پرانیستغونډه

د محترم کاوون کاکړ وینا

محمد حسن کاکړ خپلې ټولې بریاوې او لاسته راوړنې د خپل هېواد او د خلکو برکت او محبت ګاڼه، او تل یې ځان د هغوی پوروړی بللو.

~ کاوون کاکړ

جلالتماب جمهور رئیس، د مشرانو جرګې محترم رئیس، د کابینې محترم اوسني او پخواني غړي، د ولسي او مشرانو جرګې محترم غړي، د ولسمشر محترمو سلاکارانو، محترم معین صاحبانو، والي صاحبانو، علمي کدرونو، استادانو، پوهانو او د مدني ټولنو محترمو استازو، قومي مشرانو، ځوانانو او دوستانو؛ السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د خپلې کورنۍ او د کاکړ تاریخ بنسټ له خوا تاسو ته ښه راغلاست وایم او ستاسو له راتګ څخه د زړه له کومي مننه کوم.

ویل شوي دي که غواړې یو ملت نسکور کړی نو تاریخ یې له مېنځه یوسئ. د یوه ملت تاریخ ته درناوی کول د هغه ملت هویت او د ارزښتونو ساتل دي.

دا چې د محمد حسن کاکړ په ژوند او هم له نه مرګ وررسته ډیر درناوی شوی او دې غونډې ته مو هم تشریف راوړی دا نه چې یوازې د هغه شخصیت ته مو عزت ورکړی بلکې د افغانستان تاریخ ته مو درناوی کړی دی. له تاسې بیا هم مننه کوم.

د محمد حسن کاکړ علمي او اکاډمیکو کړنو په اړه به دلته نور پوهان او استادان خبرې وکړي او د کاکړ تاریخ بنسټ په اړه به محترم لېوال صاحب وینا ولري.

زه غواړم یوازې د هغه یو څو خاطرې چې زما د ژوند بهترین زده کړي درسونه هم دي له تاسې سره شریکې کړم. تر هر څه وړاندې ما دا ورڅخه زده کړل چې که اراده ځواکمنه وي او انسان زحمت وکاږي، خپل هر ټاکلي هدف ته رسیدلی شي. زما پلار د لغمان ولایت په یو وروسته پاتي کلي ډیوه کې پېدا شوی و، ماشوم و چې اول یې پلار او بیا یې مور له لاسه ورکړل او د ډیرو ستونزو سره مخامخ و؛ خو بیا هم له ښوونځي او وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه په لومړی درجه فارغ شو.

دا په داسې حال کې چې کله به یې د کتابونو اخیستلو توان هم نه درلوده، کتابونه به یې په کرایه کړل او په یوه شپه کې به یې په لاس ولیکه تر څو یو نسخه ولري.

د کابل پوهنتون څخه وروسته یې د نړۍ په لویو پوهنتونونو لکه د لندن هارورډ او پرنسټن پوهنتونو کې زده کړې وکړې او همدا شان نورو نړیوالو پوهنتونونو دده لیکل شوي کتابونه خپاره کړل. په دې توګه یې وکړای شول چې د خپل مسلک تر ټولو لوړ مقام ترلاسه کړي.

دوهم مهم درس دا و چې د خاورې او هېواد سره بې کچې مینه ولرو او په هر عمل کې د وطن ښېکڼه په نظر کې ولرو.

محمد حسن کاکړ خپلې ټولې بریاوې او لاسته راوړنې د خپل هېواد او د خلکو برکت او محبت ګاڼه، او تل یې ځان د هغوی پوروړی بللو، له وطن او خلکو سره مینه یې دومره زوروره وه چې د ګواښ او خطر باوجود یې له هېواده وتل نه غوښتل او ویل یې: چې زه د دې وطن له برکته تاریخپوه شوم اوس چې دلته تاریخ جوړیږي زه وطن څنګه پرېږدم. د همدغې مینې له امله زندان ته ولاړ.

د ژوند تر پایه یې د وطن په اړه فکر وکړ، لیکل یې وکړل او په وطن کې د سولې راوستلو لپاره یې ګڼې هڅې وکړې.

په وطن او افغانانو ډیر باورمند و، ویل به یې که امریکا په نړۍ کې ستر قدرت او یا سوپر پاور وي خو په افغانستان کې افغانان ستر قدرت دي او که دوی سره متحد وي نو خپل سرنوشت په خپله ټاکلی شي.

چیزی دیگری که من از پدرم محمد حسن کاکړ اموختم این است که انسان در هر حالت باید صادق باشد وحقیقت را گفت.

او تظاهر را دوست نداشت حتی نمی خواست که توجه را به القاب علمی و اکادمیک خود جلب کند. دوست داشت در پایان عناوین کتابهایش فقط بنوسید، محمد حسن کاکړ. او میگفت: نمی خواهم کسی کتابهایم را بخاطر القاب من بخواند، به نظر من مهم این است که متن خود ماهیت و اهمیت اش را تعین کند، همچنان او دوست نداشت کسی او را ستایش بی جاه کند، میگفت: به جای توصیف من کتابها و نوشته هایم را بخوانید، نقد کنید و به دیگران برسانید.

پلار مې په دې باور و چې مونږ افغانان د بشریت او نړۍ یوه نه جلا کېدونکې برخه یوو، ددې لپاره چې پرمختګ وکړو او ښه انسانان واوسو، باید د نړۍ تجربې، پوهې او ګډو بشري ارزښتونو ته مراجعه وکړو، زده یې کړو او په خپل ژوند کې یې وکاروو. ښایي په همدې بنسټ یې د ژوند په یوه دوره کې د نړۍ د لویو مفکرینو د افکارو په تحقیق او ژباړه لاس پورې کړ، هڅه یې دا وه چې د افغانستان ځوان نسل د نړۍ له معنوي میراث سره د افکارو د پلونو له لارې یې وتړي.

په عین وخت کې یې پر دې ټینګار کاوه چې باید هر انسان دا حق ولري چې په خپلې مورنۍ ژبې زده کړه وکړي او خپلې ژبې ته وده ورکړي.

د ژوند په وروستیو کلونو کې مې ترې یوه پوښتنه وکړه: آیا نور نه غواړې د نړیوالو لپاره په انګریزي ژبه د افغانستان د تاریخ او خلکو په اړه لیکنې وکړې؟ نو ده راته وویل: بچو ستړی شوی یم او له بلې خوا زمونږ خپله ژبه او فرهنګ پر مونږ حق لري، هغه ویل: کله چې په انګلیسي ژبه لیکل کوم الفاظ لټوم خو کله چې په خپلو ژبو لیکل کوم الفاظ او مفاهیم پرما اوري او راته په الهامي بڼه راځي.

محمد حسن کاکړ پر انسانیت او انسان پالنې باورمند و. هغه ژوند یوازې تر پرلپسې کاره محدود نه ګاڼه او غوښتل یې چې انساني اړیکې، د خپلوانو او دوستانو پالنه، له هنر، موسیقۍ، سپورت څخه هم خوند واخلي.

په اخېر کې د پلار د مرګ شیبې هم زما لپاره یو درس و، او هغه دا چې که مونږ په خپل ژوند کې په انساني اصولو عمل وکړو نو له مرګه به هم ویره ونلرو، د ژوند په ورستیو ورځو کې له روحي پلوه خورا آرام و، نه یې له چا شکایت درلود نه یې ګیلې کولې، فکر یې کاوه چې دی هم د چا پوروړی نه دی، د خدائ رضا ته تسلیم و او په همدې روحي او روحاني سکون کې یې خپلې سترګې پټې کړلې.

شریک کړئ

د پرانیستغونډه انځوریز راپور