زموږ ماضي، زموږ د راتلونکي څرګندوی ده.

- کاکړ تاریخ بنسټ

کاکړ تاریخ بنسټ

یو خپلواک غیرانتقاعي سازمان دی چې په ۲۰۱۵م کال کې د علمي څېړنو د اسانتیا او د افغانستان د پیاوړو مورخینو د کار او ژوند، تاریخي پېښو او کلتوري هڅو په هکله د خبرتیا او د افغان تاریخ د پراخې مطالعې په پار جوړ شوی دی.

د کاکړ تاریخ بنسټ په اړه ډیر وپوهیږئ

ز مونږ موخې

د بنسټ موخه د افغانستان د تاریخ په اړه د څېړنو، خپرونو، ژباړې، غونډو او سیمینارونو جوړولو له لارې د تاریخ په اړه د بحثونو عامول دي. دغه بنسټ د تاریخ د فکر پنځوونکیو اثارو د مطالعې او خپراوي له لارې غواړي د پوهاند کاکړ هاند و هڅو ته دوام ورکړي او د نورو مینه والو او اړوندو بنسټونو په مرسته به تاریخي اسناد او کتابونه راټول او ارشیف کړي.

د کاکړ تاریخ بنسټ په اړه ډیر وپوهیږئ

پرانیستغونډه

کاکړ تاریخ بنسټ د ۲۰۱۹م کال د جنوري په پینځمه د جلالتمآب جمهور رئیس اشرف غني، د کابینې د غړو، د ولسي جرګې غړو، علمي شخصیتونو، ویناوالو، پوهانو، د مدني ټولنې استازو، قومي مخورو، ځوانانو او ملګرو په حضور کې پرانېستل شو.

د افغانستان د ملی رادیو تلویزیون عمومي تالار

Knowing our history will enhance our cultural awareness and moral understanding of the world we live in.

- کاکړ تاریخ بنسټ

د بنسټ بورډ

بنسټ به یو اجرايوي سکرتریت ولري چې اداري، مالي، مسلکي څانګې به یې د خپرولو او ترتیب مسئوولیتونه ولري. ښایي بنسټ د مشورتي پلاوي له پرېکړې سره سم، څېړونکي او نورو متخصصین هم راګډ کړي.

د کاکړ تاریخ بنسټ بورد غړي

د کاکړ تاریخ بنسټ د بورډ د غږو او کاری ټیم په هکله ډیر وپوهیږئ