04__Both Sides Hardcover Book Mockups

د افغانستان اقتصادمحوره حکومتولي

اقتصادمحوره حکومتولي په حقیقت کې د افغانستان د روښانه راتلونکي، اقتصادي ځان بسېاینه، د فقر او غربت له منځه وړلو او اقتصادي پرمختګ لپاره د لارې د مشال په توګه د نظام چارواکو ته لارې چارې او میتودونه ښایې

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب لنډیز

دا کتاب په حقیقت کې دولت ته د اقتصادي برنامو (پروګرامونو) د عملي بېلګو وړاندې کوي، دا مهمه نده چې دولتي حاکمیت په چا پوري اړه لري او د کوم فکر خاوندان پر واک قابو دي، مګر دا مهمه ده چې دغه محتوا او منځپانګه د افغانستان او ددې وطن د وګړو په ژوند کې یو مثبت او تدریجي بدلون ته د مساعدیدو وسیله شي، نو دا را ټولې شوې طرحې د وطن لپاره دي او د دولتونو د مشروع اقتدار او ځواکمنتیا لپاره.
دلته پدې کتاب کې غالباً پر اقتصادمحوره حکومتوالۍ او پر هغو مؤلفاتو تمکېن شوی چې د اقتصادمحوره افغانستان حکومتي بېلګه ښکاره کوي، لکه: افغانستان د آسیا زړه په توګه د سیمه ييز اتصال او همپالنې په یوه عمده او بنسټیز شریک تبدیلول، د چین د اقتصادي لیدلوري بیابیا لوستل او د دوی له اقتصادي موډل ګټه اخیستنه (دوی بې وسلې او پرته له عسکرو ټوله نړۍ په خپل تولید تسخیر کړې، هغوی یو مختلط، د عامه او خصوصي سکټور مشترک اقتصادي موډل لري، دوی ډېرې سرحدي منازعي او شخړې له خپلو ګاونډیانو سره شاته اچولې او د ګډو ګټو تر چتر لاندې یې خپل پیوندونه سالم، دائم، خوندي او مصئون ساتلي او…)، د افغانستان شاړې ځمکې او معادن چې له پېړیو راهیسې بې استفادې دي او ددې خاوري انسان ترې مستفید نه دی، له پاکستان او نورو ګاونډویو سره د اړیکو بحث هم د اقتصادمحورۍ یو داسي رکن دی چې پدې کتاب کې پرې ځانګړی بحث شوی. د عامه دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د مشارکت موډل چې دلته نسبتاً په اجمالي توګه پرې بحث شوی، د افغانستان ټرانزیتي اعتبار او په سیمه ییز اقتصادي سازمانونو (سارک، ایکو، آسیازړه، شانګهای، ریکا او…) کې زموږ غړیتوبونه او هغه فرصتونه چې موږ ته یې راکولی شي او په نهایت کې د افغانستان د دایمي ثبات په تضمین بدلېږي.

Book TOC - Afghanistan Economic Based Governance

د کتاب مهم موضوعات

ددې کتاب د لوستلو ارزښت

مونږ څو پېړۍ په فقر او غربت کې یوو، حکومتونه مو ناتوان او محتاج دي، چارواکي د افغانستان د پرمختګ او نیکمرغه بدلون لپاره ګټور نه دي، مسلکي ظرفیت یې کم دی… مګر دغه کتاب هم چارواکو او هم څېړونکو ته یوه جامع او تقریباً ځوابده او کاملاً روښانه نسخه په لاس ورکوي، تر څو مزمن فقر له منځه یوسي، پرمختګ او مثبت بدلون او په سیمه ییزه او نړیواله کچه اقتصادي مشارکتونه رامنځته کړي.

05__Back Hardcover Book Mockups - Economic Governance
Asif Nang - Afghanistan Economic Based Goverance Author

د لیکوال په اړه​

محمدآصف ننګ فعلاً د اقتصاد خپرندوی مشر دی. په ۱۳۹۴ کې د دریو میاشتو په موده کې د پوهنې سرپرست وزیر و، ۴کاله (له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۳) د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین پاتې شوی، ورپسې دوه نیمه کاله د فراه او څه د پاسه دوه کاله د لغمان ولایتونو والی او په کال ۱۴۰۰ کې د شپږو میاشتو لپاره (د جمهوریت تر سقوط پورې) د سرحدونو او قبایلو وزارت د مسلکي او سیاسي معین په حیث پاتې شوی.

نظرونه

عبدالجبار وحدتد مالیې وزارت ملي بودیجې اجرائیوي رئیس او د پوهنتون استاد
Read More
«ښاغلي ننګ علمي او هڅاند شخص دی، یو ستر علمي ګام یې اخیستی او بشپړ کړی دی، (د افغانستان اقتصاد محوره حکومتولي) کتاب یې نهایت لوی شهکار کړی دی، ډېرې عملي بېلګې لري، ټول بحثونه او تحلیلونه یې د ګران افغانستان اقتصاد محوره دي. لوی، مهم او عمده او بنسټیز مسائل لکه (د افغانستان اقتصادي رهبرۍ، زراعت محوره اقتصادي پراختیایي ستراتیژۍ، د افغانستان کانونه او طبعي سرچینې، ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰پروژه، د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ، نړیوال ناروا اقتصادي بندیزونه، پولي ټیکاو، د افغانستان بانکي سیسټمونه، بریکس BRICS او د ډالرو هژموني پای، سیمه اييز اتصال، شته اقتصادي فرصتونه او دې ورته نور مهم اقتصادي موضوعات) یې په کې راسپړلي دي»
محمدقاسم همتپه کویت کې افغان دیپلومات
Read More
«د لیکوال دا هاند د هغه مفکرینو او مصلحینو کوښښ او هوډ ته ورته بولم چی د وخت په اوږدو کې يي د اسلامي برم او قوت د احیاء لپاره ترسره کړی دی. باور لرم چې د دې کتاب لوستل به په هر لوستونکي او هر چارواکي کې مثبته انرژي تقویه کړي. امید لرم دا أثر به د بسیا افغانستان په رغونه کې د یو لارښود کتاب نقش ولوبوي. همدارنکه هیله لرم چی دا کتاب به نور متخصص لیکولان او متعهد کار پوهان دې ته تشویق کړي چې تر دې ډېر مسلکي او ژورې طرحې د وطن د رغونې په باب را میدان ته کړي.»
آقامحمد قریشید پارلماني چارو وزارت د بهرنیو اړیکو پخوانی رئیس
Read More
«ما د ښاغلي ننګ څېړنه ولوستله او د اوسني وخت یوه اړینه اړتیا یې ګڼم. هغه ډېر زیار ایستلی او د څېړنی حق یې په سمه توګه ادا کړی دی. د هغه څېړنه د دولت لوړ پوړو مسوولینو، پالیسي جوړونکو او اړوند تخنیکي ادارو ته کافي نوى معلومات ورکوي. ددې ترڅنګ، څېړنه د علمي هڅو او څېړنیزو فعالیتونو لپاره هم یوه باوري، نوې او پر کره دلایلو ولاړه سرچینه ده چې د څېړونکو او پوهنتون استادانو په ګډون یې ځوان څېړونکي د خپلو علمي پروژو لپاره د یوې اړینې سرچینې په توګه کارولی شي.»