د پښتنو او په افغانستان کې د یو شمېر نورو مېشته ولسونو پخوانی تاریخ له درېوو اړخونو څخه مطالعه کېدلی شي: جغرافیه، تاریخ او ژبه.
له جغرافیې نه مطلب دا دی چې د افغانستان عمده سیمې او سندونه په ویدا او اوستا کې یاد شوي دي. ویدا د سانسکریت کلمه ده، په مانا د سپېڅلي او سپېڅلو ادبیاتو او اوستا د زردشت مذهنبي کتاب دی چې زند د هغه تعبیرونه دي. ویدي مدنیت د اوستا تر مدنیت نه د مخه و او ووروستی یې له نن څخه لږ و ډېر درې زره کلونه وړومبی په پخواني افغانستان او ورڅرمې سیمو کې خور و. پخوانی افغانستان د اریانا او خراسان په نومونو یادېده. د لرغوني افغانستان پورته یادې شوې سیمې او سیندونه د لرغوني یونان د تاریخ د پلار یا لومړني مورخ هیرودوتس په لیکنو کې هم راغلې لکه اوسنی بلخ چې په اوستا کې په نامه د بخدي یا باخترش په یویوناني لیکنو کې په نامه د بکټریا، هرات او هري رود د هري وا، اریه، مرو او مرغاب رود په نامه د ماورو، مرګیانه، پښین په نامه د پسانا (Pisanan) او ارګون په نامه د اروا (Urwa) یادېده او همداسې نور.
د هخانشیانو د دورې د شپږو ایالتونو نومونه د هیرودوتس په لیکنو کې له هريو او باخترش نه سربېره سیستان په نامه د زرنکا، د پېښور په ګډون د کابل سیمه په نامه د ګندهارا او کندهار په نامه د اراکوزیه او هراواتي (Harawati) یادېده.
دا خو په پخوا وختونو کې د هغو سیمو نومونه وو چې پښتانه پکې د نورو خلکو په شان یو ځای بل ځای اوسېدل، خو په لرغونو مهالونو کې د پښتو د نامه ذکر د نورو قومونو لیکوالو، په تېره یونانیانو کړی چې په وروستۍ ډلې کې هرودوتس راځي.
په ویدا کې پښتانه د پکتهاس په نامه راغلي او تر هغه وروسته هیرودوتس دوی د پکتیان په نامه د پکتیوکا د هېواد اوسېدونکي ښودلي دي، لکه چې همدغه مورخ افریدي پښتانه په نامه د اپه ریتای قید کړي دي. یو شمیر وروستو لیکوالو پکتیوکا او ګندهارا عین سیمه بللې ده؛ خو دغه هېواد چا د کنړ او کابل سیندونو ترمینځ سیمه ګڼلې او چا د اباسین او هلمند ترمینځ هېواد بللی چې مرکز یې اوسنی پېښور یا پخوانی پروشا پورا و، خو د دغې پراخې سیمې اوسېدونکي یواځې یو قوم یا یواځې پښتانه نه وو لکه اریایي او هندي قومونه وو. د هیرودوتس په وینا په دغه هېواد کې څلور ډلې خلک اوسېدل، په نامه د ګنداري، اپه ریتای یانې اپریدي، سټه ګیدای یانې خټک او دادیکای یانې دیګانان تاجکان. د ګندهاریانو په ډله کې د نورو قومونو په جمله کې پکتین هم راځي یانې مومند، یوسف زایي یا پخواني اسپه سي، اپریدي او خټک. د مورخ میرغلام محمد غبار په وینا دادیکان یا تاجکان په پخوا وختونو کې له پښتنو سره یو ځای د هغو په ګاونډي توب کې اوسېدل او بیا ورو ورو د چترال له لارې بدخشان او سیستان ته واوښتل او له امو سیند نه هم تېر شول. د دغو لیکوالو په استناد پښتو او د افغانستان د شمال شرقي سیمو تاجکانو ژبې چې د ګلچه په نامه هم یادیږي، نه یواځې سره ډېرې نزدې دي؛ بلکې ویونکي یې د غرنیو سیمو د اوسېدونکو په څېر سره ډېر نور نزدې والی هم لري.
پښتانه په عین حال کې د افغانانو په نامه هم یاد شوي دي. ابورېحال البیېروني د افغان کلمه د اسواکا په کلمې پورې تړلې ګڼي چې ذکر یې د مهاباراته په کتاب کې چې تر نن نه درې زره کاله دمخه کښل شوی دی، راغلی دی. د مورخ احمد علي کهزاد په نظر د افغان کلمه ترکیبي او په اصل سانسکرت ده. په مانا د اسوه غانه اس او ځای. په دې حساب اسوغانه د اس سورو هېواد کیږي. په دې ډول دغه ترکیبي کلمه هم د خلکو یانې پښتنو او هم د هغوی هېواد ته راجع کیږي. د افغان کلمه وروسته د نقش رستم په معبد کې د ابګان په شکل راغلې. دغه کتیبه یا ډبرینه لیکنه د ساساني لومړي شاهپور په امر په عیسوي دریمې پېړۍ کې کښل شوې ده. وروسته تر هغه یوه هندي منجم وراها میرا پخپل کتاب بري سمهت کې د اواګانه په بڼه ذکر کړې ده. بیا تر اسلامي دورې نه دمخه یوه چیني ګرځندوی هیون تسانګ چې په افغانستان او شمالي هندوستان کې یې سفرونه کړي وو، دغه کلمه په اړول شوي شکل یانې د اپوکین په بڼه راوړې ده. چینیان خاص نومونه زیاتره په متغیر ډول وایي. له هغه وروسته دغه د سانسکرت اسواکا یا اسواغانه، د زړې پاړسو ابګان، د چیني ژبې ابوکین او د هندي ژبې اواګانه په اسلامي دور کې د مسلمانانو لیکوالو په اثارو کې په نامه د افغان او ملک یې په نامه د افغانستان ذکر شوی دی. شاید د حدودالعالم د کتاب لیکونکی چې مولف یې معلوم نه دی، لومړنی اسلامي جغرافیه لیکونکی وي چې دغه نوم یې د افغان په نامه د لومړي ځل له پاره ذکر کړی دی. له هغه وروسته د افغان کلمه دومره عامه شوې چې د مثالونو ذکر ته یې ضرورت نشته. په دې نزدې مهالونو کې د دغې کلمې په مفهوم کې غټ تحول راغلی دی. اوس یواځې پښتنو ته مختص نه ده؛ بلکې ملت شموله شوې ده؛ د ټولو هغو افرادو معرف شوی ده چې په افغانستان کې اوسیږي. دغه غټ تحول په داسې حال کې چې د افغانستان هر قوم خپل ځانګړی هویت په نامه د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او نورو ساتلی دی، د افغانستان د ملت یا ولس د ټینګ پیوستون ښکارندوی ګڼل کیږي.