خپرونې: کتابونه
افغان، افغانستان او په هندوستان، فارس او افغانستان کې د دولت جوړونې په موخه د دوی د هڅو لنډیز
لخوا: پروفیسور محمد حسن کاکړ (لیکوال)
ژبه:دري
د صفحو شمېر:127
موجود فارمټونه:
- چاپي نخسه
- د پي ډي اف ښکته کول
پدې برخه کې د افغان او افغانستان د کلمو رامنځته کېدل څیړل شوي. همداراز واضح شوي چې پښتنو افغانانو څنګه په پنځلسمې پیړۍ کې په نوي ډهلي کې خپل دولت رامنځته کړ. نورو مسلمانانو دغه کار په یوولسمې پیړۍ کې د سلطان محمود غزنوي لخوا د هند تر فتحې وروسته تر سره کړی و. د سوري شیرشاه له خوا په نوي ډهلي کې رامنځته شوی حکومت، د بابرشاه لپاره چې په ۱۵۲۶ کال کې یې هند ونیوه، د بیلګې حیثیت درلود. د شپاړلسمې پیړۍ په وروستیو کې د پښتنو پر ځمکه د مغولو د سلطې پر وړاندې روښانی غورځنګ چې د پیر روښان له خوا رامنځته شوی و، په یوې حماسې کیسې بدل شو. د اوولسمې پیړې په پیل کي وو چې پښتنو هوتکو د میرویس خان هوتک په مشرۍ کندهار د فارس د صفویانو له ښکیلاک څخه وژغوره. دا پداسې حال کي و چې زوی یې ایران ونیو او وراره یې هلته د لنډ مهال لپاره یو حکومت رامنځته کړ. د دغو بدلونونو وروسته، احمدشاه دراني یو خپلواک دولت چې مرکز یې کندهار او امپراطوري یې د ایران د خراسان څخه تر نوي ډهلي، کشمیر او سنده غځیدلې وه، رامنځته کړه. دغه برخه د نولسمې پیړۍ تر وروستیو د امیر عبدالرحمن خان له خوا د یوه متمرکزه حکومت تر رامنځته کیدو پورې بدلونونه څېړي.
شریک کول