Search
Close this search box.
Publications: Articles

د احمدشاه دراني میراث

اګست ۱۹۹۵

دغه وړه ليکنه په اصل کې ما په هغې غونډې کې د لوستلو له پاره تهيه کړې ده چې ښاغلي روښان خادم د اگست د مياشتې په دولسمه د کاناډا د ټورانټو په ښار کې تنظيم کړې وه، ليکنه هلته ولوستل شوه او دا دى اوس يې خپلواکې وږمې ته د خپرولو لپاره استوم.

م.ح.ک

ما پرو سږ کال هم د احمد شاه دراني په باب تاسو محترمو ته د اورېدو لپاره يوه ليکنه استولې وه. دا دى اوس بيا دغه کار کوم. د تېرو لويانو يادونه د يوه ولس کولتور غني کوي، نو ځکه دغسې يادونې ضروري دي او مبتکرين يې بايد وستايل شي، نو زە دلته د ښاغلي روښان خادم ته چې دغه غونډه يې برابره کړې ده، کورودانى وايم. په عېن حال کې وايم چې ښه به دا وي د دغسې يادولو لمنې پراخې شي او څو نومياليوته منحصرې نه وي، هم بايد تکراري نه وي، متوازنې او انتقادي وي، ترڅو د هغو په برکت واقعيتونه څرگند او بصيرتونه حاصل شي.

په معاصر افغانستان کې د نومياليو شمېر لږ نه دى. په همدغه سبب د افغانانو کولتور غني دى؛ خو د دغه کولتور نظامي او سياسي اړخونه تر نورو اړخونو څخه ډېر ټينگ دي. د ده حال علت شايد دا وي چې څنگه چې افغانستان د نورو هېوادونو له خوا محاط دى افغانان له ځان نه د دفاع او د خپل هېواد د ساتلو لپاره فزيکي زور ته ډېره اړه لري. تاريخ ښيي چې هر وخت چې افغانان قوي وو، په شاوخوا ملکونو، په تېره هندوستان باندې يې دانگليس او کله چې ناتوان شوي وو، نورو پرې دانگلي دي، له دې نه داسې ښکاري چې د يوه هېواد او په هغه کې د ملي دولت د ساتلو لپاره زور اساسي اهميت لري، خو دغه زور بايد يواځې نظامي نه وي، بلکې اقتصادي، علمي او تخنيکي بنسټونه پېدا او ټينگ کړي. که يې پېدا نه کړي د ملي، دولت او حتى پخپله د هېواد پايښت به مشکل وي. له بده مرغه دافغانانو زور نظامي پاتې شو، دا چې په دې وختونو کې زموږ هېواد او هېوادوال له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي، ممکن د همدغه حقيقت نتيجه وي.

احمدشاه دراني له نن څخه دوه نيمې پېړۍ دمخه د دولت په تنظيمولو پيل وکړ، دى هم د ميروېس هوتک په شان د ولسي مشرانو په اتفاق يانې په جرگې سره هسک شو، له هغه وروسته په جرگې سره د دولت تنظيمونه د افغانانو په سياسي ژوند کې يوه عنعنه وگرځېده. د دې مانا دا نه ده چې جرگې د ميروېس يا احمدشاه په وخت کې د لومړي وار لپاره د مرخېړيو په شان سر وواهه؛ جرگه په اصل کې د پښتنو يو اجتماعي دود و چې په هغې سره يې خپلې کشالې اوارولې، خو د ميروېس او احمدشاه په وختو کې او هم تر هغه وروسته جرگو ملي خصوصيت پېدا کړ، يانې افغاني او تر څه حده رسمي وگرځېدې. په بل عبارت جرگې ټول ولس او ټول ملت ته منحصرې شوې. يانې کوم وخت چې به له داخل يا له خارج نه هېواد ته کومه غټه پېښه متوجه شوه نو قومونو او پرگنو او همداراز د اجتماعي او مذهبي صفوفو لويان او حکومتي کسان به سره جرگه شول او د پېښېې په باب به يې په اتفاق سره پرې کړه وکړه او حکومت به يې د هغې د عملي کولو لپاره وگماره. د احمدشاه دراني بل غټ ميراث دا دى چې ده که څه هم د لرو او برو پښتنو په همکارۍ سره دولت تنظيم کړ، په چلولو کې يې د نورو وړو او لويو پرگنو کسان هم شريک کړل. دى په دغه اړه دومره دمخه ولاړ چې د دفتر ژبه يې يواځې دري کړه، که څه هم دى پخپله په پښتو کې شاعر و، دلته د دغه ټکي يادونه په کار ده چې تراحمدشاه څخه د مخه ابداليانو په هرات کې دولت جوړ کړى و، خو احمد شاهي دولت ډېر مهم و او هغه په لږ تغيير سره نزدې تر دې وختو پورې دوام وکړ. هو، کومه هغه امپراتوري چې ده تنظيمه کړې ده، په کم وخت يانې په (۱۸۱۸) کې ړنگه شوه، خو د ده د امپراتورۍ غټ خصوصيت دا دى چې ده په هندوستان کې د مسلمانانو حاکميت له خطر نه بچ کړ، کوم چې تاداو يې غزنوي او غوري پاچايانو اېښى و. که احمد شاه د هند مسلمانان له همدغه خطر څخه ژغورلي نه واى، ممکن اوسني پاکستانيان هغسې په هند کې پاتې واى، لکه تر سلو ميليونو څخه زيات نور مسلمانان چې پاتې دي.

د احمد شاه دراني بل غټ ميراث دا دى چې ده د پرديو حاکميت طرد کړ، افغانان يې خپلواک وگرځول او د خپلواکۍ د خوندي کولو لپاره يې يو قوي دولت جوړ کړ. د خپلواکۍ هغه روحيه چې احمدشاه دراني پخپلو کارنامو سره په افغانانو او په خاص ډول په پښتنو کې تلقين کړه، دومره اغيزمنه ثابته شوه چې د هغې په برکت افغانانو حتى د خپل انحطاط په وخت کې هم د انگرېزانو يرغلونه په شا ووهل. په هغه وخت کې چې يواځې يو څو اروپايي حکومتونو په ټولې نړۍ باندې د تسلط جال غوړولى و، د يو څو نورو ولسونو په شان افغانانو خپله وفاداري، خپلواکۍ ته ثابته کړه او خپل بېرغونه او د خپلې مېړانې شملې يې هسکې وساتلې. په ټولې نړۍ کې به کم ولسونه وي چې د افغانانو غوندې د غريبۍ په حال کې هم خپله سرلوړي، همت، مېړانه، ازادي او خپلواکي خوندي وساتي.

د احمدشاه دراني دغه او داسې نور ميراثونه د ده شخصيت او د هېواد والو همکارۍ ته منسوب کېدلى شي. د هېوادوالو مېړانه بېل بحث غواړي. د ده د شخصيت په باب بايد وويلى شي چې دى د ډېرو اميرانو، پاچايانو، امپراتورانو او شاهنشاهانو په خلاف حتى د خپلې واکمنۍ او امپراتورۍ په هسکه کې هم متواضع، حليم او د حضرت ع (رض) په شان بې دبدبې و. د مورخ ميرغلام محمد غبار په قول: “احمد شاه تنها پاد شاهى بود که در افغانستان تاج بر سر نمى نهاد، دستار مې بست و چپن و موزه مى پوشيد و در عوض تخت، بر زمين مینشست او مستقيما با مردم در تماس ميشد، با تواضع و پيشانى گشاده سخن ميزد، در حل و حمل قضايا انصاف را مدنظر ميگرفت. و در عين حال از قوانينى که خود گذاشته بود، جدا پيروى مى نمود. احمدشاه در طول سلطنت خود به عياشي و تجمل نپرداخت و حريص نبود. او در هيچ جنگى از مقابل دشمن فرار نکرده بود و در برابر اهالى کشور متواضع و ملايم بود… قطع اعضلاى انسانى را در موازات و خشوع و خميدن را در تشريفات تحريم نمود او خانواده و اقارب خود را از مداخله و اشتراک در امور دولت دور نگهداشت”. په دغو حقايقو سره واکمن نه يوازې په افغانستان، بلکې په جهان کې هم ډېر کم موندل کېدلى شي.

Share

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

این سایت از اکیسمت برای کاهش هرزنامه استفاده می کند. بیاموزید که چگونه اطلاعات دیدگاه های شما پردازش می‌شوند.