د مقالو د دې مجموعې له لیکوالو سره یو بحث – ډاکټر برنیټ رابین، ستر همکار، د نړیوالو همکاریو مرکز، نیویارک پوهنتون او د افغانستان او جنوبي آسیا په برخه کې برجسته متخصص؛ ښاغلی جوان شیر راسخ، د دې مجموعې اېډېټر او د پنسلوانیا پوهنتون د جنوبي آسیا د مطالعاتو په برخه کې د دوکتورا محصل: ډاکټره رادا کومارو، لیکواله او سیاسي شنوونکې او د ډیلي سیاست ډلې پخوانۍ عمومي مدیره؛ ښاغلی افراسیاب خټک، پخوانی سناتور او د پاکستان د بشر حقونو د کمیسیون رئیس او ښاغلی جاوید لودین، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او د آسیا زړه ټولنې غړی.
مجري: ښاغلی اخضر ابراهیمي، د الجزایر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او دیپلومات چې د ۱۹۹۷ له جولای نه د ۱۹۹۹ تر اکتوبر میاشتې پورې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازی په توګه کار کړی دی.
دغه بحث د مقالو د هغې مجموعې پر بنیاد باندې دی چې په ۲۰۲۱م کې د کاکړ تاریخ بنسټ او آسیا زړه ټولنې له لوري چاپ شوې او ښاغلي جوان شیر راسخ ایډېټ کړې ده. په دغه لیکونو کې چې په ۱۹۹۰م کال کې تبادله شوي دي، نجیب الله او کاکړ د افغانانو د ارمانونو او هیلو او همداراز هېواد ته د سولې د راوړلو د طرحو په هکله بحث کړی دی. دوی دغه راز په له شوروي وروسته افغانستان کې د جګړې او سولې د حالاتو د داخلي، سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو، عواملو او خنډونو په هکله هم نظرونه تبادله کړي دي.
د دې مجموعې د مقالو لیکوالو چې افغان او نړیوال پوهان دي، د لیکونو د تحلیل پر بنسټ، د افغانستان د سولې د پخوانیو او اوسنیو پروسو او هڅو د بېلابېلو تاریخي او سیاسي موضوعاتو په هکله نظرونه او لیدلوري وړاندې کړي دي.
مینځپانګه کاپي شوې له: IIC