د جدی ۱۶مه (د جنوري ۵مه)، د افغان تاریخپوه محمد حسن کاکړ له اتم تلین سره برابره ده چې په همدې مناسبت نن د نوموړي په ارامځای، د لغمان ولایت په سرخکانو کې یادغونډه وشوه.
په دې مراسمو کې له کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه علمي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو، علماوو، د لغمان د اطلاعات او فرهنګ ریاست استازو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.
غونډه د قران کریم په ختم پیل شوه چې ورپسې د کاکړ تاریخ بنسټ یو له بنسټ اېښودونکو، ډاکټر محمدزرین انځور ګډون والو ته وینا وکړه. نوموړي د کاکړ تاریخ بنسټ او د پوهاند محمد حسن کاکړ د کورنۍ په ځانګړي توګه د نوموړي د مېرمنې مریم کاکړ له لوري راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه. دغه راز یې د پوهاند محمد حسن کاکړ پر ژوند او افکارو هر اړخیزې خبرې وکړې. له هغه سره د ګډو خاطرو یادونه یې وکړه او غوښتنه یې دا وه چې ځوانان باید د پوهاند کاکړ کتابونه مطالعه او نوموړی وپيژني. ښاغلي انځور د کاکړ تاریخ د علمي بورډ د غړي په توګه د بنسټ د اساسي موخو، فعالیتونو او وروستیو نشراتو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې بنسټ په ۲۰۱۵م کال د پوهاند کاکړ پر ژوند د افغانستان د تاریخي څېړنو د یوه مهم ادرس په توګه رامنځته شوی او پرته له کومې وقفې خپلو فعالیتونه ته دوام ورکوي چې تر اوسه یې په لسګونو جلده کتابونه چاپ او په انلاین او کتابي بڼه د لاسرسي وړ کړي او د افغانستان د تاریخ په اړه یې په مختلفو برخو کې سیمینارونه، کنفرانسو او غونډي ترسره کړي دي.
د غونډې بل ویناوال، لیکوال او د پوهنتون استاد فیض الله پټان د پوهاند کاکړ د پوهاند محمد حسن کاکړ اثار په خپلو خبرو کې د څېړنو لپاره موثق منابع یادل کړل او د پوهاند کاکړ د ژوند د سختو ورځو یادونه یې وکړه. همداشان د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه د راغلي پلاوي په مشري ښاغلي عتیق الله قریشي وینا وکړه. د پوهاند کاکړ پر شخصیت، علمیت او اکاډمکو لاسته راوړنو یې خبرې وکړې او نوموړی یې داسې یو شخص یاد کړل چې نوم او فکر به یې تل ژوندي وي. د غونډې په بله برخه کې قومي مشر الحاج میرزا محمد فقیري او یو شمېر نورو ګډونوالو پخپل وار ویناوې وکړې او غونډه د پوهاند محمد حسن کاکړ روح ته پر دعا پای ته ورسېده.
پوهاند کاکړ په پښتو، دري او انګلیسي کې لسګونه کتابونو او زیات شمېر مقالې لیکلي دي. څو کتابونه یې «د افغانستان سیاسي او ډیپلوماټیک تاریخ، افغان افغانستان، د پاچا امان الله خان واکمنۍ ته یوه نوې کتنه، د سرطان کودتا او د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پیلامه، د ثور کودتا او د هغې ژورې پایلې، افغان – شوروي جګړه» او نور دي. په تاریخ، ادبیاتو، ټولنیزو علومو، ژونالیزم او نورو برخو کې یې مقالې لیکلي چې یو شمیر يې د «ځوان کاکړ لیکنې» تر عنوان لاندې چاپ شوي دي. نوموړي د کابل پوهنتون په شمول د نړۍ په څو معتبرو پوهنتونو کې د استادۍ دنده هم ترسره کړې ده.
د پوهاند کاکړ کتابونه په هېواد او له هېواده بهر په کتابخانو، کتابپلورنځیو، امازون او Lulu، دغه راز پي. ډی. اف بڼه له لاندې لینک څخه د کاکړ تاریخ بنسټ له وېبپاڼې ترلاسه کولی شی.