د مشروطه غوښتنې نهضت

يو ملي او افغاني حرکت
داستان: میر سید قاسم خان
لیکوونکی: پښتونیار
تالیف، پیژندنه او یادښتونه: زرین انځور
ژبه: دری

په افغانستان کې د مشروطه نهضت له مخکښانو څخه یو هم ارواښاد میرسیدقاسم خان و، چې د دغه نهضت د ملي مبارزو د بهیر په اړه یې روایتونه د پښتونیار په قلم کښل شوي او په بېلابېلو برخو کې خپاره شوي دي. ښاغلي زرین انځور له دغه مشروطه غوښتونکي څخه رانقل شوي خواره واره یادښتونه راټول کړي او د یوې رسالې په قالب کې یې تدوین کړي دي. په دې توګه، نه یوازې د دغو مهمو تاریخي یادښتونو د ورکېدو مخه نیول شوې، بلکې په راتلونکي کې د معاصر تاریخ د مینه والو او څېړونکیو لپاره د یوې تدوین شوې سرچینې په توګه د ګټې اخیستنې وړ ده. په دې رساله کې موږ میرسیدقاسم خان هم پېژنو او د هغه له خولې د رانقل شویو روایتونو له برکته د مشروطه غوښتونکي نهضت له ملي – افغاني روحیې او مبارزې څخه هم خبرېدلای شو.

کتاب په کابل کې له کتاب پلورنځي څخه واخلئ

شریک کړئ