پښتون، افغان، افغانستان
خپرونې: کتابونه

پښتون، افغان، افغانستان

لخوا:محمد حسن کاکړ(لیکوال)
ژبه:پښتو

د صفحو شمېر:253

موجود فارمټونه:

د پوهاند کاکړ په قول د دی سیمې او لرغوني افغانستان د تاریخ ډیرې برخې د شواهدو د کمښت او یا نشتوالي په وجه روښانه نه دي. خو د زردښت د وخت زند، اویستا او همدغه شان د تاریخ په نامه د هیرودت اثر د اویستایي دور تاریخ یو څه روښانه کړی او د همدغو اثارو په بنسټ د میلاد نه مخکې د ۳۲۳- ۳۵۶ کلونو کې د سکندر مقدوني د یرغلونو وروسته ډیرې لیکنې شوي چې د لرغوني افغانستان د بېلابېلو تاریخي دورو روښانه کولو ته یې زمینه برابره کړې. پوهاند کاکړ د پښتون، افغان او افغانستان په نامه اثر چې دده په قول د لرغوني افغانستان د تاریخ لنډه سروې ده ددغه روښانتیا له پاره هڅه ده. پوهاند کاکړ د خپل دغه اثر په لومړیو ۱۲۱ مخونو کې هڅه کړې چې د تاریخی اثارو او شواهدو په مرسته د پښتنو څرک ومومي. د کتاب دوهم څپرکی په ۱۷ مخونو کې د تلفظ، مفهوم او کارونې په لحاظ د افغان د کلمې ودې او یو ملت سیاسی هویت ته ددې کلمې د ارتقا عوامل او پړاوونو ته وقف شوی. د کتاب په دریم څپرکي کې په ۱۳۹- ۲۲۰ مخونو کې د لرغونې اریانا څخه د اوسني افغانستان پورې بېلابېل پړاوونه څېړل شوي

شریک کول

نور تر لاسه کړئ