د افغانستان په تاریخ د پوهاوي دودول

د څېړنو، ژباړو او خپرونو له لارې

۱۴۰۰،۰۲،۱۲

د کتاب مخکتنې غونډه

ویډیو پلی کړئ

۰۵، ۰۲، ۱۴۰۰

◄ د USIP سره گډ ویبینار: افغانستان ته د سولې په لټه کې: تاریخي لیدلوري

۱۵، ۰۲، ۱۴۰۰

◄ ویبنار: افغانستان ته د سولې په لټه کې

د افغانستان د تاریخ

په هکله د څېړنو او زده کړې کور

مونږ باور لرو

چې د څېړنو، ژباړو او خپرونو له لارې د افغانستان تاریخ ته پراختیا ورکوو.

موږ د هغو هڅو ملاتړ کوو چې موخې یې د افغانستان د تاریخ خوندي کول، خلکو او علمي ټولنو ته یې ور رسول دي. موږ هڅه کوو چې زده کوونکي، څېړونکي مشران او سیاستوال د افغانستان، سیمې او نړۍ په تاریخ پوه شي. ژمنه مو دا ده چې د ګډو او فردي څېړنو، علمي نوښتونو، سیمینارونو او غونډو جوړولو له لارې د افغانستان د تاریخ د غوره مطالعې په پار، مناسبه فضا، سرچینې او فکري بنسټ رامنځ ته کړو.

د رغنده کره کتنې

د فرهنګ بنسټ اېښوول او ملاتړ

مونږ د بېلابېلو نظرونو

او فکرونو د څرګندولو او بیان لپاره اسانتیا رامنځته کوو؛ د منظمو لکچرغونډو، پوښتنو – ځوابونو، رغنده بحثونو د جوړولو له لارې د عمومي او اکاډمېکو افکارو ادلون بدلون ته لار هواروو او د انتقادي تفکر فرهنګ دودوو.

موږ غواړو چې د خبرو فرهنګ عام شي، ګډونوال په کې د خوښې وړ ټکي وټاکي، فکر پرې وکړي او بحث ته یې وړاندې کړي. دا هڅه به افغان تاریخ لیکونکي، تاریخپوهان او زده کوونکي وهڅوي چې له مسایلو سره انتقادي چلند وکړي او فکر محوره وړتیا به یې پیاوړې شي.

تاریخ او فرهنګ

ته د ولس لاسرسی

مونږ باور لرو

چې زمونږ کار د ولس او ټولنې د هر وګړي لپاره مهم دی. موږ به له علمي – اکاډمیک چاپېریاله بهر هم له خلکو سره د خپل زیار پایلې شریکوو. موږ به د فرهنګي ـ تاریخي بحثونو د عامولو په پار داسې پروژې عملي کړو چې ګڼ خلک ترې ګټه واخلي. د منظمو ورکشاپونو، سیمینارونو او غونډو جوړول په دې برخه کې مرسته کوي.

د یوې اوږدمهالې ستراتېژۍ پر بنسټ، هوډ لرو چې د بېلابېلو سیمو په کچ له داسې سیمه ییزو ولسي بنسټونو سره مرسته وکړو چې هلته د فرهنګي او ښوونیزو چارو په پیاوړتیا او پراختیا کې خوځښت راشي. د لویو او کوچنیو ښارونو او د هستوګنو په سیمو کې د خلکو یوه ستونزه دا ده چې ښځې، ځوانان او عام وګړي داسې ډاډمنو خوندي شرایطو ته لاسرسی نه لري، چې په سیمه ییز کچ فرهنګي او روزنیز فعالیتونه وکړای شي. له دې لارې به پرګنو ته د غوره بوختتیا، زدکړې او پر تاریخ، تاریخي شخصیتونو او پېښو د پوهېدو اسانتیا رامنځته شي.

د وګړیو، سیمو او پېښو له لیدلوري

د افغانستان تاریخ او فرهنګ

مونږ باور لرو

چې د تاریخ خوندي کولو غوره لار، د هغه خپرول او ګډون ده. موږ کړای شو؛ د تېرو زمانو، ځایونو، پېښو او توکیو په را ژوندي کولو سره، تاریخ او فرهنګ د ټولو لپاره په زړه پورې کړو. دا نوښت به تاریخي پېښې بېلابېلو مخاطبانو ته روښانه کړي، نه یوازې دا چې دوی به د تېرو پېښو په اړه پوه شي؛ بلکې د هغو ارزښت به درک کړي او خبر به شي چې تاریخي پېښې د دوی له ژوند سره څه تړاو لري؟

زموږ موخه د تاریخ د مطالعې له لارې د بېلابېلو مخاطبانو ترمنځ؛ د افرادو، پېښو، نېټو او ځایونو له خوندي کولو ور ها خوا، تاریخپوهنې ته لوړاوی او همدارنګه له نوښتګرو او نویو اړیکوالو رغښتونو څخه په ګټنې د پېښو پر څرنګوالي او د پېښېدو د لاملونو پېژندنه اړینه ده، چې پېښې تفسیر کړي.

په ملي او انګلیسي ژبو

د افغانستان تاریخ د مطالعې لپاره باوري سرچینو ته لاسرسی

موږ کړای شو

له نورو سره د هغه څه په ګډون، چې د افغانستان د تاریخ په اړه یې زده کوو، د کره کتنې، سپړنې، شننې او بیا هستونې او خپرولو له لارو چارو د افغانستان د تاریخ په اړه سرچینو ته لاسموندنه اسانه کړو. دا په پام کې لرو چې د لوست فرهنګ عامول، د افغانستان پر تاریخ د پوهېدو وړتیا زیاتوي.

تاریخي اسنادو او متونو ته د لاسرسي پراختیا په ملي او نړیوال کچ د ملي پېژاند حس پیاوړی کوي. زموږ موخه دا ده چې پوهانو، څېړونکیو، زدکووکیو او مینه والو ته داسې مهم تاریخي اسناد وړاندې کړو، چې یو مهال په خپله همدغه ټولګه د افغانستان د تاریخ په یوه زېرمه بدله شي.

پرانیستغونډه

کاکړ تاریخ بنسټ د ۲۰۱۹م کال د جنوري په پینځمه د جلالتمآب جمهور رئیس اشرف غني، د کابینې د غړو، د ولسي جرګې غړو، علمي شخصیتونو، ویناوالو، پوهانو، د مدني ټولنې استازو، قومي مخورو، ځوانانو او ملګرو په حضور کې پرانېستل شو.

د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون عمومي تالار