اګست ۲۰۰۵
د افغانستان موقعيت د هغه تاريخ په ژور ډول اغيزمن کړى دى، په دې چې د نړۍ نامتو سوبمنان د افغانستان له لارې يا د مېنځنۍ اسيا، يا د سهيلي اسيا يا د لويديځې اسيا په لور تللي او په افغانستان کې يې اثار پرې ايښي دي. دا چې نن ورځ په افغانستان کې څلورو ژبنيو ډلو ته منسوبې ژبې، يانې هندو اروپايي، ترکي، مغولي، سامي او دراويدي ويلي کېږي، په اصل کې د همدغه موقعيت له امله دي. د افغانستان دغه موقعيت تر هغو چې اروپاييانو سمندري لارې نه وې پرانيستلې او سوداگري د وچې له لارې کېده بېخي ډېر مهم و، تر زياتې اندازې د همدغه موقعيت له امله و چې په پخواني افغانستان کې دينونه هسک شول، يا پکې خپاره شول، خو د سمندري لارو له پرانيستلو څخه وروسته چې افغانستان نور نو د کاروانونو او ترانزيتي سوداگريو لار نه وه، ورو ورو گوښه کېده او کلتور يې هم وچيده.
افغانستان د شپاړسمې پېړۍ په پيل سره د پارس د صفوي او د هند د مغولي امپراتوريو ترمېنځ وېشل شوى و، په دې ډول چې له اباسين نه تر کلات پورې د مغولو حکم چليده او کندهار او هرات د صفويانو تر اثر لاندې وو. دوى څو ځله د کندهار په سر سره وجنگ ېدل. له هندوکش نه تر آمو پورې سيمې يا د ځايي واکمنو په لاس وې يا د شيباني خانانو تر حکم لا ندې وې. په اصل کې افغانستان د ديارلسمې پېړۍ له پيل نه وروسته د چنگيزي مغولو په تاړاکونو سره مخ په ښکته روان و او تاريخ يې د بېگانه وو تاريخ شوى و.
کندهار چې کوټه، ژوب او بلوچستان يې برخې وې او له کلات نه تر فراه پورې پرته سيمه وه خپل تاريخي اهميت تر ډېره حده پورې ساتلى و او د دغې سيمې ډېرې برخې د هلمند، ارغنداو او د ترنک سينونو او د معتدلې هوا په لرلو سره تل ښېرازې او ابادې وې. له همدې امله به وي چې په کندهار کې ان تر تاريخ نه دمخه دوره کې خلک اوسېدلي او وروسته په هلمند او ارغنداو کې مېشتو گندهاريو په هلمند کې د گندهارا (Gandhara) په نامه ښار جوړ کړ چې د کندهار اوسني ښار د دغسې ښارونو په لړ کې وروستى ښار دى.
د مغولو او صفوي حاکميت په وخت کې په کندهار کې د ابداليانو ټول خېلونه او د غرزيو يا غلزيو څه خېلونه پراته وو او تاجکان، ملتانيان او نور يې تر څنگه اوسېدل او د کندهار «ښار د باندې اکثر کلي او ولس ايرانيلان وو.» په عمومي ډول د غلزيو خېلونه له کلات نه تر کابل پورې د مغولو د کابل صوبه دار ترلاس لاندې وو او ابداليان چې احمد شاه دراني وروسته درانيان ونومول د کندهار د صفوي بيگلربيگي يا نايب الحکومه په سيمې کې وو خو دواړه قومونه پخپلو دننيو چارو کې خپلواک وو او چارې يې خپلو مشرانو ورتنظيمولې. دغه مشران په اصل کې وروسته له هغه د زيات واک خښتنان شول چې ولسونه يې مېشته شول او کلي او ښارونه يې ودان کړل. د دغو مشرانو له نومياليو نه سلطان خودکي (پوپلزى) او سلطان ملخي (توخي) وو او دوى په کال (۱۶۲۴) کې سره جوړه وکړه چې د هغې له مخې گرماب د دوى د قومونو ترمېنځ گډه پوله وټاکله شوه. په دې ډول چې ختيځه خوا به يې د غلزيو او لويديځه سېمه به يې د ابداليانو وي. په دغې جوړې سره د دوى د قومونو ترمېنځ د شخړو مخه ونيوله شوه. د دغو مشرانو په نومونو کې د سلطان له کلمې نه معلومېږي چې دوى د زيات واک خاوندان وو خو په داسې حال کې چې سلطان ملخي د خپل ولس له خوا سروال غوره شوى و، سلطان خودکي د تاريخپوه سلطان محمد دراني په وينا «بدون مشوره الوسات مشغول امر رياست و متکفل کار حکومت گرديد». د سلطان ملخي سروالي د هند مغولي حکومت او د سلطان خودکي سروالي د صفوي حکومت منلې وه او د دوى ځينو مشرانو ته يې اعزازي لقبونه هم ورکړي وو، خو صفويانو د مذهب د اختلاش سره سره له پښتنو سره ښه چلند کاوه، په داسې حال کې چې مغولي صوبه دارانو يا واليانو ور سره بد سلوک کاوه، شايد له دې امله چې په ختيځه کې روښانيانو د مغلو په مقابل کې کلونه کلونه جگړې کولې او پښتانه قومونه يې په مقابل کې پاڅول. په اصل کې لومړى شاه عباس صفوي (۱۵۸۸- ۱۶۲۹) ابداليان په دننيو چارو کې پخپل حال پرېښودل او «په خپل شاهي فرمان يې د پښتنو خپل مشران پر هغوى باندې مقرر کړل.»
په دغه ډول د دواړو قومونو مشران نه يوازې په ولسي چارو کې بل کې په بين المللي سياست کې په تېره د کندهار په سر د دواړو امپراتوريو په رقابتونو او جنگونو کې د تجربو خاوندان شول. عمومي وضع لږو ډېر همدغه شان وه چې په کال (۱۷۰۲) کې د پارس شاه حسين صفوي، گرگين خان کندهار ته د بيگلربيگي په توگه وټاکه.
په کندهار کې د گرگين خان تر راتگ وروسته غټې پېښې يو په بل پسې وشوې. دغه وخت په پارس کې شيعه گان د رسمي سياست له مخې هڅول کېدل او د هغه پرعکس سنيان ځپل کېدل. د دغه سياست له مخې گرگين خان هم د کندهار سنيان تر فشار لاندې ونيول او له هغو سره يې دغسې چلند پيل کړ چې لکه ياغيان وي. له عسکرو نه خو يې افغانان په امان کې نه وو. غېر له هغه هم گرگين دغسې يو کس و چې د حکومت په کولو کې يې له دسيسو او زور نه کار اخيست. دى چې اول عيسوي گرجي و، په گرجستان کې د صفويانو په مقابل کې پاڅېد او چې په جنگ کې مات شو، مسلمان شو او څنگه چې دى يو لايق جنرال و، پاچا دى وبښه او د شاهنواز په نامه يې ياد کړ او کندهار ته يې ولېږه چې دغه ولايت د مغولو له خطر نه وژغوري، ځکه چې مغولي پاچا اورنگ زېب اراده کړې وه چې کندهار بېرته ترلاسه کړي.
گرگين چې له يوه شل زريز پوځ سره کندهار ته راغلى و، په دې لټه کې شو چې د ابداليانو او غلزيانو عنعنوي خپلواکي ختمه کړي او د خپلې خوښې حکومت پرې جاري کړي. اول يې د ابدالي مشرانو پرضد دسيسې وکړې او په شهر صفا کې يې د رستم خان سدوزي قوي ډله د هغه له مړينې نه وروسته وځپله او بيا يې د هغې مخالفه ډله د عزت سدوزي او اتل سدوزي په سروالي وهڅوله چې ارغستان پرېږدي او د کندهار په ختيځه خواکې مېشته شي. هغوى همدغسې وکړل، خو ډېره موده نه وه تېره شوې چې پوځ ناڅاپه پرې ودانگل، ډېر يې ترې نه ووژل او گرگين خان د هغو ډېر لويان کرمان ته وشړل او پاتې ابداليان د ښوراوک شاوخوا دښتو او غرو ته وکوچېدل.
د ابداليانو تر ځپل کېدو وروسته غلزيان په کندهار کې د يوه لوى قوم په توگه پاتې شول. دا وخت ميرخان هوتک چې په ميروېس خان يادېده، د غلزيو مشر و، دى که څه هم ځوان او شايد څه باندې دېرش کلن و (د زوکړې کال ۱۶۷۳) د خپل شخصيت له امله او دا چې د ښالم خان هوتک مشر زوى او د خپلې مور نازو انا له خوا د سلطان ملخي توخي لمسى و، د مشرۍ مقام ته رسېدلى. دى د خپلې ماينې، خان زادې له لارې د پوپل زيو زوم و او د هغوى په ډلبنديو کې يې برخه اخيسته. د ميروېس غټ صفت دا و چې د ژونديو پېښو او شخصي تجربو پر اساس يې تدبيرونه نيول او عملي کول. له دې امله دى په خاص ډول هغو سياسي او ټولنيزو پېښو ته چې ولس يې په ژور ډول اغيزمن کاوه، متوجه و او کشالې يې له ولسي مشرانو سره په خبرو او جرگو سره هوارولې، په تېره چې دى د عصر نوميالى خطيب و او له خپلې شتمنۍ نه يې چې هم له پلاره ورپاتې وه او هم يې پخپله له هندوستان سره په سوداگرۍ کې ډېره کړې وه، د سياسي مقصد لپاره استفاده کوله. هغسې چې بايزيد روښان په کندهاريو باندې د مغولو ظلم پارولى و، داسې هم ميروېس د گرگين خان په زورواکۍ سره پارېدلى و، خو په داسې حال کې چې لومړنى د خپلواکۍ غورځنلگ په څرگند ډول شروع کړ او نابريالى شو. وروستى د خپلواکۍ حرکت د همکارۍ په جامه کې په پټه پيل کړ او بريالى شو.
گرگين خان د ابداليانو له ځپلو نه وروسته ميروېس هوتک ته رجوع وکړه، شايد په دې مقصد چې د دوستۍ په پلمه د ده قوم هم وځپي، خو ميروېس هم له وروستيو پېښو نه عبرت اخيستى و او دې ته حاضر نه و چې گرگين خان يې تېرباسي او هغه ته کومه پلمه برابره کړي، نو يې له هغه سره د همکارۍ لار ونيوله او د ښار د کلانترۍ منصب يې ومنه او گرگين خان ته يې ځان دومره نږدې کړ چې د سلطان محمد دراني په وېنا “بیګلربیګي مذکور نیز اورا از دولتخواهان صادق و مخلصان موافق دانسته بی مشوره او به کاری نپرداختی و بیغییر اجازه اش اقدام صلح و جنگ نساختی و اکثر مالیات دیوانی دور دست را بمرافقت و موافقت او بدست اوردی” خو ډېره موده نه وه تېره شوې چې گرگين خان د ميروېس له وار په وار نفوذمن کېدو نه په اندېښنه کې شو او د دې لپاره چې د هغه په فکر ميروېس هم د دولت خان سدوزي په شان نه شي، اصفهان ته يې وشړه او له شاه حسين نه يې وغوښتل چې د کندهار د امنيت په خاطر هغه بايد هلته وساتل شي. دا هغه وخت و چې د گرجيانو د زور زياتي له امله په کندهار کې خلک ډېر په تنگ شوي او اصفهان ته د پښتنو د داد غوښتنې يو هيات نابريالى وطن ته ستون شوى و.
په اصفهان کې د ميروېس کړه په يقين سره څرگند نه دي، خو دا څرگنده ده چې ميروېس پاچايي در بار ته په لار پېداکولو سره معلومه کړه چې درباريان په مخالفو ډلو سره وېشل شوي چې پخپله پاچا يو ضعيف واک من دى او د پارس امپراتوري مخ په ښکته روا نه ده او شيعه گان او سنيان په ټينگه سره مخالف شوي دي. په دغه ټکي باندې هم اتفاق دى چې ميروېس د سوغاتونو په ورکولو او پخپل خاص مهارت او فصاحت سره د گرگين خان په اړه شاه حسين او د هغه ځينې درباريان مشکوک کړل او د هغه پرعکس خپل ځان يې د پارس د ست وپېژنده. په يوه بېگانه ملک کې د سياسي بندي ميروېس دغه کړه ساري نه لري، په تېره چې هغه په مکه کې د حج له اداکولو نه وروسته د صدراعظم، اعتماد دوله له لارې اجازه ترلاسه کړه چې په کندهار کې د گرگين خان مشاور وي.
حاجي ميروېس کندهار ته په ستنېدو سره له گرگين خان سره د پخوا په شان هم کاري پيل کړه، خو گرگين پرې ډاډه نه و او ويې غوښتل چې ويې ازمويي او د هغه لور يې خپل زوى ته په نکاح وغوښتله. د ميروېس لپاره دا يو بل غټ مشکل و، ځکه چې د هغه وخت پښتنو دا خپل سپکاوى باله چې خپلې لوڼې پرديو ته په نکاح کړي؛ نو ميروېس په کوکران کې د دغې موضوع په سر د قومي مشرانو د جرگې د پرې کړې له مخې خپله يوه وينځه د لور په نامه په نکاح ورکړه او گرگين خان يې په دې ډول غافل او د ځان دوست کړ؛ خو د ميروېس په مخ کې اصلي مسئله د خپلواکۍ وه او دى د صفوي دربار په کتنې، د گرگين خان په زورواکي، د گرجيانو په زور زياتي او د خلکو په ناراضي توب دغې نتیجې ته رسېدلى و چې اوس د دې وخت دى چې ولس له بلواکي نه خلاص او پخپل واک شي، خو د دغه کار لپاره نه تنظيم و، نه وسله او نه پوځ او نه هم د وسله والې مقابلې توان. د خپلواکي گټلو لپاره تقاضا هم عمومي نه وه او ميروېس د خپلواکۍ د گتلو او د حکومت د ړنگولو په اړه په مخ کې کوم مثال او سرمشق هم نه درلوده، خو پر دې ټينگ و چې د خپلواک کېدو وخت رسېدلى دى، که څه هم په کندهار کې شل زريز بېگانه پوځ ځاى پر ځاى او د گرگين خان غوندې زورواک جنرال يې قومندان و او د دوى ټولو شاته يوه امپراتوري هم ولاړه وه.
ميروېس د خپلواکي گټلو لپاره ځانله طرح لرله چې د هغې له مخې دى به په جرگو سره قومي مشران او د هغو له لارې د هغوى ولسونه د عمل لپاره اماده کړي او په عېن حال کې بېگانه پوځ په حساس وخت کې برخې برخې کړي او د يوې برخې په لاندې کولو سره به د هغې له وسلې نه د نورو برخو په مقابل کې کار اخلي. د ميروېس دغه طرح په شلمې پېړۍ کې د ستالين هغه وينا په زړه کوي چې “ښه ديپلوماسي د يوې فرقې کار کوي”.
ميروېس د خپلې طرح د عملي کولولپاره هغه وخت لومړى گام وچت کړ چې د کندهار په ختيځه دېرش کيلو متري کې په مانجه کې يې د قومي مشرانو او روحانيونو يوه پټه جرگه وبلله. ريدي خان مومند يوازنى کس دى چې پخپلې منظومې، محمودنامه کې يې د مانجې قصه راوړې چې د هغې ځينې برخې په پټه خزانه کې راوړلې شوې دي. بل ډول روايتونه هم شته. په هر حال د جرگې کال به يا (1708) یا (1709) وي. د دغې منظومې له مخې په جرگه کې د ميروېس په مشرۍ دغو مشرانو گډون کړى و: سيدال خان ناصر، بابوجان بابي، بهادر خان اندړ، ملا پيرمحمد مياجي، عزيز خان نورزي، يوسف خان هوتک، گل خان بابړ، نور خان بړيڅ، نصروخان الکوزى، يحيى خان هوتک، حاجي نورمحمد هوتک مشهور په حاجي انگو او يونس خان کاکړ. جرگې پرېکړه وکړه چې د بلوڅو، کاکړو او ترينانو خانان به خپل ولسونه هڅوي چې د ماليو له ورکولو نه سروغړوي، يانې ياغي کېږي به، تر څو گرگين خان مجبور شي هغو خواو ته يو څه پوځونه واستوي او دوى يې هلته له مينځه يوسي. مهمه دا ده چې جرگه وال خپلې جرگې او پرېکړې ته رښتين وو، دغه راز يې پټ وساته او پخپلې پرېکړې يې عمل وکړ.
ګرګین خان چې پخپل اند له دغه “بغاوت” نه خبر شو، شپږ نیم زره عسکر یې د میرزا سندل په قوماندانۍ د “یاغیانو” د ټکولو په مقصد واستول او ورپسې پخپله له زرو تنو سرپرېکړو سره ور روان شو او له میرویس نه یې وغوښتل چې له خپلو قومي ایله جاریو سره د ارغسان په ده شېخ کې ورسره یوځای شي. میرویس لا د مخه ګرګین خان ته د امان الله هوتک په وینا ډاډ ورکړی و چې «موږ او تاسې ته په کار دي چې په ډېره میړانه او ثبات د داسې پېښو مقابله وکړو او زه پخپله و هر ډول فداکارۍ او قربانۍ ته حاضر یم» خو د ارغسان په ده شېخ کې د نېغې نظامي مقابلې وخت رسېدلی و، په دې ډول چې د عبدالغفار هوتک د هوتکنامې منظومې له مخې اوه سوو ناصرو او هوتکو د میرویس په قومندانۍ د ګرګین خان په زرګسیز پوځ باندې د شپې په ترګمۍ کې ناڅاپه برید وکړ او له مینځّ یې یووړل.
وو په شــــــــــــمار
اوو ســــه سوه کسه
داســـې څوک دى له
دې پســــــــــــــــــــــه
وده شــــــــــــېخ و ته
روان شــــــــــــــــــوه
برابــــــــــــــــــر پـــر
کـــــــــــافران شــوه
تر صـــــباح (پورې)
دوى جنگ کـــــــــــه
پر کــــــــافرو ( يې)
ځاى تنــــــــگ کـــه
د ټوپکو ټکهـار شـــو
دوی له خوب څخــه
بیدار شــــــــــــــــــــو
نور د تــــــــــــــــورو
شرنګا شـــــرنګ شو
د هوتــــک د ګرجــي
جنګ شـــــــــــــــــــــو
درسته شپه چـــــــــې
دوی دا جنګ کــــــــه
د همه افغــــــــــــــــانو
ننـــــــــــــــک کـــــــه
میرویس له هغه وروسته کندهار ته متوجه شو چې هلته د ولس نیم زره عکسر ځای پر ځای وو. میرویس دمخه درې زره قومي ځوانان په وړو ټولیو کې پر دې مامور کړي وو چې د ښار رابطه له بیرون سره تر کنټرول لاندې ولري چې ایرانیان له پېښو نه بې خبره پاتې شي. پخپله میرویس او ملګري یې په داسې حال کې چې د ګرګین او د هغه د عسکرو جامې یې په تن او وسلې یې په لاس وې، د شپې په تیاره کې ښار ته ننوتل او به بیساري چټکۍ سره یې ایرانیان یو ځای بل ځای له مینځه یووړل. وروسته یې له هغو دوه نیم زره عسکرو نه چې له بلوچستان نه کندهار ته ستانه شول، څه یې له مینځه یووړل او نورو یې د تباهۍ خبر اصفهان ته ورسوه.
د کندهار واک په دې ډول له پېړیو پېړیو نه وروسته د لومړي ځل له پاره په کال (۱۷۰۹) کې د هغه د خپلو خلکو لاس ته ورغی. په تېره وروسته له هغې چې په (۱۷۱۱) کې د ګرجستان والي خسرو په قومانداني دولس زریز انتظامي پوځ چې له اصفهان نه استول شوی و، د کندهار له کلابندۍ نه وروسته هم په غوڅه توګه مات شو، لکه چې زر وروسته یو بل ایراني پوځ هم مات او په کندهار باندې د پارس د حاکمیت لاس قطع شو.
د خپلواکۍ داعیې ته رښتین توب او له وطن نه د غاصبانو د شړلو ټینک احساس میرویس، نور قومي مشران او ځوانان د خپلواکۍ په جګړه کې بریالي کړل. په دې اړه تراوسه دغسې لیکنه لیدلی شوې نه ده چې څوک به د خپلواکي په داعیې ټکنی شوي، د میرویس په تدبیرونو شکمن شوي او د جنګ له میدان نه په شا شوي وي. د دې پرخلاف ټولو پښتنو او بلوڅو هم به جنګ او هم په جرګو کې د میرویس فکرونه او تدبیرونه په ټینګ ایمان عملي کړي دي. په اصل کې دا میرویس و چې په سختو شېبو کې یې هم د یوه رښتیني مشر په شان پاخه تدبیرونه ونیول او په جرګو او فصاحت سره یې قومي مشران او ځوانان د عمل لپاره وهڅول. په دې ډول دوی ټولو د خپلواکۍ د ګټولو ویاړ ترلاسه کړ او نورو افغانانو ته سرمشق وګرځېدل چې هغوی بیا د احمدشاه دراني په مشرۍ له آمو نه تر اباسین پورې خپل ټول هېواد خپلواک کړ. په دې حساب د مانجې د جرګې مشران د کندهار د خپلواکۍ او د شیرسرخ د جرګې مشران د ټول افغانستان د خپلواکۍ مخکښان دي او په ټولو افغانانو باندې یې د تلپاتې احترام حق پیدا کړی دی. اوس نو ټولو افغانانو ته ښایي چې د دوی کارنامې هر کال تجلیل کړي او د دو له ویاړ نه ډک میراث یانې د افغان د خپلواکۍ بیرغ د تل له پاره رپانده وساتي.