پرانیستغونډه
کاکړ تاریخ بنسټ د ۲۰۱۹م کال د جنوري په پینځمه د جلالتمآب جمهور رئیس اشرف غني، د کابینې د غړو، د ولسي جرګې غړو، علمي شخصیتونو، ویناوالو، پوهانو، د مدني ټولنې استازو، قومي مخورو، ځوانانو او ملګرو په حضور کې پرانېستل شو.

” د معاصر افغانستان په تاریخ لیکنه کې کاکړ صاحب یو داسې مقام لري چې هر بل مورخ که په دې موضوع لیکنه کوي، نو د کاکړ صاحب د آثارو لوستلو او نقد کولو ته به ځان مجبور احساسوي. “ ~ جمهور رئیس محمد اشرف غني ډېرې محترمې ګرانې خورې مریم کاکړ، کاوون جان، سباوون جان او خوږه کاکړ، ټولو محترمو حاضرینو،استادانو، محصلانو، وروڼو او خویندو او د کاکړ صیب مینه والو السلام علیکم. زه نن دلته د یو داسې چا په باره کې خبرې کوم چې په لسګونو کلونو مې له نژدې ورسره پېژندل او مخکې تر دې چې په لومړي ځل یې ووینم، هم مې پېژانده. ځکه دی د قلم څښتن و. علمي آثار یې لیکل او مهمې ژباړې یې کولې. ما دی د خپلو آثارو
” محمد حسن کاکړ خپلې ټولې بریاوې او لاسته راوړنې د خپل هېواد او د خلکو برکت او محبت ګاڼه، او تل یې ځان د هغوی پوروړی بللو “. ~ کاوون کاکړ جلالتماب جمهور رئیس، د مشرانو جرګې محترم رئیس، د کابینې محترم اوسني او پخواني غړي، د ولسي او مشرانو جرګې محترم غړي، د ولسمشر محترمو سلاکارانو، محترم معین صاحبانو، والي صاحبانو، علمي کدرونو، استادانو، پوهانو او د مدني ټولنو محترمو استازو، قومي مشرانو، ځوانانو او دوستانو؛ السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! د خپلې کورنۍ او د کاکړ تاریخ بنسټ له خوا تاسو ته ښه راغلاست وایم او ستاسو له راتګ څخه د زړه له کومي مننه کوم. ویل شوي دي که غواړې یو ملت نسکور کړی نو تاریخ یې له مېنځه یوسئ. د یوه ملت تاریخ ته درناوی کول د هغه ملت هویت او د ارزښتونو ساتل دي. دا

