سپتمبر ۱۰ – ۱۹۹۶
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دغه ټول اوسني جنګونه د قدرت لپاره شوي، نه یوازې د قومي او ګوندي قدرت لپاره، بلکې د سیمې او حکومتي قدرت لپاره. رسمي قدرت هغه وخت تر لاسه کېدلی شي چې یو څوک یا یوه ډله یا پخپله یا د نورو په ملګرتیا حکومت خپل کړي. په حکومتي واک سره نه یوازې سیاسي واک تر لاسه کېدلی شي؛ بلکې اقتصادي قدرت، نظامي قدرت او حتی د قومونو او افرادو قدرت هم ترلاسه کېدلی شي. به افغانستان کې همدغسې شوي دي، دلته حکومتي واکمنانو د رسمي قدرت له لارې په جامعه یعنې په ما او تا او نورو باندې هغسې چې یې غوښتي دي حکم چلولی او د هېواد له شتمنیو څخه یې د ځان، خپلوانو او پیروانو لپاره استفادې کړې دي. جامعې هم د رسمي قدرت خاوندانو ته د وېرې او طمع په خاطر ټیټ او پاس کړی، که څه هم کله کله یې سرغړونې کړي دي.
په افغانستان کې د امیری عبدالرحمن خان له امارت نه راهیسې د قانوني پاچایۍ دورې څه غیر حکومتي واکمنو کولی شو چې د افرادو د خوش خدمتۍ، د دوی د مرګ او ژوند او د هېواد د شتمنیو اختیار په لاس کې ولري. په افغاني جامعه کې رسمي قدرت یوه خاصه نېشه لرله او نږدې ټولو افغانانو د تعلیمایافتګانو په شمول هڅه کوله چې دغه نېشه وکړي. د کمونستي کودتا نه وروسته دغه نېشه د جنون سرحد ته ورسېده. په دې چې په واک مينانو د قدرت د گټلو په لار کې د وطنوالو د وژلو او د هېواد د ورانولو پروا ونه کړه. بله بدي يې لا دا ده چې دوى د قدرت گټلو په لار کې د گاونډيو هېوادونو تر تاثير لاندې لاړل او برعکس د خپلو وطني سيالانو مرگکي د ښمنان وگرځېدل.
د دغه حال نتیجه اوس په وطن کې د یوه مرکزي حکومت په ځای د څلورو حکومت ګیو موجودیت او په هغو باندې د ګاونډیو حکومتونو نفوذ دی. دغه حال د نورو شیانو په جمله کې د بیا ودانولو کار ګران کړی دی ترڅو په وطن کې مرکزي حکومت نه وي جوړ شوی او دغه حکومت په ټول هېواد باندې په اغېزمن ډول سره خپل حکم جاري نه کړي، وران شوي هېواد چارې نه شي سمېدلی. ممکن بشپړتیا او اینده یې هم په خطر کې ولوېږي؛ خو د حکومت د بيارغونې هڅې تر اوسه پورې ناکامې شوې دي. د حکومت د بيارغونې په باب چې تر اوسه د ملگرو ملتونو د موسسې استازو لکه کوردوويز، بينان سيوان او محمود مستري هلې ځلې وکړې، سرته ونه رسېدلې. همدا راز ټول هغه کوښښونه چې د تنظيمونو مشرانو، قوماندانانو، قومي او ملي مشرانو او روښانکفرو او سياست پوهانو يا دننه په وطن او يا له هېواد څخه د باندې وکړل، هم ناکام شول. په افغان ستان کې اوس د حکومت جوړول لکه د هندوکش د غره د پاسه چې ختل وي، حال دا چې د غه کار افغانانو ته هم د عنعنې، هم د تاريخ او هم د 398 اسلام له مخې يو کېدونکى او معمولي کار و، چا به د نورو په ملگرتيا په نظامي قوت سره اول قدرت ترلا سه کاوه او وروسته به يې د جرگې له لارې د خپل خانداني حکومت لپاره د ولس ملاتړ او مشروعيت خپل کاوه او يا به يې په جرگې سره اول ملاتړ ترلاسه کاوه او بيا به يې حکومت جوړوه. ځينو به کودتاگانو ته هم لاس اچوه، خو د نجیب الله د رژيم له نسکورېدلو څخه وروسته د مرکزي حکومت د جوړولو لپاره هم عنعنوي او هم عصري تجويزونه ناکام شول. دا يو تريخ حقيقت دى چې سپړول يې د کشالې د هوارولو په لار کې ممکن مرسته وکړي. هر هغه وطنوال چې په دې باب سوچ او اندېښنه لري دغه په باب نظر هم لري. زما په فکر دغه ناکامي د واک مینانو د قدرت د لېونۍ نېشې او زموږ د هېواد په باب د بدنیتو ګاونډیو هېوادونو د اجنډاګانو نتیجه ده.
د واک مینانو د لېونۍ نېشې په باب د مخه وګړېدم. اوس به د بدنیتو ګاونډیو د اجنډاګانو به باب یو څه رڼا واچوم. زه د دوی په اجنډاګانو کې د افغانستان لپاره د یوه صعیف فیدرالي حکومت څېره وینم. دوی یې نوم نه اخلي خو له سیاستونو څخه یې څرګندېږي چې دوی د افغانستان لپاره د یوه ضعیف مرکزي حکومت په لټه کې دي. د افغانستان په باب په تېره د ایران او پاکستان له وروستیو پالیسیو څخه ښکاري چې دوی که څه هم په ظاهر کې له افغانانو سره د اسلامي اخوت نارې وهي، په واقع کې په هېواد کې د جنګ له ختمولو او د مرکزي واحد حکومت له مېنځ ته راوستلو سره مخالفت کوي. دوی د خپلو نفوذ لاندې افغاني ډولو له لارې په دې بریالي شوي دي چې د دغسې حکومت د تاسیسولو مخه ونیسي چې هغه په ولس اتکا ولري یانې ملي حکومت وي او اسلامي شریعت پکې نافذ وي. د ملګرو ملتونو د استازو کوښښونه چې د همدغسې حکومت د جوړېدو لپاره کېدل، همدا چې د بري درشل ته به ورسېدل د دوی دواړو له خوا به په ښکاره یا په پټه سبوتاژ شول. د محترم پخواني پاچا د لویې اضطراري جرګې پر بنا درې فقره ییز تجویز هم د دوی له خوا تخریب شو. په عوض کې د دوی اجنډا دا ده چې حکومت یوازې او یوازې په اسلامي تنظیماتو پورې منحصر کړي. دغه نظر چې اول د فقید جنرال ضیاالحق په ابتکار رامنځته شوی و او سیاسي اسلام یې غوره عنصر و، وروسته د شمال ایتلاف کوونکو او د پېښور او اسلام اباد د توافقاتو اصلي طراحانو هغه ته قومي بڼه ورکړه. د دغو سیاستونو او هم د پرچمي رژیم د قومي سیاست نتیجه اوس زموږ په وطن کې په عین وخت کې د څلورو حکومت ګیو شته والی دی. یوازې دا هم نه ده، هر حکومت ګي ځانله خارجي حامي (یا حامیان) لري او هر حامي کوښښ کوي چې خپل تر تاثیر لاندې افغاني خوا د نورو خواوو په مقابل کې په وسلو او پیسو سره پیاوړې کړي او بین المللي اعتبار ورته پيدا کړي. ایران په دغه برخه کې تر ټولو جدي دی، هڅه کوي چې د کابل د حکومت ګي په سروالۍ سره ایتلافي حکومت رامنځته کړي. ایران په مزار، هرات او جلال اباد کې قونسلګرۍ ګانې، په کابل کې سفارت او په هزاره جاتو کې نور ترتیبات لري او لوړ رتبه مامور علاوالدین بروجردي یې د افغانستان سیمو ته په منظم ډول سفرونه کوي.
پاکستان چې په هرات، قندوز، مزار او جلال اباد کې قونسلګرۍ ګانې لري هم ایران ته ورته سیاست پر مخ بیایي او وروسته له دې چې اسلامي جزب له جمیعت سره ایتلاف وکړ، د کابل له حکومت ګې سره یې لار ونیوله، پاکستان د ننګرهار له شورا او طالبانو له حکومت سره هم نږدې علایق لري. په داسې حال کې چې سعودي عربستان د ایران د اجنډا په مقابل کې د طالبانو او ازبکستان د جنبش ملي او اسلامي او تاجکستان د کابل د حکومت ګي فعال مرستندویان دي. له دغو هلو ځلو څخه ښکاري چې بدنیته ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د دغو حکومت ګیو ترمېنځ تعادل پر ځای وي او د جنګ وضعه دوام وکي او که دوی پخپلو کې د کوم ایتلافي حکومت په سر اتفاق وکړي، هغه به یوازې له دوی نه جوړ وي چې په دغه حال کې به د مرکزي او ایالتي حکومتونو ترمېنځ توپیر زیات نه وي، یانې یو راز ضعیف فیدرالي حکومت به مېنځ ته راغلی وي. که دغسې نه وي دوی باید افغاني خواوې پخپل حال پرېږدي او د افغانستان په چارو کې له مداخلي نه لاس واخلي. که دوی دغسې وکړي چې احتمال یې نه لیده کېږي، افغاني خواوې به د لیونۍ نېشې خاوندانو په شمول مجبورې شي چې جنګ بس کړي او د ملي قوتونو په شمول په خپلواک او یو موټي افغانستان کې د اسلامي اساساتو پر بنا د مرکزي حکومت د جوړولو بندوبست وکړي؛ خو زه ګمان نه کوم چې بدنیته ګاونډیان به له زور نه غیر له افغانستان څخه لاس واخلي. سوال دا دی چې بدنیته ګاونډیان ولې دغسې کوي؟ د دوی هدفونه او نیتونه دوی ته معلوم دي. له سیاستونو څخه یې معلومېږي چې دوی لکه چې دمخه وویل شوه، د موجودو حکومت ګیو نه جوړ د دغسې ایتلافي حکومت په لټه کې دي چې عناصر به یې لږ و ډېر سره برابر و، ساختمان به یې فدرالي او سیاستونه به یې د دوی تر تاثیر لاندې او پخپله به حتی د دوی تابع وي. د دغسې ایتلافي فیدرالي حکومت نږدې او لیرې عواقب به د افغانانو د واکمنۍ، د هېواد د خپلواکۍ لپاره بیخکی خطر وي، په تېره چې دا په نظر کې ونیول شي چې افغانستان یو شتمن هېواد دی او د شوروي اتحاد په ړنګېدلو سره یې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمېنځ د یوه معبر په حیث خپل طلایي موقعیت بیا ترلاسه کړی دی. د همدغه خطر په احساس سره وو چې ډېر شمېر افغانانو په کال (۱۹۹۲) او (۱۹۹۳) کې د لیکنو په شرح کې چې د آئینه افغانستان په اته ویشتمې، نهه ویشتمې او دیرشمې ګڼې کې کړې دي، فیدرالي حکومت یې د افغانستان لپاره رد کړی دی؛ او دلایل یې هېواد کې، چې په زیاته اندازه د قومونو یو مخلوط هېواد دی، معیارونه نشته. فیدرالیزم ځانله کوم ټاکلی جوړښت نه لري او عملي کېدل یې په ارامۍ سره امکان نه لري او که په زور سره عملي کېږي، د قومونو ترمېنځ به حساسیتونه، کړکېچونه او دښمنۍ ګانې پیدا او دایمي کړي چې له هغو څخه به بدنیته ګاونډیان استفاده وکړي، لکه دا اوس چې یې کوي. په هغو باندې به زه دا اضافه کړم چې فیدرالي فکر زموږ د خپل تاریخي انکشاف محصول نه، بلکې هغه د نورو چپي فکرونو لکه د انقلاب، تاریخي دورو او طبقاتي جنګ غوندنې له خارج نه یو وارد شوی فکر یانې غیر عملي فکر دی چې عملي کېدل به یې نه یوازې سیاسي او قومي مشکلات لا هم زیات کړيو بلکې دغسې نوي مشکلات به را پیدا کړي چې اوس یې پیشبیني نه شي کېدلی، لکه د غوایي تر کودتا څخه وروسته چې د غیر عملي فکرونو په تطبیق سره نه فکر کېيدونکي مشکلات خلق شول. شاید له همدې امله وي چې یوازې چپیان او ستمیان چې د خپلو افکارو او اعمالو د عواقبو له پېشنبیني کولو څخه عاجز دي، د فیدرالیزم پلوي کوي. داسې هم نه ده چې فیدرالي جوړښت ګواکې د پرمختګ او انکشاف ضامن دی. انګلستان او فرانسه فیدرالي نه دي، خو پرمختللي هېوادونه دي؛ پرعکس، شوروي اتحاد فیدرالي و؛ خو له مېنځه لاړو په داسې حال کې چې افغانستان په تېرو اتلسو کالونو کې د جنګ له امله وران شوی او بیا ودانولو ته سخت ضرورت لري، ښایي موږ په بې خطرو او اشنا لارو باندې تګ وکو. البته دغه فیصله به پخپل وخت کې د موسساتو په مجلس یا د نوي اساسي قانون جوړولو په کمیسیون پورې تعلق ولري. زما نظر دا دی چې د نویو اوښتنو په نظر کې نیول سره دې مرکزي حکومت د (۱۹۶۴) کال اساسي قانون له مخې جوړ شي، داسې چې په هغه کې دې د نورو لازمي اصلاحاتو په جمله کې قومي، ژبني، مذهبي او سیمه ییزې ملاحظې او عدالت په نظر کې نیول شي. په نږدي قانون کې دې هغسې چې مرکزي حکومت دی و منتخب پارلمان ته مسول وي، هغسې دې ایالتي حکومتونه هم د منتخبو ایالتي شوراګانو ته مسوول وي. په مجموع کې نوی قانون دې د فرد او مارکېټ په ازادي او څو ګوندي سیستم بنا وي؛ خو حکومتي موسسات دې تمثیلي وي، نه حاکمانه او ګوندوه دې په دې شرط مجاز وي چې د تمویل منابع یې یوازې او یوازې افغاني وي. په هر حال، حکومت دی چې انتخابي او تمثیلي به وی، باید دومره قوي وي چې د مفسدینو، متمردینو او متجاوزینو په مقابل کې د ملکیت، امنیتو ولسواکۍ او هېواد د خوندي ساتلو توان ولري.