ژوندلیک

د پروفیسر کاکړ ژوند او کار

Print

پوهاند دکتور محمد حسن کاکړ د ۱۹۲۰م کال په وروستیو کې د افغانستان د لغمان ولایت په ډیوې کلي کې زېږېدلی دی او د لیسانس دوره یې په کابل پوهنتون کې بشپړه کړې ده. هلته یې تاریخ لوستی دی. ده له لندن پوهنتون څخه په فلسفه کې ماسټري اخیستې او بیا یې له لندن پوهنتون څخه په تاریخي فلسفه کې دوکتورا ترلاسه کړې. استاد په پرنسټون (۱۹۷۱-۷۳) او هارورډ (۲۹۷۳-۷۶) پوهنتونونو کې د فولبرایټ همکار مېلمه و چې هلته یې څېړنو ته دوام ورکړ او د خپلې دوکتورا ډیزرټیشن یې کتاب کړ.
په ۱۹۸۲م کې چې دکتور کاکړ د کابل پوهنتون د تاریخ څانګې استاد او رئیس و، د شوروي اتحاد له یرغل سره د مخالفت په وجه زنداني شو او کابو ۵ کلونه یې په زندان کې تېر کړل. د بښنې نړیوال سازمان له لوري د (وجدان زنداني) په نوم د هغه اعلانېدل، د ده زنداني کېدل د نړېوالې ټولنې له لوري په پراخ کچ وغندل شول او همداراز د کمونیست پلوي رژیم له لوري د روڼ آندو، عالمانو او سیاسي فعالانو د زنداني کېدو پر وړاندې د اعتراض سبب هم شو.
  

تاریخ به هیڅکله هغه واکمن ونه بښي چې د خپلو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

موږ سره لیدنه: فیسبوک
موږ سره لیدنه: ټویټر
موږ سره لیدنه: یوټیوب

د بښنې نړېوال سازمان، د قلم نړېوال سازمان، او د اروپا او شمالي امریکا د پوهانو او د بشري حقونو فعالانو او له هغې ډلې له هارورډ پوهنتون څخه د فقید پروفیسور جوزف فلیچر له لوري د فشارونه په پایله کې، کاکړ له ناعادلانه بند څخه را خلاص شو. په ۱۹۸۸م کال کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته ولاړ.

هغه په پېښور کې د آزاد افغانستان د لیکوالو له اتحادیې سره یو ځای شو او هلته یې د شنونکي په توګه کار وکړ او د افغانستان د سیاسي بدلونونو په باب يې په پراخې لیکنې وکړې. هغه (په تبعید کې) د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د انجمن د لومړني رئیس په توګه وټاکل شو او په ۱۹۸۹م کال کې یې له خپلې کورنۍ سره متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړ او په کلیفورنیا کې یې هستوګنه غوره کړه.

په متحده ایالاتو کې د هغه کار، د افغانستان له اوضاع څخه پرخبرتیا متمرکز و. ده د خپل هېواد د هېښنده پېښو په هکله څو آثار ولیکل او خپاره یې کړل. ده له نورو پیاوړیو افغانانو سره، په افغانستان کې د یوه استازي دولت جوړولو په پار، یو خوځښت تاسیس کړو او د څه وخت لپاره د هغه رئیس و. پوهاند کاکړ په ۱۹۸۹م کال کې د هونولولو په ختیځ او لویدیځ مرکز کې د خپلو خاطراتو د لیکلو لپاره بسپنه ترلاسه کړه. د دې پرځای، نوموړي پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل د سیاسي تاریخ په هکله پر یوه علمي اثر کار پیل کړ چې په ۱۹۹۵م کال کې د کلیفورنیا پوهنتون له لوري خپور شو.

دکتور کاکړ، وروسته په سان دییګو کې د کلیفورنیا په پوهنتون کې مېلمه استاد شو او هلته یې تاریخ تدریساوه. دکتور کاکړ په بېلابېلو تاریخي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې په پښتو، دري او انګریزي ژبو، په لسګونو آثار لیکلي دي.

دکتور کاکړ ځیني کتابونه له انګریزي نه پښتو کړي دي. نوموړي د خپل عمر په وروستیو کلونو کې د غربي فیلسوفانو د افکار او نظریاتو ژباړې وکړې چې د افغان ځوانانو په روزنه کې یې ونډه درلوده.
استاد دغه راز څو مقالې د نړۍ په معتبرو ژورنالونو لکه د نړۍ مډرن دایره المعارف، وال سټریټ ژورنال، د منځني ختیځ د مطالعاتو نړېوالې مجلې او د آسیا ټولنې په خپرونو کې چاپ کړې. هغه د وینې له سرطان سره تر مبارزې وروسته، د ۸۷ کلونو په عمر په سانفرانسیسکو کې وفات شو. او جنازه یې د لغمان په سرخکانو سیمه کې د ده ټاټوبي ته نږدې، خاورو ته وسپارل شوه.
 

شریک کړئ