د امریکې غږ رادیو سره مرکه
د تاریخ کلمه مبهمه ده. د بیالوژي او سیکالوژي په شان څرګند او ټاکلی مفهوم نه لري؛ اما د تاریخ په هکله هر څوک یا نږدې هر څوک نظر لري. د دې علت دا دی چې هر څوک یا هره ډله تاریخ لري او له تاریخ نه غوړاي د خپلو تېرو سویو له حال احوال نه ځان خبر کړي او خپل هویت یا خپل ځان د تاریخ په رڼا کې وپېژني. همدغه سبب دی چې له تاریخ سره د خلکو علاقمندي حقیقي او ډېره ده؛ خو تاریخ هغسې اسان مضون نه دی لکه چې ډېر خلک همدغسې فکر کوي. تاریخ لیکل په واقع کې یو ډېر مشکل کار دی.
تاریخ ځینې مشخصات او ضوابط لري چې د هغو درک د تاریخ په پوهېدلو او د تاریخ په لیکلو کې له سړي سره مرسته کولی شي. د تاریخ ستره ځانګړتیا دا ده چې هغه له هغو انساني ډله ییزو پېښو سره سر او کار لري چې واقع شوي وي. په دې ډول تاریخ له واقع شویو پېښو یانې له ماضي سره سر او کار لري. ماضي هغه زمانه ده چې تېره شوې وي، فرق نه کوي چې هغه میاشتې یا کلونه د مخه یا زرګونه کلونه د مخه تېره شوې وي؛ خو انسانان له هغو پېښو سره ډېره علاقمندي لري چې په نږدې ماضي کې واقع شوې وي. په دې حساب معاصر تاریخ ډېر ارزښت لري؛ خو د معاصر تاریخ لیکل یو څه ګران کار دی. ګران په دې دی چې په دې باب لیکل شوي معلومات لږ وي یا هیڅ نه وي. په تېره په بې سواده ټولنو کې یوازې په باسوادو ټولنو په تېره په هغو کې چې افراد یې په یادښت اخیستلو باندې عادت لري. شخصي او تجارتي موسسې او په تېره حکومتونه په هره سویه چې وي، خپلې فیصلې لیکي او ثقه تاریخ لیکو لپاره زمینه برابروي؛ اما زموږ په هېواد افغانستان کې د لیکلو او یادښت کولو رواج نشته یا په ابتدایي حال کې دی. دلته د سیاسي جنجالونو په باب خو څه کوې، حتی د تولیداتو، وفیاتو، ودونو او دغسې نورو اساسي پېښو په باب هم کتبي یادښتونه نه وي یا ډېر کم وي، نو په کومه ټولنه کې چې اساسي معلومات مجود نه وي، د تاریخ لیکل یې او د هغه په تاریخ پوهېدل بیا ګران شي. د ثقه او صحیحو معلومات په اساس د تاریخ کښل یو حتمي شرط دی، له دې امله دا د تاریخپوه وظیفه ده چې ثقه معلومات راټول کړي او بیا هغه په دغه ډول سره شرح او بیان کړي چې شخصي، قومي، ملي او سیاسي ملاحظې پکې داخلې نه کړي او ترڅو کولی شي، خپل ځان له خپل تاریخ نه ګوښه وساتي. ددغې ضابطې رعایت کول اسان کار نه دی. د مورخ، جورنلست او پروپاګند چې فرق په اصل کې د دغې ضابطې په مراعات یا نه مراعات سره کېدلی شي؛ خو څنګه چې تاریخ او تاریخ کښل اوږده سابقه لري او زرګونه کلونه دمخه د یونان نامتو مورخ، هیرودوتس نه شروع کیږي، د تاریخ لیکلو فن او طریقه هم ډېره دقیقه شوې ده. په دې حساب تاریخ، په تېره د نږدې ماضي تاریخ په ظاهر کې اسان معلومیږي، اما په واقعیت کې دا یو سخت کار دی او یوازې هغه کسان ثقه، افاقي او په اصطلاح علمي تاریخ لیکلی شي چې د تاریخ د لیکلو په فن کې اختصاصي معلومات ولري او پخپله متقي او اصولي شخص وي. یانې هغسې شخص چې د تاریخ لیکلو په فن کې وارد وي او عمل پرې وکړي او له تاریخ نه یوازې او یوازې د حقیقت د رابرسېره کولو او د حقیقت د بیانولو لپاره استفاده وکړي. یوازې د دغسې تاریخ او دغسې مورخانو له لارې کیدلی شي چې انسانان خپله ماضي لکه هغسې چې واقع شوي وي، وپېژني او د دغې پېژندنې په رڼا کې خپل ژوند عیار کړي. کوم ملت یا خلک چې له خپل تاریخ نه په واقعي ډول نه وي خبر شوي، اشتباهات تکراروي او له تاریخ څخه عبرت اخیستلی نه شي.