د پوهاند کاکړ د هغو لیکنو ټولګه ده، چې لومړی ځل په کابل، وږمې او اریانا مجلو کې خپرې شوي او له مختلفو کلکسیونونو څخه راټولې، کمپوز او تر دقیقې بیاکتنې روسته د یوې ټولګې په بڼه چاپ شوي دي. د دغې ټولګې لیکنې د موضوع له نظره په ادبي، تاریخي او اجتماعي برخو وېشل شوي او یوه برخه یې ژباړل شوې لیکنې دي.
دا لیکنې له پینځو تر شپږ ولسیزو پورې پخوا نۍدي، خو له اوسنیو حالاتو سره هم اړخ لګوي اوبل ارزښت یې د موضوعاتو په رنګارنګۍ او تنوع کې دی. د تاریخ برخه یې؛ د افغانستان د خپلواکي، د استعمار د حقیقت او د افغانستان د معاصر تاریخ په بهیر کې د دولتونو او ټولنیز جوړښت په اړه په زړه پورې بحثونه لري. پوهاند کاکړ د ژبپوهنیزو موضوعاتو په لړ کې د ژبې معیاري کېدل، د لهجو بډاینه، اسانه لیکدود او خپلې ژبنۍ تجربې څېړلې او شنلې دي. د ټولنیزو پوهنو په برخه کې استاد له علمي سرچینو په ګټنه پر لرغونی انسانانو، د هغو پر چلند او فکري وده بحث کړی دی، د کتاب دغه برخه د ټولنپوهنې په زړه پورې درسونه دي. د ژباړو په برخه کې پوهاند کاکړ د وخت او شرایطو اړتیا ته په پام، له شعر او داستان رانیولې بیا تر بېلابېلو تاریخي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مقالو پورې یو شمېر لیکنې را پښتو کړي دي.