د علمي څېړنو له لارې تاریخ ته د خلکو لاسرسی او مطالعه
زمونږ له ټیم سره یوځای شئ!
مونږ د مینه والو په لټه کې یوو چې د افغان تاریخ او کلتور په پراختیا کې له مونږ سره ملګري شي. له هغو بستونو پرته چې په اوس وخت کې فعال دي، او لینکونه یې لاندې شته؛ د ملګرتیا داوطلبان باید لږ تر لږه د لیسانس سند، ترجیحاً په تاریخ او یا کومه اړونده موضوع کې، ولري.
د افغان تاریخ په مطالعه کې له مونږ سره مرسته وکړئ
زمونږ ماموریت، د اسنادو، څېړنو او دغه راز د تاریخي پېښو، افرادو او توکیو په مرسته د بحث له لارې د افغانستان د تاریخ د مطالعې ملاتړ دی. مونږ ځوانانو ته کتابونه، مقالې او با کیفیته غږیز او ویډیویي کلیپونه رسوو چې په مرسته یې زمونږ تاریخ او کلتوري میراث وپېژندلای شي. ګڼو مخاطبانو ته ددې ټولو په رسولو کې ستاسو مرستې او ملاتړ غواړو.
زمونږ د خبرپاڼې غړي شئ
مونږ به د افغانستان تاریخ او کلتور او دغه راز د بنسټ د فعالیتونو په هکله نوي خبرونه او معلومات درسره شریک کړو. تاسو به د نندارتونونو، ویناوو، سیمینارونو، کمپاینونو او نورو غونډو په هکله نوي شوي معلومات دلته ومومئ.
د رضاکارۍ فرصتونه
کاکړ تاریخ بنسټ د باظرفیته کسانو په لټه کې دی، چې له مونږ سره زمونږ د کاري ژمنې په برخه کې مرسته وکړي. د خپلخوښیو بستونو لپاره ټول غوښتلیکونه په غور لیدل کیږي: دا مونږ ته امکان راکوي چې ستاسو معلومات په فایل کې وساتو، چې که خپلخوښې ملګرتیا ته اړتیا پوره شي، بیا هم د ادلون بدلون په بهیر کې ټولې سرچینې د پرتلنې وړ وي.
ژباړه
مونږ د تکړه ژباړونکیو په لټه کې یو، چې مقالې وژباړي او ژباړل شوي متون کره کړي. که په دې برخه کې زموږ ملګرتیا کوئ؛ نو مهرباني وکړې له موږ سره اړیکه ټینګه کړئ:
مستند جوړونه
موږ د کتابونو، نقشو، اسنادو او عکسونو په ساتلو کې ستاسو مرستې غواړو. خوښ به شو چې ستاسو په مرسته، ستاسو د هستوګنې له سیمو څخه د تاریخي ځایونو په اړه ولس خبر کړو. د خپلو سیمو د تاریخي ځایونو او شخصیتونو په هکله کتابونه، عکسونه، نقشې او کیسې شریکې کړئ.