ډېر او مخالفان لږ وو، خو دغو لږو مخالفانو د لايحې د قانوني کېدو مخه ونيوله. په دې ډول چې دوى غونډو ته نه ورتلل او د هغو قانوني نصاب نه پوره کېده، که حکومت او واکمنې کورنۍ پر دغې موضوع باندې لنگر اچولى واى لکه هسې چې يې د خپلو خوښو پر موضوعاتو باندې لنگر اچوه، لايحه به قانوني شوې واى، خو حکمرانې کورنۍ د پښتنو په هکله د امير شېرعلي خان په اندازه ملي شعور او اراده نه لرله، که څه هم د اساسي قانون له مخې پښتو د دري په څېر د رسمي ژبې په حېث منلې شوې وه. په دې ډول چې د هغې د يوې مادې په قرار “د افغانستان له ژبو نه، پښتو او دري رسمي ژبې دي” په بل عبارت د قانون له مخې د دولت مامور مکلف و چې په پښتو او فارسي پوه اوسي. بله دا چې د قانوني پا چايۍ په اساسي قانون کې پښتو د ملي ژبې په حېث هم منل شوې وه. پښتو ځکه د ملي ژبې په حېث منل شوې وه چې هغه د افغانستان زياتره افرادو ژبه وه او ده. د واک فونډېشن په (1997) کال دغه واقعيت د لومړي ځل لپاره په اعدادو کې افاده کړ. په دې ډول چې په افغانستان کې پښتانه د نسب له مخې په سلو کې 63 او د گړېدو له مخې په سلو کې 55 دي.
نو په دا سې حال کې چې د نول سمې پېړۍ په دويمې نيمايي کې د امير شېرعلي خان ريفورم د انگرېزانو په يرغل سره له مېنځه لاړ، هغه حرکتونه چې په شلمې پېړۍ کې د پښتو د رسمي کېدو لپاره وشول، د حکمرانې کورنۍ د نه پاملرنې په سبب ناکام شول، خو څنگه چې پښتو په ولس کې ټينگ بېخ لري، د هغې د رسمي کېدو لپاره غوښتنې کېږي او پښتو اوس غني او علمي شوې ده، نور نو بېرته غورځول کېدلاى نه شي.
د پښتو د علمي کېدو په لور هڅې
د پښتو د علمي کېدو او غني کېدو لپاره لومړنی اساسي ګام د پاچا محمد نادرخان په وخت کې د ادبي انجمن په تأسیس سره چې وروسته له هغه نه پشتو ټولنه جوړه شوه، واخیستل شو. پښتو ټولنې او وروسته د ادبیاتو پوهنځي ترلسو نه په ډېرو ساحو په تېره د پښتو ادبیاتو تاریخ او ګرامر په باب کتابونه خپاره کړل او د کلاسیکو شاعرانو کلیات او دیوانونه یې په کراتو چاپ کړل. دوی همدارنګه د ښوونځیو لپاره درسي کتابونه هم برابر کړل. دغسې ټولنې او تاریخ ټولنې دا کارونه د عبدالحی حبیبي، عبدالروف بینوا، صدیق الله رښتین او ګل پاچا الفت په مشرۍ او همدا راز د قیام الدین خادم او نورو لیکوالو او پوهانو په مرستې سره سرته ورسول. دغو پوهانو، شاعرانو، مورخانو او لیکوالو په عین حال کې د اخبارونو او مجلو په چلولو او کلتوري او تاریخي ټولنو په چلولو سره د پښتو حرکت پیاوړی کړ. پښتو یې غني کړه او د هغې په باب یې سیاسي – اجتماعي شعور ویښ کړ. د دغه حرکت په رامنځته کولو کې محمد ګل خان مومند خوځوونکی رول لوبولی دی. ده سربېره پر دې چې په کندهار کې یې د پښتو انجمن تأسیس کړ، د داخلې وزیر او په عین حال کې په ډېرو ولایتونو کې د تنظیمې د رئیس په حیث د وطن په نا ارامو حالاتو کې په پوره صلاحیت، مسوولیت او تقوی سره د امنیت په خوندي کولو او د هېواد په اداره کولو کې بې جوړې خدمتونه کړي دي. په عین حال کې یې په پښتو کې یو شمېر اثار هم کښلي چې په هغو کې یې په دوه ټوکونو کې د پښتو سیند په نامه په ۷۶۵ مخونو کې یو قاموس دی. هغومره چې محمدګل مومند دغسې اداري او عملي خدمتونه د پاچا محمدنادر خان او د سردار محمد هاشم خان د صدارت په لومړیو کلونو کې په زغرده او بري سره کړي، د افغانستان بل لوړ رتبه افسر نه دي کړي.
د پښتو حرکت د پوهنې له پراختیایی حرکت سره جوخت روان و. په معارف کې مسلکي ښوونکي له دارالعمعلمینونو، عالي دارالمعلمینونو او د ادب له پوهنځي نه ووتل او د پښتو په تدریس او تعمیم کې یې برخه واخیستله. په دې برخې کې د معارف د وزیرانو په حیث د ډاکټر علی احمد پوپل او ډاکتر عبدالقیوم سهم بنسټیز دی. حکومت پخپلو انکشافي پلانونو او دوی پخپلو مسلکي تدبیرونو او ابتکاري پروګرامونو سره د معارف په تعمیم کې غټ کارونه کړي. په دې ډول چې په کابل کې یې د خوشحال خان او عبدالرحمن بابا د لېسو په پرانیستلو او په ټول وطن کې د ښوونځیو او لېسو په زیاتولو سره د اطرافي ځوانانو لپاره د تحصیل چانس برابر کړ چې په هغه کې طبعاً د پښتو چانس د دوی د تناسب په قرار یانې ډېر و. د دغسې حرکت په نتیجه کې پښتو هم اوچته شوله.
د پښتو پوهنې دغه پراختیایي حرکت او ورسره د پښتو حرکت وار په وار قوي کېده؛ خو د ثور کودتا هغه زیانمن کړ او کورني جنګ له مېنځه یووړ او موجود تعلیم کړي، د فکر او معز او تجارببو افغانان یې له وطن نه وتلو ته مجبور کړل. د دوی په وتلو او له مېنځه تللو سره افغانستان هغومره چې په عمومي معارف سره په پرمخ تللی و، هغومره په شا ولاړ. د افغانستان معارف اوس د اوښ په قدم لار وهي، په داسي حال کې چې په لویدیزې نړۍ کې انسانان د ایلیکټرونیک او کمپیوټر په مرسته چارې د سترګو په رپ کې اجرا کوي. په هر حال د پښتو په غني کولو د پښتو د پورته یاد شویو مخکښانو سهم به هغه وخت د دوی د اجتماعي او کلتوری چاپیریال په قرینه په ښه ډول معلوم شوی وی چې د دوی پوره بیوګرافي ګانې ولیکل شي. دغو اطرافیانو په پرله پسې زیار، استقامت او د ربړونو په ګاللو سره په کابل کې ځانونه لوړو علمي او سیاسي مقامونو ته ورسول او د اساسي خدمتونو په کولو او د قیمتي اثارو په رامینځته کولو سره یې خپل نومونه د تاریخ په پاڼو کې خوندي کړل او ځانونه یې سرمشق کړل.
د پښتو د اینده په هکله یو څو خبرې
پښتو د پښتنو ژبه ده خو هر پښتون په پښتو ګړېدلی نه شي. د واک فونډیشن په موندنې سره په سلو کې اتو پښتنو په افغانستان کې پښتو ترک کړې ده. له افغانستان نه د باندې د پښتو د ترک کېدو تمایل تر دې هم ګړندی دی. په هندوستان کې یوسفزیان، لودیان، سوریان او نیازیان او په ایراني خراسان کې هوتکیان قوم بسته بې پښتو شوي دي. په پاکستان او هندوستان کې هغه کسان چې د خپلو نومونو په اخر کې خان راوړي په اصل کې پښتانه دي؛ خو پښتو ویلی نه شي. په دې ډول پښتو په عمومي ډول مخ په ترک کېدو ده او پښتانه د هویت له بحران سره مخامخ دي. د هویت دغه بحران به د پښتو اجتماعي او سیاسي ژوند هم متاثر کړي. ددي حال اغیز لا دمخه ظاهر شوی او پښتانه اوس په دفاعي حالت کې دي. دغه بحران په اصل کې د ډیورنډ د کرښې په تحدید سره په (۱۸۹۵) کال پیل شوی او په افغانستان کې د شلمې پېړۍ په پیل سره محسوس او مخ په قوت شوی دی. د دغسې يېړۍ په پیل سره دربار او واکمنې کورنۍ پښتو ورو ورو ترک کړه او دولت ورته په دفترونو کې ځای ورنه کړ.
پښتو په عمل کې رسمي نه شوه، څنګه چې ورته وار په وار حاوي کېده په هغه کې د ژبې نقش مهم کېده، واک فونډېشن د هغو سروې ګانو او اساسي حقایقو په استناد چې په دغه هکله یې ترلاسه کړي، دې نتیجې ته رسېدلی دی چې “د افغانستان امپراتوري او دولت جوړونکی پښتون قوم په کلتوري لحاظ په تاریخ کې یو ډېر زیات مسخ کېدونکی او ورک کېدونکی قوم دی”.
د پښتنو دغه “مسخ کېدل” او “ورک کېدل” په منطقه کې د افغانستان په وضعې پورې اړه لري چې دا موضوع دلته د بحث کولو نه ده. دلته به دغومره ووايم چې په وچې محاط افغانستان په دغې پېړۍ کې هم وروسته پاتې شوى او د تېرو شلو کلونو نارامي هغه نور هم وروسته پاتې کړ، په داسې حال کې چې د منطقې هېوادونه په تېره ايران او پاکستان پرمختللي دي. طبيعي ده چې د افغاسنتان او د دغو هېوادونو ترمېنځ دغه توپيرونه به پر معارف او کلتور باندې هم اثر واچوي او پښتو به هم متاثره کړي. په پورته دوو ياد شويو هېوادونو کې دغه نظر څرگند دى چې څنگه چې پښتنو د افغانستان په جوړولو، ساتلو او تنظيمولو کې اساسي نقش لرلى دى، معکوساً د پښتنو ضعيف کېدل به افغانستان هم ضعيف کړي چې په دې حال کې به دوى نسبتاً په اسانۍ سره وکولى شي هغه تر خپل نفوذ لاندې راولي، نو د دوى کوښښونه دغه ټکي ته متوجه دي چې افغانستان دې د پخوا په شان د پښتنو په مشرۍ سره يو خپلواک هېواد نە وي. ټول هغه مصيبتونه چې افغانستان ته اول د شوروي په يرغل سره او وروسته د همدغو گاونډيو هېوادونو له خوا پېښ شوي دي، د همدغه نظر په سبب دي؛ خو دا يوه سياسي موضوع ده چې دا يې د سپړلو ځاى نه دى. د موضوع په اړه به دومره ووايم چې په دغو هېوادونو او په خاص ډول په ايران کې دغسې کوښښونه روان دي چې د هغو په موجب پښتو بايد ضعيفه يا ورکه شي چې څو پښتانه خپل هويت له لاسه ورکړي او افغانستان نور نو هغسې هېواد نه وي، لکه چې و يا حتى دى. د ايران په افراطي او حتى ځينو رسمي خلکو کې د پښتو ضد تمايل يو څرگند حقيقت دى. د ډېرو منابعو له مخې دغه افراطيون د پښتو اثار ترلاسه کوي او له مېنځه یې وړي. سربېره پردې چې د پښتو پر ضد تبليغات کوي او ستمي ډوله افغانان د همدغه مقصد لپاره استخداموي او تمويلوي. د همدغسې کوښښونو په اثارو کې د کورني جنگ په دوره کې د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د پښتو اثار له مېنځه يوړل شول. پښتو ته بل خطر تر دې لا بېخکى دى او هغه دا چې پښتانه له نورو کلتورونو او ژبو سره په تماس سره خپله ژبه د نورو ژبو په گټه هېروي، لکه چې په دې هلکه د مخه وغږ ېدم، داسې چې که د دوى د ډېر شمېر په مېنځ کې يو کس هم دري ويونکى وي، دوى پښتو پرېږدي، په دري گړېږي او يا کله چې له دري ويونکو نه ښځه په نکاح کړي، هغې ته موقع ورکوي چې اولادونه يې دري ويونکي کړي.
دلته نه غواړم ددغو خطراتو د دفع په باب لويو موضوعاتو ته لاس واچوم، داسې موضوعات چې د هغو طرح کول او عملي کول به په داسې حال کې چې په وطن کې نارامي ده، مشکل څه چې ناممکن وي. خبره د يوڅو ورځو او وارخطايۍ نه ده. څنگه چې پښتو د افغانستان د ډېرو خلکو ژبه ده، دوى د دې توان لري چې هغه له ورکېدو نه وژغوري؛ خو چې ليکوالان او د فکر خاوندان دوى د خپلې ژبې حال ته متوجه کړي. بې له دې چې د وطن له نورو ژبو نه توجه واړول شي، يا هغو ته د ميرني زوى په سترگه وکتل شي. د افغانستان د ټولو ژبو ويونکي افغانان او د وطن په گټه او تاوان او ملي پيوستون کې سره شريک دي. له دې امله د هغو ژبې همغسې وړ دي، لکه پخپله چې دي. د هېڅ ولس ژبه نه مقدسه او نه د تحقير وړ ده. دا پخپله ويونکي دي چې ژبې جوړوي او تغيير او انکشاف ورته ورکوي، نو د هر ولس قوت د هغه د ژبې قوت دى او برعکس په دې ډول پښتانه خپله پښتو هغه وخت په ښه ډول ساتلى او غني کولى شي چې پخپله قوي اوسي. يانې لکه څنگه چې دمخه مې وويل قوي اقتصاد ولري. د علم، پوهې او ټکنالوجۍ لوړې سطح ته رسېدلي او په مجموع کې غوړېدونکي او تولېدونکي کلتور ولري. د انحطاط په حال کې هم دوى کولى شي د خپلې ژبې غم وخوري او ليکوالان او د فکر خاوندان يې په دې هکله نظريات وړاندې کړي. په تاريخ کې د انحطاط په حال کې د ولسونو له افرادو څخه پاخه نظريات وتلي دي، خو د دې لپاره چې دغسې وشي قوي شعور او پخه اراده په کار ده. له ښه مرغه زموږ ډېرو ليکوالو دغسې شعور ښودلى دى. دا يوه ښه نښه ده ځکه يوازې د دغسې خبرو اترو په نتيجه کې سم او د عمل وړ نظريات رامېنځته کېدلى او پښتني شعور قوي کېدلى شي. په اوس وخت کې دا هغه څه دى چې موږ ورته اړ يو، موږ په څو سببه هغه ته اړه لرو؛ لومړى پخپله د ژبې اهميت دى. ژبه په اصل کې د فرد په انکشف او په يوې سياسي جامعې کې د هغې په ټينگېدو يا شړېدلو کې رول لوبوي، فرد خپل احساس، فکر او عقل يوازې په ژبې سره څرگندوي. له ژبې نه غېر دغسې څرگندونه ممکنه يا پوره ممکنه نه ده. د ايډورډ سيپر په نظر ….”ژبه د جوړښت په حيث، پخپل دنني مخ سره د فکر لپاره قالب برابروي.” مانا دا چې په فرد کې دننه د ژبې په نامه هغه حل شوى جوړښت دى چې د هغه د هر هغه څه لپاره چې د هغه له مغز نه راوځي له الفاظو نه جوړ شوى قالب برابروي، که ژبه نه وي يانې له الفاظو نه قالب نه وي برابر شوى، د فرد ذاتي ملکات يانې د تفکر، تعقل، کشف کولو، جوړولو، استعدادونه به پر ځاى پاتې وي او وبه نه غوړېږي. په دې ډول د فرد تفکر او تعقل په ژبې پورې اړه لري او هغه کشفيات ممکن کوي. سيپربيا وايي چې …”ژبه د مادي کلتور تر ډېرو ابتدايي انکشافاتو نه د مخه موجوده وه او دغه انکشافات په واقع کې تر هغو ممکن نه وو چې ژبې د مهمې افادې د وسيلې په حېث شکل او صورت نه و غوره کړى.” په دې حساب څومره چې يو فرد پر ژبې باندې حاکم وي يانې په هغې کې يې د افادې او بيان توان بې خنډه او زيات وي، دى هم په هماغه اندازه کولى شي، د خپل ذهن يا مغز محصولات په الفاظو کې بيان کړي او نور پرې خبر کړي. فرد دغه څه يوازې په هغې ژبې کې په ښه او دقيق ډول کولى شي چې له وړوکتوب يانې د خپل شخصيت د تشکل او تکامل په دوره کې يې وي او د شخصيت جز يې گرځېدلى وي. همدغه سبب دى چې د هغه لومړنۍ ژبه د هغه د مورنۍ ژبې په نامه يادېږي. بله ژبه يا دوېمه ژبه د هغه د مورنۍ ژبې ځاى نيولى نه شي. يو څوک هغومره چې پخپلې مورنۍ ژبې کې ځان ازاد حس کوي، په بلې ژبې کې يې نه کوي. هغومره چې پخپلې مورنۍ ژبې کې ځان قوي او حاکم احساسوي، په دوې مې ژبې کې يې نه حس کوي. دى يوازې د خپلې مورنۍ ژبې کلمات، اصطلاحات او افادې د ځان يانې د خپلو احساساتو او افکارو د بيان لپاره په اسانۍ او دقيق ډول استخدامولى او په دې ډول خپلو ذاتي ملکاتو ته انکشاف ورکولى شي. په دې برخه کې به زه خپله تجربه بيان کړم. زه اوس هم په انگرېزي يا فارسي ځان هغسې افاده کولى نه شم لکه په پښتو کې يې چې کولى شم؛ که څه هم په انگرېزۍ کې مې بې شمېره کتابونه لوستلي، څېړنې مې پکې کړې او يو شمېر کتابونه مې پکې کښلي دي، کله چې په پښتو کې څه ليکم کلمات، افادې او اصطلاح گانې د رضاکارو غوندې رامخته کېږي. په داسې حال کې چې په انگرېزي کې زه ورپسې گرځم. دا ځکه چې پښتو زما اولنۍ، مورنۍ او زما د شخصيت د تشکل د وختونو ژبه ده. که ما تحصيلات او مکالمات پخپلې مورنۍ ژبه کې کړي واى ملکاتو به مې تر دې ډېر انکشاف کړى واى. په پښتو مطالعاتو کې زما د درک اندازه تر هغو نه چې په انگرېزي يا دري کې ده، ډېره ده؛ نو د خپلې تجربې له مخې ويلى شم چې د نورو حال به هم همدغسې وي. د پښتنو حال به هم همدغسې وي، په دا سې حال کې چې شمېر يې پخپل ملک کې تر نورو وطنوالو نه ډېر دى نه پخپلې ژبې کې لوړ تحصيل کولى شي او نه يې ژبه دفتري شوې ده، دا يوه غټه بې عدالتي ده. د دغې بې عدالتۍ په سبب د افغانستان اکثره خلک نه شي کولى خپلو استعدادونو ته هغسې انکشاف ور کړي، لکه هغه وخت يې چې ور کولى شي چې عالي تحصيلات پخپلې ژبې کې سرته ورسوي او په رسمي او دولتي چارو کې پخپه مورنۍ ژبه وگړېږي او ليکنې پرې وکړي. که دوى دغسې وکولى شي د ولس د زياتره برخې او دولت ترمېنځ به تفاهم او روغ نيتي راغلې وي. برعکس دغه بې عدالتي به په اوږده موده کې د جامعې يانې د ټولو وطنوالو په تاوان وي، د همدغې ملاحظې له امله چې زموږ مصلحانو دغه بې عدالتي يا ظلم درک کړى و او د علاج لپاره يې په گډه يو فارمول ايستلى او هغه دا چې: “د افغانستان له ژبو نه پښتو او دري رسمي ژبې دي.” سربېره پردې څنگه چې پښتو د افغانستان د اکثرو خلکو ژبه ده، د افغانستان ملي ژبې په حيث هم منل شوې ده. دغه مصلحان حاکمان او دکتاتوران نه، بلکې د اعتبار وړ غوره شوي عالمان وو چې وروسته دغه فارمول د افغانستان د ټولو پرگنو او قومونو انتخابي استازو چې د خپلو موکلينو له خوا د دموکراسۍ په اصولو سره سم انتخاب شوي وو، په اساسي قانون کې هم مسول کړ. البته دغه قانون وروسته لغوه شو، خو د ژبې دغه واقعيت له مېنځه نه دى تللى او قانون د دغه واقعيت له امله نه دى لغوه شوى. په بل عبارت په افغانستان کې د ژبو د مسالې د حل لپاره عمومي چوکاټ په انفاق سره وضع شوى او اوس په کار ده چې هغه عملي شي او د دغه چوکاټ له مخې فرعي قوانين جوړ شي يانې دا چې په افغانستان کې دې له سروال نه نيولې تر کاتب او چپړاسي پورې ټول هغه کسان چې له بېت المال يانې د ملت له خزانې نه معاش اخلي په پښتو او دري ليک او لوست وکولى شي. پښتو دې د فارسي په څېر په نظر او عمل کې رسمي او دفتري ژبه وي او په ښوونځيو، پوهنتونو او قضايي محاکمو کې دې د قانون له مخې د اکثريت په حېث ځاى ولري.